په انتخاباتو ناظر سیاسي کتونکي ګڼي چې امریکا او نړیواله ټولنه د ټاکنو ترشا کومې معاملې ته لاره جوړوي او دا پر احتماليګټونکياشرف غنياحمدزي د هغو فشارونو یو ډول دی،چې د ائتلافيجوړښت لپاره یې تردې مهاله ورته تن کېنښود.
د ټاکنو د شفافیت په تړاو پرټاکنیز بهیر د اروپايي ناظرینو، د امریکا د ځانګړي استازي او د ملګرو ملتونو د ځنیو چارواکو د دريځ ناڅاپي بدلون ته د یوې داسې سناریو په سترګه کتل کېږي، چې افغانستان به د بحران له ویرې بحران ته ټېل وهي.
د شنونکو په باور امریکا او ملاتړيیې هڅه کوي، داسې یو کمزوری حکومت رامنځ ته شي، چې د مشروعیت له اړخه د نړیوالې ټولنې لاسکتوی وي.
که دبهرنیانو مداخله دومره ډیره شي او ددوی نظریات او دريځ دومره معتبر شي، چې پروسه پخپله خوښه لکه اوس څرخوي، نو ټاکنیز کمېسیونونه په لوی لاس حاشیې ته ټيل وهل کېږي، پدې سره نه یوازې پروسه خپل افغاني او قانوني حیثیت بایلي، بلکې د خلکو د رایو پرېکړه هم خپل اهمیت له لاسه ورکوي. ددې ترڅنګ هربل افغان ټاکنې او کمېسیونونه به یوازې د کلماتو رابطه ولري.
د ټاکنو څارونکو، د اروپايي ټولنې د ناظرینو، امریکايي ځانګړو استازو او ځینو نورو اړخونو په ناڅاپي ډول نظر بدلېدل له وړاندې يوه جوړه شوې سناريو بلل کېږي او وروستۍ څرګندونې یې له پخوانی�� هغو سره په ټکر کې دي، چې ویل یې دویم دور ټاکنې په پوره معنی بریالۍ ترسره شوې دي.
د ټاکنو څارونکي او شنونکي وايي، لوديځ په افغانستان کې په تېره يوه لسيزه کې قوي او د خپلې ارادې حکومت نه دی غوښتی او اوس يې هم نه غواړي.
د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز مشر عبدالغفور لېوال وايي، په افغانستان کې قوي حکومت لوديځوال په خپل زيان ويني، نو ځکه يې پر وړاندې خنډ جوړوي.
ښاغلی لېوال زياتوي، له لومړي سره داسې هڅې روانې وې، چې نړيواله ټولنه او کورني نامرئي کړۍ داسې حالت رامنځته کړي، چې د ټاکنو مشروعيت زيانمن کړي: ((يو شمېر کړۍ شته، چې حکومت يې انحصار کړی، ان په شمال کې يې يوه بله واکمني جوړه کړې، چې داسې فکر کېږي، شايد نړيواله ټولنه هم ورسره شريکه وي، نو دوی به څنګه د واک له لاسه وتلو ته غاړه کېږدي.))
ښاغلی لېوال وايي، نړيواله ټولنه په دې هڅه کې ده، چې د ۲۰۰۹ کال د ولسمشرۍ ټاکنو په څېر لوبه وکړي او راتلونکی ولسمشر هم دداسې یو حکومت مشر کړي، چې د مشروعیت له اړخه د نړیوالې ټولنې لاسکتوی وي.
شنونکي وايي، لوديځوال په افغانستان کې يو کنترول شوی بحران غواړي، چې په مټ يې دوی خپل اهداف ښه پلي کړي او يو کمزوری حکومت پر افغان ولس وتپي.
کمزوی حکومت هله رامنځته کېږي، چې د ائتلاف له مخې پکې متضاد او نا مسلکي کسان راټول او واک د سهميو پر بنسټ ووېشل شي، نو له همدې امله په برياليو نوماندانو د لویديځ له لوري فشارونه دي او په ټاکنيزه پروسه د خلکو شکونه پيدا کوي، چې بريالی کانديد د دوی غوښتنې ومني. څومره چې د ټاکنو په بهير نيوکې زياتيږي، په همغه اندازه په بريالي نوماند فشارونه زياتېږي.
شنونکي وايي، اصلاًله غنيغوښتل کېدل، چې له ټلوالې سره یو مشترک حکومت جوړ کړي، خو نوموړيويلي، چې یو وار به یې قاطع بری اعلانېږي، چې حکومت یې د مشروعیت له ستونزې سره مخ نشي، بیا به د مشارکت په اړه اقدام کوي، خو مشارکت به سهاميشرکت نه وي.
کارپوهان وايي، په لومړيو وختونو کې که ارپايي ټولنې او امريکا د افغانستان د ټاکنو په تړاو ويلي وای، چې له درغليو ډکې ټاکنې تر سره شوې، نو ددې امکان و، چې حالت يو څه خراب شوی وای او د دوی له کنټرول وتلی وای، اوس چې حالت د دوی په کنټرول کې دی، نو بې نظمي رامنځته کوي او ذهنونه مغشوشوي.
د رڼو ټاکنو د څار بنسټ فيفا وياند فهيم نعيمي وايي، ټاکنې له حقوقي او تخنیکي چوکاټه په وتلواو یوې سیاسي هغه ته ور ټېل وهل شوې دي. دی زياتوي،پکار ده، چې په دې برخه کې يوازې ټاکنيز کمېسيونونه خپلې دندې په ښه ډول تر سره کړي او نړيوال يوازې د باور د رامنځته کولو لپاره څار وکړي او نور بايد په هېڅ صورت سره د مداخلې حق ونلري.
ښاغلی نعيمي وايي، پکار داده، چې پاکې او ناپاکې رايې سره جلا شي او باورونه په دغه پروسه زيانمن نشي.
شنونکي وايي، داسې ښکاري، چې بهرنیو استخباراتي ډلو دخپلو طرحه کړو پلانونو له مخې ددې هېواد دبرخلیک معلومولو ته په ښکاره بډې وهلې دي.
Ashraf Ghani please don’t be under presser we all with you.