عطا محمد نور او مارشال فهیم دوه هغه کرکټرونه دي، چې نظار شورا او د پخوانیو تنظیمونو مشران لوبوي. وروستي مهال کې نور توانېدلی، چې د جمعیت له منځه د خپلې خوښې کاندید په ټولې نظار شورا مخورو تحمیل کړي.

که چېرې عطا محمد نور نه وای، نه په تېره دوره کې او نه اوس ډاکتر عبدالله د نظار شورا د یو نسبي با نفوذه شخص اهمیت لري.

دقیق راپورونه ترلاسه شوي، چې احمد ضیاء مسعود کاندید دی، یو مرستیال یې دوستم او دویم یې غالباً د ارګ له ټیمه دی، خو ارګ غواړي پدې توګه د شمالي ټلوالې دا ډلې بې نتیجې مصروفه وساتي.

په نظار شورا کې د امرالله صالح، مسعود کورنۍ، عطا محمد نور، اسمعیل خان او د ځینو محلي قوماندانانو ترمنځ اختلاف هغې کچې ته رسېدلی، چې په ټاکنو کې عملاً یو د بل د ترور تهدید کوي.

په شمالي ټلواله کې د مجبوریت له مخې ځینې قوماندانان له ارګ سره په شخصي اړیکو جوړولو لیګا دي او ځینو یې حتی مشخص امتیازات منلي هم دي. په اخري مرحله کې به دوی د ارګ د کاندید بریالیتوب لپاره کار کوي.

پدې ډله کې احمد ضیاء مسعود، احمد ولي مسعود، امرالله صالح او اسعمیل خان شامل دي.

دویمه ډله، چې ټول د عطا محمد نور په محور څرخېږي، صلاح الدین رباني، ډاکتر عبدالله، واقف حکیمي او یونس قانوني پکې دي.

دوی د ډاکتر عبدالله د کاندیداتورۍ ملاتړ کړی او ټول دولتي امکانات به د عبدالله د بري لپاره وکاروي. دوی د کورنیو چارو او دفاع وزارت په تشکیلاتو کې ټولو ولایتي قوماندانانو ته چې له نظار شورا سره تړاو لري د خپل پروګرام نقشه سپارلې ده، تر څو ولسوالۍ تر مطلق انحصار لاندې راوستی شي.

دریمه ډله کې قسیم فهیم، صلاح الدین رباني، فضل احمد معنوي او بیا هم اسعمیل خان دي، چې په ظاهره یې د عبدالله د کاندیداتورۍ ملاتړ کړی؛ اما په اصل کې د ارګ د مطلق تصمیم برخه دي او د دوی موضعګیري اپوزیسون ته حکومتي دسیسه ګڼل شوې.

ددې ټولو باوجود که ټوله شمالي ټلواله او د نظار شورا قوماندانان سره یو هم شي، نه د هزاروو په رایه باور لري او نه له ازبک دوستم سره په یوازې سر معامله کولای شي.

هغه څه چې نظار شورا له لاسه ورکوي تر ټاکنو مخکې په دغه چوکاټ کې د اختلاف اټکل شوي څرکونه دي، چې هم یې د ناکامۍ سبب کېدای شي او هم ژور مالي زیانونه د نظار شورا تشکیلاتو ته انتقالوي.

د دوی پخوانی بری یې پدې کې و، چې عطا محمد نور د یو مصلح په توګه او د رایو او پیسو د بانګ رول لوباوه، خو دا ځل د امرالله صالح، مسعود کورنۍ او د جمعیت ځینو ناراضي قوماندانانو دده په مقابل کې جدي جبهه نیولې ده.

د مسعود پلویانو په ډاکتر عبدالله او عطا محمد نور تور لګولی، چې له یوه کال راهیسې یې هڅه کوله محقق او دوستم له مسعود کورنۍ بېل کړي. دوستم، محقق او امرالله صالح ژمنه کړې وه، چې د هر ډول فشار په مقابل کې به انتخاباتي اتحاد نه ماتوي، خو نور مزار ته د دوی په دعوت کولو سره دا اتحاد ټوټه کړ.

د ولسي جرګې غړی نادر خان کټوازی وایي، ټول ایتلافونه د معاملو په اساس دي، چې د ګټې په مقابل کې ګوند او ډله یوه ته هم مهمه نده :((اوس د مسعود ډله له بل کاندید سره د مرستیالۍ لپاره د معاملې په هڅه کې دي، چې ویل کېږي له قیوم کرزي سره ایتلاف ته تیاری نیسي.))

One thought on “محور ورځپاڼه: مسعود کورنۍ: ډاکتر عبدالله پر موږ کودتا وکړه”
  1. حزب اسلامی لا له پخوا ټوټه ټوټه شوی و دارغندیوال صاحب ډله زما په فکر ۱۰۰۰ رایی هم نشی جمع کولی، که څه هم دوئ په دی ایتلاف سره وښودله چه هر څه دچوکئ لپاره کوی اوخپل ټول ملګری یی له لاسه ورکړل، ددی ایتلاف غیر متوقع ګټه داوه چه دنظار ملیشه یی ډله هم دوروستی ځل لپاره ټوټه ټوټه شوه، هیله ده دا کار به دفاشستانو دحتمی بری چه تمه یی کیده مخه ونیسی او په هیواد کی به دایمی سولی ته لاره هواره کړی. مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *