په ټاکنو د څار بنسټونه وايي، په ولسمشريزو ټاکنو کې د زورواکو او حکومتي چارواکو مداخلو خلک له دې پروسې مايوسه کړي دي.
په ولايتونو کې د ټاکنيزو مبارزو نه پيلولو په اړه ويل کېږي، چې د نوماندانو ډېر تمركز په ايتلافونو او مركزي معامله دی.
دوی فکر کوي، چې د رایو بانکونه له خلكو سره نه، بلکې له جنگسالارانو، ولسمشر كرزي او يا هم امريكا سره دي او په ټاکنو کې د دوی ملاتړ له معاملو پرته نشي ترلاسه کېدلای.
د ولسمش��يزو ټاکنو د نوماندانو د کمپاينونو او ټاکنيزو مبارزو يوه مياشت پوره کېږي، خو لاهم ماندانو خپل کمپاينونه ولايتونو ته ندي غځولي او تر یو څو لويو ښارونو پورې يې محدود کړي دي.
په ټاکنو د څار بنسټونه ادعا کوي، چې د نوماندانو ډېر تمركز په ايتلافونو او مركزي معامله دی. د دوی په وينا نوماندان فکر کوي، چې رايه له خلكو سره نه، بلکې له كابل مېشتو جنگسالارانو، زورواکو، ولسمشر كرزي او يا هم د امريكا په ملاتړ ترلاسه کېدای شي.
دو وايي، همدا لامل دی چې ګڼ شمېر نوماندان په ولايتونو حساب نكوي او ټاکنیز کمپاینونه یې په ولایتونو کې په صفر حساب دي.
د ټاکنو د دارالنشاء پخوانی مشر او د ډيموکراسۍ د څار ادارې رييس ذکريا بارکزی وايي، د ولسمشرۍ نوماندانو په جنګسالارانو او هغو تکيه کړې، چې قومي ټېکه داران دي. ښاغلی بارکزی زياتوي، په يوولسو نوماندانو کې ډېری داسې دي، چې يوازې د ځانونو د مطرح کولو او د يوې څوکۍ تر لاسه کولو لپاره د معاملې په خاطر درېدلي دي: ((ایتلافونه معمولي خبره ده، خو بايد چې د ادارو او وزارتونو د وېش په خاطر تر سره نشي. اوسني نوماندان په قومي محور راڅرخي، نو له دې امله هم کانديدانو خپلو کمپاينونو ته ساحې مشخصې کړې دي.))
ښاغلی بارکزی وايي، په يوولسو نوماندانو کې ايله پېنځو يې خپل پروګرامونه په ډاګه کړي او ريښتينې مبارزه کوي، خو د هغوی طرحې هم وضاحت نلري او يو بل ته ورته دي.
په ټاکنو د څار بنسټونه وايي، په ولسمشريزو ټاکنو کې د زورواکو او حکومتي چارواکو مداخلو خلک د تېرو ټاكنو په پرتله په دې وروستيو کې تر يوه بريده مايوسه کړي دي. د دوی په خبره، د خلك لېوالتيا، ځکه کمه شوې چې د نوماندانو طرحې هم ستونزې لري.
په ټاکنو د څار بنسټ (فيفا) وياند فهيم نعيمي وايي، په ولايتونو کې د زورواکو او حکومتي چارواکو مداخلو او لاسوهنو خلک ستړي کړي دي: ((په ولايتونو کې محلي قومندانان تر ټولو ډېره مداخله کوي او همدا ډول ولايتي چارواکي په ځانګړې توګه واليان د مشخصو کانديدانو په کمپايني غونډو کې ګډون کوي او ان ويناوې کوي، چې له دې څه نه بايد ډډه وشي.))
په ټاکنو د څار بنسټونه وايي، لامل دادی چې؛ کانديدانو خپلې ټاکنيزې مبارزې تر لويو ښارونو او مرکز پورې رامحدودې کړې او دوی فکر کوي، چې د نفوسو ګڼوالی په لویو ښارونو کې دی.
د فيفا وياند ښاغلی نعيمي وايي، تېرې څو ورځې يو شمېر کانديدان په خپلو کې په ايتلافونو بوخت وو، چې کېدای شي، دې چارې به يې هم کارونه ځنډولي وي.
دوی په افغان حکومت او چارواکو غږ کوي، چې په ټاکنو کې له لاسوهنې ډډه وکړي او که چېرې له کانديدانو سره غونډې او مجلسونه کوي، نو پکار ده چې له ټولو کانديدانو سره وګوري.
يو شمېر نوماندان بيا وايي، چې نا امنۍ يې د کارونو پر وړاندې خنډونه جوړوي، خو زياتوي، هڅې کوي چې خپل کمپايني مبارزې کړندۍ کړي.
ولسمشريزو ټاکنو ته د نوماند ډاکتر اشرف غني احمدزي د ټاکنيز کمپاين وياند ډاکتر فيض محمد ځلاند وايي، د کمپايني مبارزو پر وړاندې ستونزې شته، خو د دوی کمپاينونه ورځ تر بلې پراخه کېږي. دی وايي، په ګڼ شمېر ولايتونو کې يې غونډې جوړې کړې دي: ((د فعالو سياسي ګوندي مبارزو نشتوالی او د ټاکنو په اړه د عامه پوهاوي نه موجوديت ددې لامل شوی، چې ډېری نوماندان خپلې مبارزې تر ښارونو پورې محدودوي.))
د نوماندانو په باور، کېدای شي ځينې وخت ګټورو ايتلافونو ته هم زړه ښه کړي، خو په باور يې تر ټولو مهمه دا ده، چې د خلکو په رايه حساب وشي.
د ډاکتر زلمي رسول د کمپاين وياند جاويد فيصل وايي، دا مهال يې په ټولو ولايتونو کې کمپاينونه پيل کړي دي او پر وړاندې مو هېڅ ستونزه نشته. دی زياتوي، چې تر هر څه زیات حساب یې د خلکو په رایو دی.