د ولسي جرګې غړي وايي، افغان حکومت د ۲۵ کلونو لپاره کيور خصوصي رغتون ته ۳۵ جریبه ځمکه وړيا ورکړې او تر څنګ يې د دې روغتون لپاره راوړل کېدونکي درمل او نور څه له ماليې معاف کړي دي.

په کابل کې د کيور خصوصي روغتون ته د دولت له لوري د افغانستان د دولتي روغتونونو په پرتله لس برابره لوړ امتيازات ورکول کېږي، خو دغه روغتون هغه ډول خدمات نه وړاندې کوي، چې ژمنه يې کړې ده.

کيور روغتون ژمنه کړې وه، چې په افغانستان کې به د بې وزله کسانو وړيا درملنه کوي او يا به تر ۲۵ سلنې پورې لګښت ترې اخلي، خو اوس دغه روغتون له هېڅ افغان سره دغه ډول مرسته نه کوي، بلکې له ناروغانو د افغانستان او سيمې په کچه لوړ فيس اخلي.

د ولسي جرګې غړي ادعا کوي، چې په افغانستان کې روغتيايي برخې ته د کورنۍ مافيا ترڅنګ بهرنۍ مافيا هم لار پيدا کړې او د عامې روغتيا وزارت له لوري، له ځينو خصوصي روغتونونو سره داسې قراردادونه شوي، چې نه د افغان حکومت او نه هم د ولس په ګټه دي.

په دغو رغتونونو کې يو هم په کابل کې د کيور خصوصي روغتون دی، چې د افغان حکومت له لوري ورته لوړ امتيازات ورکول کېږي.

د ولسي جرګې د صحت کميسيون مرستيال ډاکترمجیب الرحمن څمكنی وايي، افغان حکومت د ۲۵ کلونو لپاره کيور خصوصي رغتون ته ۳۵ جرېبه ځمکه وړيا ورکړې او تر څنګ يې د دې روغتون لپاره راوړل کېدونکي درمل او نور څه له ماليې معاف کړي دي.

ښاغلي څمکني زياته کړه، دغه قرارداد د پوښتنې وړ دی. دی زياتوي، په دې اړه يې د عامې روغتيا پخوانۍ وزيره او د روغتون چارواکي وربللي، خو د قناعت وړ ځوابونه يې نه دي ترې تر لاسه کړي.

ګڼ ناروغان هم سرټکوي، چې کيور روغتون ته يې څوځله مراجعه کړې، خو د دې پرځای چې درملنه يې وشي، پيسې يې لوټل شوې او دوی يې بيا دولتي روغتونونو ته استولي دي.

د اجمل په نوم يو کس چې څو ځله يې ناروغان دغه روغتون ته بېولي وايي، کيور يو له هغو روغتونو نو دی، چې تر ټولو ډېره بې انصافي پکې روانه ده: (( کله چې يو څوک يوه ډاکتر ته د سهار له لوري مراجعه وکړي، نو ۵۰۰ افغانۍ فيس به ورکوي، خو کله چې همدا کس بيا د ماسپښين له دوو بجو وروسته همدې ډاکتر ته ورځي،۷۰۰ افغانۍ فيس به ورکوي، چې دوی په دې د پرايوېټ نوم اېښی دی.))

د ولسي جرګې د تېرې دورې د صحت کميسيو مشر ډاکتر نعمت الله وايي، په هغه دوره کې يې هم په دې اړه څو ځله چارواکي وربللي، ځکه چې دغه موضوع يو ډول ګونګه بريښېده او فکر کېږي، چې په دې قرارداد کې د وخت چارواکو معامله کړې ده.

دی وايي، تر اخره يې په دې اړه د قناعت وړ ځواب نه دی تر لاسه کړی او نه هم دغه روغتون هغه ډول خدمات وړاندې کړي دي، چې ژمنه يې کړې ده.

کيور روغتون ژمنه کړې، چې په افغانستان کې به د بې وزله کسانو وړيا درملنه کوي او يا به تر ۲۵ سلنې پورې لګښت ترې اخلي، خو اوس دغه روغتون له هېڅ افغان سره دغه ډول مرسته نه کوي، بلکې له ناروغانو د افغانستان او سيمې په کچه لوړ فيس اخلي.

ډاکتر شمس الله قمر وايي، که دغه ډول امتيازات دولتي روغتونونو ته ورکړل شوي وای، ان د هغو ناروغانو ستونزه به هم اواره شوې وای، چې بهر ته د درملنې لپاره ځي.

دی وايي، ډېری وخت داسې ناروغان راغلي، چې يوځل په دې ډول خصوصي روغتونونو کې لوټل شوي وي.

د کيور روغتون طبي معاون ډاکتر يوسف خان وايي، څه ډول يې چې له افغان حکومت سره قرارداد کړی، په همغه ډول پر مخ ځي.

دی زیاتوي، کيور دوه برخې لري، روغتون او کلينيک چې په کلينيک کې له ناروغانو ۶۰ تر ۹۰ افغانيو پورې فيس اخلي، خو په روغتون کې بيا ۱۵۰ افغانۍ فيس اخلي: (( په منځنۍ کچه هره مياشت تر ۴۰۰۰ پورې ناروغان کتل کېږي، چې په دې ډله کې لس سلنه يې بيا شتمن دي او دا په پرايوېټ ډول کتل کېږي، چې له دوی نه فيس لوړ اخستل کېږي. روغتيايي خدمات د ټولو لپاره يوډول دي، خو نور خدمات بيا توپير کوي.))

دغه روغتون له لسو کلونو را پدېخوا په کابل کې فعاليت کوي. کيور انټرنېشنل موسسه ده، چې د نړۍ په ۱۷ هېوادونو کې فعاليت کوي او اصلي مرکز يې په امريکا کې دی.

د عامې روغتيا وزارت چارواکو په دې اړه له څه ويلو ډه ډه وکړه.

One thought on “محور ورځپاڼه: له کیور روغتون سره د افغان حکومت د قرارداد کیسه”
  1. i am also a witness their low quality services, once i visited there at evening time they didnt have ultrasound the nurses told us that you have to wait till morning the doctors come back. It is requested to reevaluate the contract.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *