پاکستاني استخباراتو د طالب قومندان ملا منصور دادالله د نيولو هڅه کوله، خو هغه له پاکستان څخه راتښتېدلی دی.
راپورونه وايي، دی د کوټې شورا د يوې ډلې په مشوره په افغانستان کې د بهرنيو داعشي جنګياليو د کورنيو د ځای پر ځای کېدو مسووليت لري. منصور همدا مهال د زابل او روزګان ترمنځ تګ راتګ کوي او له بي بي سي سره د مرکې پر مټ يې هڅه وکړه، چې له پاکستان نه د نارضايتۍ په دليل له افغان امنيتي ځواکونو ځان مصئون کړي.

سرچينې وايي، پاکستان له طالب قومندان ملا منصور دادالله غوښتي و، چې په پاکستان کې د افغان طالبانو مشري پر غاړه واخلي، خو ښايي نوموړی د ای اس ای په نيت پوهېدلی، چې دا دده د نيولو هڅه وه.

له بل اړخه ويل کېږي، چې دی د هغو طالب قومندانانو د يوې هستې په تشکيل هم بوخت دی، چې له کوټې شورا سره يې اړيکي پرې کړي وو.

منصور دادالله له بهرنيو طالب جنګياليو سره چې اکثره يې د القاعدې غړي دي، ښه اړيکي لري او د طالبانو مشر په همدې دليل رټلی و، چې ده له القاعدې سره د اړيکو له پرېکون نه انکار کاوه.

په افغانستان کې د داعش د لښکرو په نامه زرګونه ايغور، چيچينایي او ازبک جنګيالي راغلي او د منصور په اړه فکر کېږي، چې دوی د انتظام ترڅنګ د جنګ قومندان هم دی.

په ښکاره خو د طالب اورپکو دغه ګوښه شوي قومندان دادالله ويلي، ځکه يې له پاکستان نه خپل کور افغانستان ته ايستلی، چې پاکستاني حکومت ور باندې فشارونه راوړل او د هغوی غوښتنې ترې جدي وې. دادالله ويلي، چې د (شهيد دادالله محاذ) په نامه به خپله ډله او ملګري منظم کړي او دا به د طالبانو د امارات يوه برخه وي.

منصور دادالله کابو څلور نيم کاله د پاکستان په زندانونو کې تېر کړل، تېر کال خوشي شو.

خو اوس څارونکي وايي، په ټوله کې د طالبانو روابط له امريکا سره جوړ شوي او په دې کې يو شمېر هغه طالب قومندانان هم شامل دي، چې په ګوانتانامو او باګرام زندانونو کې يې وخت تېر کړی دی، ملا منصور دادالله د دې اړيکو محور دی.

له بل لوري لويديځو رسنيو داسې راپورونه خپاره کړل، چې له ګوانتانامو خوشي شوو دوو طالبانو په افغانستان کې له طالب جنګياليو سره اړيکي نيولي او په پټه د جنګ ليکو ته د راتګ هڅه کوي.

د امريکا متحده ايالاتو د تېر کال په می مياشت کې پنځه طالب زندانيان نورالله نوري، خيرالله خير خوا، محمد نبي، محمد فاضل او عبدالحق وثيق د امريکايي پوځي برګډال په بدل کې له ګوانتانامو زندان خوشې او قطر ته انتقال کړل، خو لا معلومه نه ده، چې څوک څوک د جنګ تابيا لري؟

One thought on “محور ورځپاڼه: منصور دادالله د داعش د جنګي قوماندې لپاره راغلی دی”
  1. باور وكرى چه داعش پروزه هم دامريكاه ده او كانتركتر يى پاكستان دى چه په أفغانستان كى وخبولو شو مو هدفو ته ادامه وركرى منصور دادلله ددوى نفر دى دوى وظفه وركرى ده او هم داسى وطن فروشه به نور هم پيداكرى دتروريزم د عملياتو تَر عنوان لاندى به دا تول حشرات وافغانستان ته راوشرى جنك به لكه دبخوا په شان تازه وساتى

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *