افغان پوځ وايي، که د ماینونو شنډولو ۴۱ اړین وسایل ترلاسه نکړي، د دوی ځمکني ځواکونه به سخت تلفات و ويني. دا خبره له هغه وروسته راپورته شوې، چې طالبانو د ځمکنیو ماینونو په وسیله د افغان ځواکونو او ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه ورلوړه کړې ده.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، د انجينرۍ له ۶۴ وسايلو نه يې تر اوسه ځواکونه په ۲۳ وسايلو او تجهيزاتو سمبال شوي او ياد پوځ ۲۴۰ انجينري ټيمونه لري، چې د ماينونو د کشف او خنثی په برخه کې فعاليت کوي.

د افغان ځواکونو مرګ ژوبله ۸۵ سلنه د سړک غاړې ماينونو او ځانمرګو بريدونو له امله ده او دوی په دې هڅه کې دي، چې د مخنيوي لپاره يې ځواکونه په ټولو مجهزو وسايلو سمبال کړي.

طالب اورپکو پدې وروستيو کې د غزني ولايت په ګيرو او د هلمند ولايت په يو شمېر سيمو کې ماين جوړولو پراخه هڅې پيل کړې دي. د غزني ولايت په ګيرو ولسوالۍ کې پاکستاني روزونکو له لوري وسله والو طالبانو ته د ماين جوړولو او خښولو روزنه ورکول کېږي، چې د دغه څه ډېری قربانيان پر ملکي وګړو پسې پلي افغان ځواکونه دي.

افغان پوځ وايي، که د ماینونو شنډولو ۴۱ نور اړین وسایل ترلاسه نکړي، د دوی ځمکني ځواکونه به سخت تلفات وويني. دوی وايي، هڅې يې روانې کړې، چې د نړيوالې ټولنې په همکارۍ دغه ضروري وسايل او تجهيزات تر لاسه کړي: ((افغان پوځيان د جګړې په لومړۍ کرښه کې جنګېږي او دا په دې وجه چې طالب اورپکو د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی او ډېری له سړک غاړې ماينونو کار اخلي.))

د ملي دفاع وزارت مرستيال وياند جنرال دولت وزيري محور ته وويل، له ۶۴ انجينري وسايلو يې تر اوسه ۲۳ ډوله تر لاسه کړي دي، چې تر ډېره پرمختللي هغه دي.

ده زياته کړه، د ملي پوځ مرګ ژوبله ۸۵ سلنه له سړګ غاړې ماينونو او ځانمرګو بريدونو ده، چې د پخوا په پرتله يې دغه ګراف اوس راټيټ کړی دی.

په ۱۳۹۲ کال کې د ملي دفاع وزارت د راپور له مخې په ټوله کې د پوځيانو د مرګ ژوبلې کچه په ورځنۍ توګه له دريو تر څلور پورې ښودل شوې وه.

د ملي دفاع وارت چارواکي وايي، ياد ۲۳ ډوله توکي هم د بهرنيو مرستندويانو له لوري په ځانګړې توګه د امريکا له لوري ورکړل شوي، چې د پاتې نورو د ترلاسه کولو په برخه کې يې له ډېره وخته هڅې روانې دي. دوی وايي، د تجهیز او اکمالاتو له پلوه موږ تر هغه بریده نه یو رسېدلي، چې د ماینونو په شنډولو کې د بهرنیانو ځای ډک کړو، خو د ماين د شنډولو او کشف په برخه کې ستونزې ورځ تر بلې را کمېږي.

ملي دفاع وزارت وايي، اوس مهال افغان امنیتي ځواکونه د هېواد نېږدې ۹۷سلنه امنیت په لاس کې لري او د عملياتو رهبري کوي، نو ځکه یې تېر کال تلفات زیات وو.

دوی وايي، په لومړي بُن کنفرانس کې د ۷۰ زره پوځ د رامنځته کولو پر مهال د انجينري ټيمونو په اړه څه نه و، ويل شوي: ((په ۲۰۰۹ کال کې د دغې برخې د رامنځته کولو او غښتلتيا لپاره ګامونه اوچت شول، اوسمهال په مزارشريف کې د انجينرۍ یو ښوونځی لرو، چې د ټول پوځ لپاره د انجينرۍ ډلې روزي. پر دې سربېره په ټولو لېواګانو کې انجينري ټيمونه شته، چې ۲۴۰ يې د ماين د شنډولو او کشف په برخه کې فعاليت کوي.))

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *