د ټاکنو څارونکې ادارې او کمپاینران وايي، د شکایتونو کمېسیون کارونه په ولایتي کچه په ځنډ دي او دا ځڼد به لویه ربړه رامنځ ته کړي.

کمپاینران ادعا کوي، چې ستونزې ګڼې دي، خو نه پوهېږي چاته مراجعه وکړي.

((د شکایتونو څېړلو د لومړۍ مرجعې په توګه ولایتي کمېشنران مسلکي کسان ندي، لازم امکانات نه لري، په ولایتونو کې همغږي نشته او ولایتي ادارې د محلي زورواکانو له انحصاره پوره خوندي ندي.))

د شکایتونو کمېسیون په چوکاټ کې د ټاکنیزو تخطیو ارزولو لپاره ۱۰۲ ولایتي کمېشنران ټاکل شوي، خو دوی لا تراوسه ولایاتو ته ندي تللي او د ولایتي دفتري امکاناتو څرک هم نشته.

د کمپایني تخطیو څېړلو کار سر له اوسه ځکه پڅ دی، چې د کاندیدانو د پلویانو ترمنځ په اخ و ډب کې ان مرګ ژوبله هم رامنځته شوه، خو له هېڅ کاندید سره اصولي چلند ونشو.

په ولایتونو کې یو شمېر کمپاینران هم وایي، چې کاندیدان تخطۍ کوي، خو دوی مرجع نه ويني او یا بې صلاحیته ورته ښکاري.

په ټاکنو د څار ادارې یا فیفا ویاند محمد فهیم نعیمي محور ورځپاڼې ته وویل چې؛ په ولایتونو کې ډېری کسان د هویت افشا کېدو له وېرې ټاکنیز شکایتونه نه ثبتوي او د شکایتونو کمېسیون ډېر ضعیف عمل کوي: ((په کابل او ولایاتو کې موږ د کمپایني تخطیو په راټولولو جدي کار کوو، پدې تخطیو کې د کاندیدانو د پلویانو ترمنځ له اخ و ډب نیولې، له دولتي امکاناتو استفاده، په کمپایني مصارفو د څار د منظم میکانېزم نشتوالی او د ټاکنیزو شکایتونو د ولایتي دفترونو نه پرانستل ټول پکې راځي.))

د سلواغې میاشتې پر ۱۳ په رسمي ډول د ولسمشرۍ کاندیدانو ټاکنیز کمپاین پیل شو، خو په ولایاتو کې د ټاکنیزو شکایتونو د دفترونو نشتوالي له وجې هېڅ ټاکنیز شکایت تر اوسه مرکز ته ندی رالېږدول شوی.

شنونکي وایي، دوه میاشتې وړاندې د ولایتي کمېشنرانو ټاکلو به تر ټاکنیز کمپاین وړاندې او وروسته شکایتونو ته رسېدل اسانه کړي وای او کمېشنران به اوس له ستونزو سره مخ نه وای.

د شکایتونو اورېدو کمېسیون له لوري د هر ولایت لپاره ۳ کمېشنران ټاکل شوي، خو د استخدام، کاري تجربې او مسلکي والي په اړه یې اندېښنې شته دي.

خو د شکایتونو اورېدو کمېسیون ویاند نادر محسني بیا دا ادعاوې نه مني او وایي، ولایتي کمېشنران له هېڅ ډول ستونزې سره مخ ندي او د قانون په اساس به خپل کار ته ادامه ورکړي.

د انتخاباتو د قانون په اساس ولایتي کمېشنران لومړنۍ مراجع دي، چې شکایتونه به څېړي او که بیا هم څوک اعتراض لري، نو شکایت به مرکز ته لېږدول کېږي.

ولایتي کمېشنرانو ته په مرکز کې روزنیز ورکشاپونه هم جوړ شوي و، خو د انتخاباتو په قانون کې تعدیلات او د شکایتونو څېړلو جنجالي کار لپاره د مسلکي کسانو ګمارل مهم دي.

حقوقپوه اجمل هوډمن وایي، په دایمي ډول د ولایتي دفترونو د ستونزې هواري لپاره باید شکایتونو کمېسیون د موقتي پر ځای د دایمي حل لارې په لټه کې شي: ((د ټاکنو د برخې قوانین نوي شوي، تعدیلات پکې راغلي او د ولایتي کمېشنرانو لپاره یوازې روزنیز ورکشاپونه ډېر اغېزمن نشي تمامېدلی. د ولایتي کمېشنرانو لپاره اوس تر ټاکنو یوه اونۍ وړاندې او وروسته مهم وختونه دي چې باید جدي پام ورته وکړي او زر تر زره ولایتي دفترونه پرانېزي.))

One thought on “محور ورځپاڼه: له شکایتونو کمېسیون شکایت”
  1. زما نظر دادی چی کله یو کس شکایت کوی نو هغه خو اول مسون نه دی او دهغه شحصیت ته سدمه رسیږی نو زما د مرکزی
    دفتر د شکایاتونو د کمیسون نا دا هلیه ده چی باید د انتخاباتو قانون ته درناوی وکړی او د انتخاباتو قانو پلی کړی ځکه په ولایتونو کی چی کوم کسان که دانتخاباتو په مستقل کمیسون کی کار کوی او که په شکایاتو کی کار کوی نو زیاتره یی د کاندیدانو خپل او خپلوان دی نو باید ددغه کسانو مخنیوی وشی او په هکله یی جدی پلټنی وشی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *