د څرخي پله زندان د زون په خاص بلاک کې لسګونه بنديان د نشه یي توکو د قاچاق او انسان تښتونې معاملې له زندان څخه د ننه تنظيموي.

په بلاک کې د پرتو ۱۵۰۰ زندانيانو له منځه اکثره یې د نشه یي توکو د کاروبار او سړي تښتونو په تور نیول شوي دي، خو اوس ډېری زندانيان ادعا کوي، چې له زندان څخه د باندې د جرمونو بانډونه د زندانيانو په اشاره معاملې کوي. د دغو زندانيانو ۹۰ سلنه يې ټليفون ته لاسرسی لري او اکثره له دې لارې له زندانه بهر خپلې مافيايي او جنايي ډلې رهبري کوي.

د بشري حقونو د څار ځينو ډلو د زندان په ساتونکو تورلګولی، چې له زنداني مافيا سره لاس لري او له هغه بلاک څخه یې د تورکاروبار د سرکښانو اډه جوړه کړې ده.

اوس په څرخي پله زندان کې د بنديانو لپاره تر ډېره د ژوند کولو لومړني امکانات برابر دي او د زندان په هره خونه کې د زندانيانو شمېر د هغه خونې په پراخوالي او ګنجايش پورې اړه لري. په زندان کې ډېری کسان داسې احساس کوي، لکه په خپل کور کې چې وي. دوی ارام او هوسا وخت تېروي او ان له هغه ځايه خپلو کارونو ته لاس رسی کوي. د څرخي پله زندان کې تر ۷۰۰۰ ډېر مجرمين ساتل کېږي او دوی په مختلفو قضيو کې ښکېل ګڼل شوي دي.

يوه افغان خبريال د زون بلاک ته د خپل يوه ملګري د ليدو په پلمه د خپل رپوټ د چمتو کولو لپاره ځان رسولی دی. خبريال د نوم نه اخيستلو په شرط محور ته په خپل استولي رپوت کې ادعا کړې، چې په ټليفون له بنديز سره سره  دڅرخي په ۹۰ سلنه زندانيان يې ليدلي چې له مشترکو غوږيو یې استفاده کوله او زياترو يې له زندانه بهر خپل بانډونه مخفي فعاليتونو ته هڅول.

راپور کاږي، چې په زون بلاک کې د مافيا داسې کسان هم پراته دي، چې له زندان څخه د شاهانه مکان استفاده کوي او ټول سهولتونه ورته برابر دي. خبريال داسې نښې هم موندلې چې دا ټول امکانات د زندان د ساتونکو له همکارۍ پرته نشي برابرېدای.

خبريال په خپل راپور کې د زندانيانو پټو شکايتونو ته اشاره کړې: (( ددوو بانډونو مشران دلته بنديان دي، دوی سړي تښتوونکي دي، د وسلو کاروباريان دي، د نشي توکو قاچاق او معاملې کوي، دلته سره کيني، قيمت معلوم کړي- جوړجاړی وکړي او خپلو بانډونو ته له زندان څخه په تليفون هدايت وکړي، چې کوم کار، په کوم ډول، څه مهال او چېرته ترسره کړي.)) ځينو زندانيانو ادعا کړې، چې د زندان په چاپيريال کې تصور نشي کيدای چې د نشي توکو یا سړي تښتونې په اړه خبرې اترې او معاملې کوم جرم دی.

د روان کال په مې مياشت کې د ولسي جرګې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې کمېسيون له ولسمشر حامد کرزي سره د ليدنې پر مهال ويلي وو، چې د څرخي پله له هرو لسو زندانيانو څخه يو يې په نشه يي توکو روږدى دى، ددوی په خبره په زندان کې شاوخوا ٦٣٦ معتادين دي او ډېری يې هورې په زندان کې روږدي شوي دي.

په نشه يي توکو روږدي کسان، هر ډول نشه یي توکي، دننه په محبس کې په اسانی سره ترلاسه کولای شي.
د شکور په نوم يوه زنداني د ټليفون په کرښه محور ته وويل، محبس له نشه يي توکو او ټليفونونو ډک دی، ځينې زندانيانو وسلې او جارحه وسايل خپلو کوټو ته راوړي. دی وايي، تر ډېره په دغه څه کې د زندان مسوولين لاس لري او له زندانيانو سره د پيسو په بدل کې مرسته کوي.

د افغانستان د بشري حقونو د سازمان مشر لعل ګل لعل دا وضعيت د هېواد په ټولو لويو زندانونو لکه: هرات، کندهار، بلخ او ننګرهار حاکم ګڼي.

دی وايي، په زندان کې د مافيا داسې کسان پراته دي، چې له هغه ځايه خپل ټول کارونه کنټرولوي او ان ډېری خو يې د خپل کار د پرمخ بېولو لپاره د پلان په اساس زندان ته ننوتلي دي:((په ګڼو معاملو کې د زندان ساتونکي لاس لري، د ډېری زندانيانو ملاتړ کيږي، د فساد لپاره پراخه زمينه برابره ده.))

د شنونکو په باور تر هغه چې په زندانونو د څار لپاره يوه باصلاحيته نظارتي ډله ونه ګومارل شي، د پايوازانو د چک او کنټرول لپاره پرمختللي وسايل ونه لګول شي او د زندانونو لپاره ځانګړي پوليس ونه روزل شي، د فساد د مخنوي لپاره ګامونه اوچت نشي، ناشونې به وي، چې زندانونه دې خوندي شي.

د افغانستان د محابسو عمومي رياست مسوولين هم مني، چې نشه يي توکي او ټليقونونه محبس ته لېږدول کيږي.

د زندانونو د رياست د دفتر مشر جنرال رضواني محور ته وويل، له قانوني اړخه دا څه په زندان کې بند دي، خو ډېری وخت د تلاشيو پرمهال جوته شوې، چې له يوشمېر زندانيانو سره ټليفونونه وي. دی وايي کله چې له زنداني سره ټليفون وي، نو له زندان بهر پرې هرومرو خپلې اړيکي جوړوي: (( هڅې دا دي، چې مخه يې ونيول شي او زنداني ټليفون ته لاس رسی پيدا نه کړي.))

One thought on “محور ورځپاڼه: مافيايي بانډونه له پلچرخي زندانه رهبري کيږي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *