د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، په روان کال کې په ۲۲۵ زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي، چې د تېر کال په پرتله نهه سلنه زياتوالی ښيي.
هلمندي کروندګر وايي، محلي چارواکو د يو جرېب کوکنارو پر کښت شوې ځمکه ورڅخه ۵۰۰۰ کلدارې ټولې کړې، چې تر ټولو ډېرې پيسې د هلمند ولایت له ګرمسېر ولسوالۍ څخه په لاسه ورغلې دي.
سږ کال يومن خام تارياک تر ۱۲۰ زرو پاکستانيو کلدارو پورې پلورل شوي دي. د راپورونو له مخې، د ځينو محلي چارواکو معاملې لامل شوې، چې د تارياکو حاصلات تر ۶۵۰۰ مټريک ټنه پورې ورسوي.
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت چارواکي وايي، روان کال د افغانستان په ډېری ولايتونو کې د کوکنارو په کښت کې له اتو تر نهو سلنو پورې زياتوالی راغلی وو او ان په يوشمېر جنوبي ولايتونو کې خو دوه فصله کرل شوي دي.
د هلمند د شمالي ولسواليو کروندګر وايي، محلي چارواکو د يو جرېب کوکنارو پر کښت شوې ځمکه ورڅخه ۵۰۰۰ کلدارې ټولې کړې، چې تر ټولو ډېرې پيسې له ګرمسېر ولسوالۍ څخه په لاسه ورغلې دي.
يو ځايي خبريال چې په ۱۳۹۳ کال کې د تارياکو د توليد په تړاو تحقيق کوي، د نوم نه خپرولو په شرط محور ته وويل، په يوشمېر ولسواليو کې خو ان چارواکو له کروند ګرو د ټولو شويو پيسو پر ونډو سره لانجې کړې دي: (( تر لاسه کړي معلومات مې دا دي، چې د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې محلي چارواکو له دې درکه ۱۰۰۰ لکه کلدارې ټولې کړې دي. په خانشين ولسوالۍ کې بيا ۳۰۰ لکه کلدارې له دې درکه يوازې ځايي چارواکو ته په لاس ورغلې دي.
تر ټولو ډېرتارياک د هلمند له شمالي ولسواليو څخه تر لاسه شوي دي، چې طالبانو هم خپله ونډه پکې اخستې ده. د ترياکو تر حاصل وروسته په سيمه کې جګړې هم زور اخستی دی. د هلمند په مارجه ولسوالۍ کې عصمت بازار هغه ځای دی، چې د څو ولسواليو تارياک ورته راوړل کېږي، د تارياکو د حاصل پر مهال دولتي چارواکو مافيا ته ور پرېښی وو.))
ځايي خلک وايي، په روان کال کې د کوکنارو د کښت پر وړاندې مبارزه ونه شوه او دولت کوم جدي غبرګون ونښود، نو ځکه خو يې حاصلات د نورو کلونو په پرتله زيات وو.
کروندګر وايي، له وړاندې ورته د نشه يي توکو سوداګرو پيسې ورکړې وې او له کروندو يې ترې يو وړل. دوی زياتوي، سږ کال کې يومن خام تارياک له ۸۰ زرو کلدارو نيولې تر ۱۲۰ زروپورې پلورل کېدل: ((د تارياکو سوداګر راته په کروندو کې ناست وي، خو د نورو حاصلاتو خريدار ان په افغانستان کې نه پيدا کېږي، نو ځکه دې کښت ته ډېری بزګران زړه ښه کوي.))
ځايي خبريالان وايي، سږ کال د عامه لارو پر سر او د پوليسو امنیتي پوستو ته څېرمه د کوکنارو په کښتونو کې بزګرانو ترياکو ټولول، که کومه اراده موجوده وای، نو بويه چې د خپلې مخې سره کروندې خو يې له منځه وړلای شوای.
له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت مرستيال ابراهيم ازهر محور ورځپاڼې ته وويل، د کوکنارو د کښت د زياتوالي لامل د مافيا له لوري د کروندګرو هڅه ونه وه، چې سږ کال يې ډېر پام دې خواته اړولی وو.
ښاغلی ازهر زياتوي، په پام کې وه، چې په روان کال کې د کوکنارو ۲۵ زره هکتاره کښتونه له منځه وړل شوي وای، خو لومړی او دويم پړاو ټاکنې ددې لامل شوې، په خپل پلان کې پاتې راشو. دی وايي، سږکال مو په ۲۶۰۰ هکتاره ځمکه کرل شوي کوکنار له منځه يوړل.
ښاغلی ازهر زياتوي، تېر کال په افغانستان کې پر ٢٠٩ زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو، چې حاصلات يې ۵۵۰۰ مټريک ټنه وو، خو سږ کال يې بيا تر ۶۴۰۰ او ۶۵۰۰ مټريک ټنه پورې اټکل شوی دی.))
چارواکي وايي، سږ کال د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې ددې لامل شوې، چې له کوکنارو سره مبارزه ونشي، ځکه چې امنيتي ځواکونه د ټاکنو د امنيت په خوندي کولو بوختې وو.
ښاغلي ازهر د سيمه ييزو چارواکو له لوري د کوکنارو کښتونو پر سر د معاملې په اړه وويل، کېدای شي، تر دې زياتې پيسې ټولې شوې وي، ځکه چې دوی ته هم راپورونه رسېدلي، خو ويې نه ويل، چې کومو چارواکو چېرته څومره پيسې ټولې کړې دي.