افغان لوري ته د بګرام زندان د سپارلو د مهال خوشي شوي طالب بنديان ټول يې بېرته د جنګ ليکو ته ستانه شوي دي.
دغه طالب قوماندانان او سرګروپان د معتبرو قضيو له نه موجوديت پرته بهرنيو ځواکونو په چاپو کې نيولي وو او د دوسيو د نشتوالي له امله د افغان او بهرنيو ځواکونو په توافق خوشي شول، خو اوس ټول دغه قوماندانان د طالبانو محلي کمېسيونونو، قضايي ټيمونو، جنګي رهبرۍ او مخامخ جګړې ته ور ستانه شوي دي.
د بګرام زندان چارې د روان زيږديز کال د مارچ مياشتې په ۲۵مه په بشپړه توګه له امریکايي ځواکونو د افغانستان دفاع وزارت ته وسپارل شوې.
د بي بي سي د رپوټ له مخې په هغه وخت کې ددې زندان افغان مشر فاروق بارکزي ويلي وو :((د يو هوکړه ليک له مخې بګرام زندان او پکې ۴۰۰۰ طالب زندانیان د امریکایي چارواکو له خوا افغان لوري ته وسپارل شول.))
د ورکړل شويو معلوماتو له مخې د تېرې مارچ مياشتې تر ۲۵مې نېټې پورې د ۱۳۷۶ بندیانو دوسیې څېړل شوي او له بنده خوشي شوي.
شنونکي وايي، که اساساً دغو طالبانو معتبرې دوسيې هم نه درلودې، د دوی د يو ناڅاپي آزادولو هېڅ دليل وجود ندرلود. د جګړې د وضعيت او د پېچلو شرايطو له کبله دغه طالب بنديان بايد د نورو څېړنو لپاره افغان زندانونو ته انتقال شوي وای او د ښه نيت له مخې بايد د زندان شرايط ورته اسانه شوي وای، نه دا چې یو مخ بې دليله پريښودل شول. د قضايي چارو د شنونکو په باور د زنداني طالبانو سابقه، کاري پس منظر او له طالبانو سره د دوی پخوانيو اړيکو غور ته اړتيا درلوده.
شنونکي او د کورنيو چارو پخواني وزير فقيرمحمد فقير محور ته وويل، همدغه بېغوري سبب شوې، چې د دښمن ليکې پياوړې شي او افغان امنيتي ځواک رول کمزوری شي، ځکه چې له بګرام زندان نه د جنګ ليکو ته ستانه شوي طالبان اوس له بهرنيو ځواکونو سره نه، بلکې له ملي اردو او پوليسو سره جنګېږي. د نوموړي په وينا، اوس د افغان حکومت د خپلې بېغورۍ ګوزار د هېواد د امنيتي ځواکونو پر سينه لګېږي.
د ولسي جرګې غړې شکريې بارکزۍ محور ته وويل، داسې ګڼ طالبان شته، چې له بګرام زندان څخه ازاد شوي او اوس بېرته د وسله والو په ليکو کې په جګړه بوخت دي او دا کومه نوې خبره نده.
اغلې بارکزۍ وایي، دا سمه ده، چې په بګرام زندان کې به يو شمېر بې ګناه انسانان هم وو، خو په ترهګريزو فعاليتونو کې ښکېل ګڼ کسان په کې بنديان وو، چې له تفکيک او محکمې پرته خوشي شول او اوس حکومت ته درد سر ګرځېدلي دي.
د بګرام زندان د مسوولیتونو د لېږد په غونډه کې د افغانستان د عدلي او قضايي بنسټونو لوړپوړو چارواکو ويلي وو، چې د بګرام زندان د بندیانو دوسیې به په قانوني موده (۳۰ ) ورځو کې وڅېړي او هېڅ بی ګناه کس به په سزا محکوم نشي.
يوې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخستل شي، محور ورځپاڼې ته وويل، له بګرام زندان څخه ډېر داسې کسان کليو ته ستانه شوي، چې اوس د طالبانو په ليکو کې په لوړ موقف سره کار کوي. سرچينه د بېلګې په توګه د طالبانو قوماندان مولوي روح الله يادوي، چې درې کاله د مخه د بهرنيانو په چاپه کې نيول شوی و، دی د طالبانو د یوه ولايتي کميسيون مخکښ غړی و، خو د بګرام زندان تر سپارلو وروسته بېرته خوشي شو. نوموړی بېرته د هماغه کمېسيون غړی دی او د جوماتونو په لوډسپيکرونو کې جهاد ته د ځوانانو پارونې تبليغ کوي.
که افغان حکومت له بګرامه یا نورو افغان زندانونو د زندانيانو د خوشي کېدو پرمهال تضمين اخیستی وای او لږ ترلږه تاديبي دوره يې بشپړه کړې وای، نو نن به هغو د حکومت په لومړۍ درجه مخالفه ليکه کې نه وای ولاړ. داهغه څه دي، چې د افغان امنيتي ځواکونو له قربانيو سره تر جفا ورها خوا بله مانا نشي لرلای.
تېرکال د سولې شورا په ملاتړ هم له پاکستاني زندانونو څخه لسګونه طالب مشران خوشي شول، خو تر ننه يې لوری- طرف ورک دی، چې چېرې دي او په څه بوخت دي؟
