د هېواد په ختیځ، شمال او جنوب کې محلي خبریالانو له خلکو سره د مرکو په ترڅ کې بربنډه کړې، چې اکثریت وکیلان د پنځه څلویښت ورځنیو رخصتیو پر مهال حتی یو ځل خپل ولایت ته ندي تللي او له خپلو مؤکلینو سره یې ندي لیدلي.

معلومات په ډاګه کوي، چې د ژمنیو رخصتیو پر مهال اکثریت وکیلان یا بهر ته تللي و او ځینې یې بیا په کابل کې پخپلو شخصي کاروبارونو بوخت وو. د افغانستان ددې دورې د ولسي جرګې اکثریت غړي د ساختماني، لوجستیک او تجارتي کمپنیو مالکان دي.

سرچینې د ژمنیو رخصتیو له پای ته رسېدو سره سم د نوماند وزیرانو په وړاندې د وکیلانو د لس کسیزو او شل کسیزو ګروپونو جوړېدو خبر ورکوي. دوی د وزیرانو له استازو سره د رایو پرسر په معاملو بحثونه کوي.

افغانستان په امنیتي او اقتصادي لحاظ سخت ژمی تېروي، خو وکیلانو پخپلو سیمو کې د حالاتو د ارزیابۍ پر ځای رخصتي په بهر یا کابل کې تېره کړه.

پداسې حال کې چې په پسرلي کې د سختو جګړو اټکل کېږي او حکومت یې هم پر وړاندې په جدي تیاریو بوخت دی وکیلان د خپلو سیمو د خلکو له حاله ندي خبر.

تر ټولو ښه امنیتي ارزیابي هله کېدلای شوای، چې وکیلان خپلو سیمو ته تللي وای او حالات یې له نږدې لیدلي وای، خو د دوی اکثریت یې په دوبۍ او نورو بهرنیو هېوادونو کې چکر واهه.

شنونکي وایي، وکیلانو باید له سیمو لیدنه کړې وای، معلومات یې حکومت ته راوړي وای، خو اوس به د حکومت ټول پلانونه او تصمیمونه د پارلمان د نه همکارۍ له وجې اټکلي وي.

محلي خبریالانو له خلکو سره د مرکو په ترڅ کې معلومه کړې، چې د وکیلانو ټوله رابطه له ولس سره قطع شوې او مؤکلین یې ادعا کوي، چې له نوم څخه یې شخصي استفاده کېږي.

په کونړ کې ازاد خبریال عمران واک محور ته وویل، د ژمنیو رخصتیو پرمهال یو وکیل هم کونړ ته ندی راغلی، له خلکو سره زموږ د مرکو پر مهال معلومه شوې چې مؤکلین له وکیلانو ناراضه دي: ((د کونړ وکیلان په شخصي کاروبارونو بوخت دي. د کورنیو چارو وزیر د سفر په ورځ ټول را پیدا شول، خو تر غونډې وروسته بیا په سترګو هم ونه لیدل شول.))

په بغلان کې ازاد خبریال شیر محمد جهیش محور ته وویل، یو وکیل هم د ژمنیو رخصتیو پر مهال د خپلو مؤکلینو پوښتنې ته رانغی. یو شمېر یې بهر ته تللي وو او پاتې یې په شخصي کاروبار بوخت ول: ((د استیناف څارنوالۍ رییس دین محمد قریشي همدا نن په یو وکیل تور پورې کړ، چې د یو مجرم د خلاصون لپاره پرې فشار راوړي. یو شمېر یې ددې ولایت په نا امنیو کې مستقیم لاس لري او دولتي چارواکي یې په غیر قانوني کړنو تورنوي.))

په کندهار کې ازاد خبریال صدیق الله افغان بیا وایي، د رخصتۍ پر مهال د کندهار د یوولسو وکیلانو له ډلې یې څلور کندهار ته راغلل، خو یوازې یې له والي او د ولایتي شورا له غړو سره ولیدل: ((مؤکلینو له ما سره په مرکو کې ویلي، وکیلان مو نه ټلیفون ته ځواب وایي او نه یې له موږ سره د ستونزو په اړه کومه ناسته کړې. دوی زموږ له نوم څخه شخصي استفاده کوي.))

قانونپوه معرفت الماس وایي، په قانوني لحاظ د وکیلانو دا کار د دندې له اصولو سرغړونه ده، خو دا چې دوی ته مشخصه قانوني سزا نده ټاکل شوې، نو وکیلان چې څه غواړي هغه کوي: ((دا د وکیلانو ملي، اخلاقي او مدني مسوولیت دی، چې د ولس او حکومت ترمنځ پُل ټینګ وساتي. د دوی رخصتي د کار یوه برخه ده، چې له خپلو مؤکلینو سره وګوري. د هېوادوالو امنیتي، اقتصادي او معیشتي ستونزې تر دولت پورې ورسوي، اما دوی په ژمنیو رخصتیو کې دا کار ونکړ.))

د سیاسي چارو شنونکی محمد بشیر هاتف وایي، له خپلو شخصي کاروبارونو راګرځېدلي وکیلان په پاتې کاري دوره کې هم د ولس لپاره څه نشي کولای، ځکه د دوی له بنسټیزو ستونزو خبر نه لري: ((ددې ستونزو د حل لپاره باید په راتلونکو ټاکنو کې ولس د استازو په انتخاب کې دقیق واوسي. اوسنی پارلمان ناروغ پارلمان دی، د ملت استازیتوب نشي کولای.))

2 thoughts on “محور ورځپاڼه: له هانيمون راستانه شوي وکیلان د شنبې په ورځ د پارلمان دروازه پرانېزي”
  1. د ا و کیلان خو همدوی درولی او په رایو یی کامیاب کړی ، د ا کثرو یی دا دوهم ځل هم دی ، له همداسی بی فکره خلکو همداسی بی پروا کیلان کامیابیږی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *