تر لسو زرو د ډېرو امریکایي ځواکونو د پاتې کېدو احتمال ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو دی. په امریکا او افغانستان کې امریکایي مقامات وایي، چې پسرلی به جګړه سخته وي مجبور دي، چې د دغې جګړې لپاره خپل ځواکونه په افغانستان کې وساتي.
ددې جګړې وضعیت لا مشخص ندی، چې ولې به سختېږي او ولې امریکايي ځواکونه د جګړې د سختېدو اټکل کوي؟
په امریکا انتقاد دی، چې د جنګیالیو پرضد د جګړې په میدان کې مقابله کوي، اما پخوا تر دې چې جګړه شروع شي د جنګیالیو د مالي سرچینو او پوځي تجهیزاتو چېنلونه نه بندوي.
په امنیتي تړون کې په پوځي اډو کې تر لسو زرو بهرنیو پوځیانو د پاتې کېدو موافقه شوې، خو دا چې د نورو ځواکونو د پاتې کېدو لپاره امریکا پسخېږي دا سوال زېږونکې ده.
دا له امنیتي تړون د امریکا لومړنۍ سرغړونه ده، هېڅ دلیل وجود نه لري، چې امریکا په کوم دلیل له وړاندې په سلا شوي شمېر زیات عسکر په افغانستان کې پرېږدي.
کله چې امریکا په راتلونکي پسرلي کې د ګرمې جګړې اټکل کوي، دا پخپله یوه مسله ده، چې ترې نتیجه ګیري کېږي چې د داعش تر شا د چا لاس دی او حتی داسې ادعاوې هم شته چې داعش یوه بهرنۍ پروژه ده.
د پخواني افغان حکومت اړیکي له امریکا سره په وروستیو کې ډېرې ښې نه وې، ظاهراً داسې ښکارېده چې پخوانی ولسمشر کرزی په ډېرو برخو کې د دوی د پلانونو او پروسو مخالف وو، دی په پوځي برخه کې هم د امریکایانو مخ ته درېدلی او د دغې مقابلې غټ تاوان یې زغملی هم دی.
نوی حکومت په یوې نوې پالیسۍ غواړي له امریکا سره متفاوت روابط ولري، سره له دې چې امریکايي چارواکو د خپلو ځواکونو د پاتې کېدو په اړه احتمال په ډاګه کړی، افغان حکومت هېڅ ندي ویلي او مخالفت یې ندی کړی. ښایي د دوی پټه خوله ددې دلیل وي، چې امریکایي ځواکونه په افغانستان کې پاتې کېږي.
د پوځي چارو شنونکی جنرال امان الله امان محور سره په مرکه کې وویل، له بهرنیو ځواکونو افغان لوري ته د نظامي واک د انتقال پرمهال د افغانستان امنیتي اوضاع ونه ارزول شوه، نو ځکه د نوي حکومت مشرتابه د خپلو تېروتنو د جبران لپاره د زیات شمېر بهرنیو ځواکونو پر پاتې کېدو پټه خوله دی: ((د امنیتي تړون خلاف د زیات شمېر عسکرو پر پاتې کېدو د حکومت چوپوالی دوه دلیلونه لري: افغان حکومت پر پخواني تصمیم پښیمانه دی او یا هغه دلایل پټوي چې له امله یې د تړون خلاف زیات شمېر عسکر په افغانستان کې پاتې کېږي. حکومت باید د دویم دلیل وضاحت ولس ته ورکړي.))
ښاغلی امان وایي، په سیمه کې د امریکا د نیمګړو ستراتیژیو تکمیل هم ددې دلیل کېدلای شي چې امریکا د تړون خلاف زیات شمېر بهرني عسکر په افغانستان کې ساتي او په روانه جګړه کې د افغانستان د غوښتنو خلاف ځینې اقدامات کوي.
خو د سیاسي چارو شنونکی عبدالرشید ارین بیا وایي، افغان حکومت د زیاتو بهرنیو ځواکونو پر پاتې کېدو تر اوسه د چانو وهلو په حال کې دی، نو تر مکمل تفاهم پورې اړتیا نه ویني، چې غبرګون وښیي.
له بلې خوا یوې سرچینې محور ته په ډاګه کړې، چې په نږدې راتلونکې کې یو شمېر بهرني سلاکاران افغانستان ته راځي او په افغان ادارو کې به کار کوي.
لا تر اوسه معلومه نده، چې دغه سلاکاران به ملکي وي او که نظامي، همدا ډول کومې رسمي سرچینې دا هم نده تائید کړې چې دولت د دغو سلاکارانو له راتک سره توافق کړی او کنه.
په لومړنیو معلوماتو کې ویل شوي، چې دغه سلاکاران به ډېر تخنیکي خلک وي او دا به د یوې ځانګړې بودجې له مخې په افغانستان کې ګومارل کېږي، چې له حکومت سره مرسته وکړي. پدې ډول افغانستان بېرته ۲۰۰۳ او ۲۰۰۴ ز کلونو ته ستنېږي، چې د حکومت جوړونې ډېره تکیه پر بهرنیانو باندې واوسېږي، له امریکا سره اړیکي ډېرې متفاوتې وي او افغان حکومت د امریکایانو پرضد ډېر قاطع دریځ ونه لري او د مقابلې او ټکر لپاره زمینه مساعده نه کړي.
ولسمشر غني د امریکا له دفاع وزیر سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل، چې په افغانستان کې د امریکا د جنګي ماموریت له پای ته رسېدو سره د همکاریو نوي پړاو پرانستو ته اړتیا ده او ددې موضوع پر جزیاتو د بحث لپاره به ولسمشر غني راتلونکې میاشت امریکا ته سفر کوي.
به دي اره ملت بايد هيخ تشويش ونه لري اونه ريس جمهور خه كولي شي اونه مونز اوتاسي دا دامريكا خواستي دي خه جه غواري هغه كوي داجه زمونز دمشرانو سره ناسته كوي او واءي سلاح مشوري درسره كوو دا دملت به ستركو كي خاوري أجول دي.
ملت مو أشغال دي دملت دخلاصيدو به غم كي شي .
كه زما خبره دروغ وي وكوري هر لور بوري أمريكاءي او هر متحد دامريكا ستا خاوري ته برته دقبلي خبر بي له كومي رسمي اجازي ستا خاوري ته داخليزي او را ساء خي ارك ته ستا دمشر تأبه سره خبرو ته كشيني.
ايا داكوم أصول دديبلو ماتيك دي او يا دا كوم أصول د مملكت دي جه يو خارجي لوربوري بي له اجازي دريس جمهور زمونز فضاءي حريم ته داخليزي.او به جكه غري بي له كومه مسوليته ستا به خاوره كي جكري وهي .او هيخ احساس دمسوليت هم نه كوي.
دادي دامريكا ددفاع وزارت دوزير رأتك ءي لور مثال دي راغي ،،خي خه جه زره غوشتي وي ، هماغسي تصميم نيسي كه ءي ته غواري اوكه نه هغه خبل تصميم عملي كوى.
تر څو چه یو یرغلګر په افغانستان کی وي
طالبان به خپل جهاد ته ادامه ورکوي
کونجاړه خواره دځان خیر دبهرنیو لنډغرو په موجودیت کی ویني چه ورته به ګرانه پریوځي،