افغان ولسمشر تمه لري، د سیکا کنفرانس په درشل کې افغانستان ته د سیمه ییزې توجه جدي ضرورت په ګوته کړي.

څارونکي وايي، کرزی د سیکا له غړو هېوادونو او مشرانو سره د کتنې په ترڅ کې د لویدیځ د کمېدونکې مرستې بدل غواړي او ښايي ژمنې په زړه پورې وي.

په تېرو شپږو کلونو کې د لویدیځ د پوځي مداخلې د اړتیا کمولو لپاره د سیمه ییزې همکارۍ هڅې پراخه شوې، خو نه یوازې بې نتیجې دي، د لویديځ د حضور ددوام لپاره یې انګېزې هم پیاوړې کړې دي.

افغان ولسمشر تمه لري، چې د اسيا د متقابلو همکاريو او باور جوړولو يا سیکا کنفرانس په درشل کې افغانستان ته د سیمه ییزې توجه جدي ضرورت په ګوته کړي.

افغان ولسمشر حامد کرزی د يوه پلاوي په مشرۍ پرون په څلور ورځني سفر چين ته لاړ چې د سيکا سازمان په غونډه کې ګډون وکړي. دغه غونډه د مې په ۲۱مه د دوو ورځو لپاره جوړيږي او د ۲۰ اسيا يي هېوادونو استازی به پکې رسمي برخه واخلي.

افغان ولسمشر کرزی به د دغه سفر په ترڅ کې د چین له ولسمشر او د سیکا غړو هېوادونو له یو شمېر چارواکو سره هم لیدنې وکړي.

د دوی په باور، چین ته د ښاغلي کرزي سفر له سیاسي او اقتصادي پلوه ډېر مهم دی او نوموړی هېواد کولای شي؛ له افغانستان سره په بېلا بېلو برخوکې د پام وړ مرستې وکړي.

د اقتصاي چارو شنونکی او د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد مسعود وايي، سيکا اعتباري سازمان دی، چې اوس په اسيايي هېوادونو کې د شخړو د اواري، سياسي حالاتو او اقتصادي مرستو په برخه کې رغنده رول لوبوي.

ښاغلی مسعود زياتوي، له افغانستان نه د نړيوال ځواکونوله وتلو وروسته ياد هېواد د نړیوالو مرستو ترڅنګ د چین، ترکيې، هند او روسيې په څېر د سترو اسيايي هېوادونو سیاسي، امنیتي او اقتصادي همکاریو ته هم اړتیا لري، چې راجلب یې کړي.

څارونکي وايي، کرزی د سیکا له غړو هېوادونو او مشرانو سره د کتنې په ترڅ کې د لویدیځ د کمېدونکې مرستې بدل غواړي او ښايي ژمنې په زړه پورې وي.

د سياسي چارو شنونکی فیض محمد ځلاند وايي، له دې سره به افغانستان يوځل بيا موقع پيدا کړي، چې د اسيايي هېوادونو پام ځانته را وګرځوي: ((خو اوس پکار ده، چې ولسمشر او ورسره پلاوی په دې وتوانيږي، چې د سترو اسيايي هېوادونو پام څنګه ځانته راوګرځوي او د غونډې په څنډه کې د سيکا له مهمو استازو سره څه مطرح کړي او څه ډول لابي وګړي. د ده په وينا، که افغان پلاوی خپل پلانونه په ښه ډول تشريح کړي او هغوی وهڅوي، چې له افغانستان سره همکارۍ وکړي، نو له شک پرته به دا غونډه د افغانستان لپاره ښې پايلې ولري.))

د څارونکو په باور، ورو، ورو ددې لپاره کار روان دی، چې رواني جګړه ختمه شي او داسيايي هېوادونو د همغږۍ او په سيمه کې د امن لپاره کار وشي.

شنونکي په دې باور دي، چې افغانستان اوس په ډېر حساس حالت کې قرار لري او فکر هم کېږي، چې د سيکا سازمان د خبرو اصلي او مهم محور به افغانستان و اوسېږي.

په تېرو شپږو کلونو کې د لویدیځ د پوځي مداخلې د اړتیا کمولو لپاره د سیمه ییزې همکارۍ هڅې پراخه شوې، خو نه یوازې بې نتیجې دي، د لویديځ د حضور د دوام لپاره یې انګېزې هم پیاوړې کړې دي.

د سیکا یا د همکارۍ او باور جوړونې د غونډې مشران هر څلور کاله وروسته یو ځل او د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه یې هر دوه کاله وروسته جوړېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *