په ازره کې تر نمایشي عملیاتو وروسته طالبان بېرته سیمو ته ستانه شوي او د افغان ځواکونو په هغو وړو کنډکونو بریدونه کوي، چې د ولسوالۍ شاوخوا نهو کلیو کې په محدود ډول پاتې دي.

په کورونو کې د ازرې نظر بند قومي مشران وایي، که دولت له سره بیا ازرې ته پاملرنه ونه کړي، نو له غرونو بیا را شېوه شوي طالبان به خلک په سیمه کې د دولت د ملاتړ په تور له تېغ تېر کړي.

اوس طالبان په سیمه کې په کورونو ګرځي او یو یو قومي مشر خپلو کمېسیونونو ته ور بولي. د طالبانو کمېسیونونو جوماتونو ته د عشر پاڼې لېږلې، د چرسو، زراعتي محصولاتو او حتی جلغوزو په سږني فصل کې خپله برخه سر له اوسه لازمي کوي.

د لوګر په ازره او د ننګرهار په حصارک او بټي کوټ کې تر تبلیغاتي عملیاتو وروسته دولتي ځواکونه له سیمې وتلي او عملیات بشپړ بریالي اعلان شوي، خو تښتېدلي طالبان اوس بېرته سیمو ته راستانه شوي او کلیوال د دولتي ملاتړ په تور تهدیدوي.

د سپین غره هغې او دې غاړې عملیاتو لپاره افغان حکومت له وړاندې ګرم تبلیغات وکړل، طالبان په تاکتیکي ډول له سیمو ووتل، خو اوس بېرته ستانه شوي دي.

د ملي اردو سرتېري سیمو ته ولاړل، وګرځېدل، له خلکو سره یې په کروندو، دوکانونو او جوماتونو کې چای او ډوډۍ وخوړه او دې ته یې د ازرې د تصفیې نوم ورکړ.

کله چې د عملیاتو د پای اعلان وشو، په سبا یې طالبان راکوز شول. اوس په هغو خلکو او ځایونو پسې ګرځي، چې د ملي اردو سرتېرو پکې ناسته پاسته کړې ده، په همدې تور خلک تهدیدوي او قومي مشران پخپلو کورونو کې نظر بند شوي.

د ازرې د حسن خېلو کلي اوسېدونکی محمد ولي وایي، د ولسوالۍ شاوخوا اکبر خېل، بابر، بره چوتره او د کوزې چوترې نیم کلي کې سیمه ییز پولیس، د نظم عامه او ملي اردو یو څو کنډکونه شته، چې یوازې دفاعي رول لري.

د ښاغلي محمد ولي په وینا، منګل دره، تنک، سپاندوکس، سپین جومات، دادي خېل، درکي خېل، حسن خېل، شاهین او خروټو کې اوس هم طالباني واک حاکم دی :((اوس چې فصلونه رسیدلي د طالبانو د کمېسیونونو غړي جومات په جومات ګرځي او د عشر پاڼې یې وېشلې دي. په یوه کوټه چرسو، چې له ۷۰ تر ۸۰ پنډونو کېږي له ۱۵ زرو تر ۳۰ زرو کلدارو عشر اخلي.))

هر ځل تر عملیاتو وروسته تبلیغات ددې باعث کېږي، چې طالبان په تاکتیکي ډول سیمه پرېږدي. د لوګر د ازرې او د ننګرهار د حصارک او بټي کوټ عملیات ددې ادعاوو وروستۍ بېلګې دي.

په ننګرهار کې یو ازاد خبریال د نوم نه ښودو په شرط محور ته وویل، د تبلیغاتو له امله له بټي کوټ څخه په تاکتیکي ډول ټول طالبان ووتل، خو د عملیاتو په پای کې یو څو نیول شوي وسله وال هم د ننګرهار د لوړ رتبه چارواکو کسان ثابت شول :((د ننګرهار نیمه نا امني د لوړ رتبه چارواکو شخصي وسله والو ملېشو جوړه کړې، چې د طالبانو په نوم فعالیتونه کوي. په چپلیار او حصارک کې د باړې د منګل باغ قوماندان کسان فعالیت کوي. د اچین په ده بالا کې د محمد ولي په نوم پاکستانی قوماندان له زرو ملېشو سره د سیمې په یو زورور قوت بدلېږي.))

د نوموړي په وینا، د حصارک نمایشي عملیات ترسره شول، خو لا هم پدې ولسوالۍ کې د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې مرکز نشته، دولتي فعالیتونه په ټپه ولاړ دي او په کليو کې طالبان په دوامداره ګزمې کوي.

د لوګر د ازرې ولسوالۍ خلک او دولتي چارواکي نیم اکمالات د ننګرهار له حصارک څخه کوي، چې ګډه سرحدي پوله لري، خو د طالبانو د فعالیتونو له وجې اوس هم په ازره کې د خوراکي توکو قیمتونه د نورو سیمو په پرتله څو چنده دي.

د لوګر د والي ویاند دین محمد دروېش محور ته وویل، دا چې د ازرې ولسوالۍ له پاکستان سره ۶۰ کیلو متره سرحدي پوله لري، نو له همدې وجې د طالبانو د را اوښتو مخه نیول مشکل دي :((په ازره کې مو نظامي تشکیلات زیات کړي، سیمه ییز پولیس د پخوا په پرتله پدې ولسوالۍ کې زیات فعال دي او په عموم کې د تېرو پېنځه میاشتو په پرتله امنیت ښه شوی دی.))

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *