سرچينې وايي، د منځنۍ کچې طالب سرګروپان او جنګيالي د جګړې ليکې پرېږدي، ايران او سعودي عربستان ته مزدورۍ پسې ځي.

د ګرځندوی شرکتونو ځينې مسوولين وايي، په روان ژمي کې يې ګڼ طالب جنګیالي د عمرې په ویزو سعودي عربستان ته استولي، چې بیا هلته د مزدورۍ لپاره پاتې شوي دي.

دوی ځکه خپل کلي پرېږدي، چې له جګړې د لاس اخستو له کبله یې ژوند له خطر سره مخ دی.

له جنګي لیکو د طالب زلمیانو په شا کېدل هم په لیکو کې د اختلافونو او هم له جګړې د ستړیا په سبب ګڼل شوي دي.

سرچينې وايي، د منځنۍ کچې طالب سرګروپان او جنګيالي د جګړې ليکې پرېږدي؛ ايران او سعودي عربستان ته د مزدورۍ لپاره ځي. دوی وايي، ان يو شمېر خو يې خپل کورونه وباسي او لويو ښارونو ته کډې کوي.

د وردګو، غزني، زابل، روزګان، لوګر، پروان او يو شمېر نورو ولايتونو اوسېدونکي او مسوولين ادعا کوي، چې ورځ تر بلې په دغو ولايتونو کې د طالب جنګياليو له ليکونه ګڼ شمېر اورپکي په شا کېږي. دوی وايي، طالبان نور له دې بې پايه جګړې ستومانه شوي او بل دا چې د طالب چارواکو تر منځ هم د دوی د وتو په سر اختلافونه را پيدا شوي دي.

د يوه ګرځندوی شرکت کارکوونکی سردار آغا وايي، په روان ژمي کې يې اتو طالب سرګروپانو ته د حج د عمرې ويزې ورکړې دي. دی زياتوي، موږ پوهېږو چې دوی بېرته په لنډ وخت کې نه راګرځي، ځکه چې دغوطالب سرګروپانو په سعودي عربستان کې مزدورۍ کولو نيت لرلو: ((د دغو طالبانو له خبرو داسې معلومې ده، چې ګويا نور له دې بې پايه جګړې ستړي شوي دي. کوم کسان چې موږ واستول، د غزني، وردګو او لوګر ولايتونو اوسېدونکي وو، چې بېرته را ستانه نشول.))

هر کال د ژمي په موسم کې وسله وال طالبان په ځانګړې توګه طالب سرګروپان د پاکستان کوټې ښار ته ور بلل کېدل، خو په روان ژمي کې ورته د کوټې شورا له لوري امر وشو، چې د ۱۳۹۳ کال د ټاکنو د ګډوډولو لپاره به پوره چمتوالی نيسی. دوی د ګوټې شورا له لوري تر فشار لاندې وو او هغه ډول ورته پام ونشو.

ځايي چارواکي وايي، په روان ژمي کې د طالبانو جګړه يوازې د ماينونو تر الوزولو پورې محدوده وه او بس.

په غزني کې يو ازاد خبريال محور ته وويل، ددې تر څنګ چې طالب سرګروپان سعودي عربستان ته ځي، ګڼ شمېر عادي جنګيالي بيا ايران ته د مزدورۍ لپاره وتلي دي.

د سرچينې په خبره دغه طالبان په سيمه کې نشي پاتې کېدای، اړ دي، چې د جګړې له پرېښودلو سره سم خپل کور کلی هم پرېږدي. دی وايي، په تېرو دوو کلونو کې يوازې د غزني په اندړو کې ۱۲ داسې طالبان ترور شوي، چې د طالبانو له ځينو کړنو سره يې مخالفت ښودلی وو: ((د جګړې پرېښودوونکو طالبانو لپاره يو بل لوی سرخوږی سيمه ييز پوليس يا اربکيان دي، چې ځوروي يې.))

شنونکي وايي، په ټوله کې په ولس کې د طالبانو ملاتړ کم شوی او تر څنګ يې طالبان له جګړې ستومانه شوي دي. دوی اوس په دې لټه کې دي، چې له اوږې ټوپک ښکته کړي، خو په خپلو کليو کې ورته اوسېدل بيا ګرانه چاره ده او ژوند يې له جدي ګواښ سره مخ دی.

د روزګان د ولايتي شورا مشر امان الله هوتک وايي، ډېر شمېر طالبانو لويو ښارونو ته هم خپلې کډې ايستلې دي. دی وايي، هغه طالبان چې له جګړې يې ګټه ونه ليده، د طالبانو تر منځ درځونو او بې باوريو شکمن کړل او اوس هڅه کوي عادي ژوند ته ستانه شي: ((ددې ترڅنګ چې طالبان له جګړې تښتي، داسې راپورونه هم شته، چې په پاکستان کې ديني مدرسې نورې تړل شوې، زده کوونکي يې افغانستان ته د جګړې لپاره رالېږل کېږي، څو د تازه دمو اورپکو په ملاتړ د ۱۳۹۳ کال ټاکنې ګډوډې کړي.))

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *