د بټي کوټ ولسوالۍ سپین ږیري او د کلیو مخور په یوه حجره کې سره راټول شول او په ډېرې خواشینۍ یې پخپلو کلیو کې د وژل شویو زلمیو درې کلنه احصایه اعلان کړه، دا پنځه سوه کسان دي.

د ننګرهار بټي کوټ د افغانستان یوازینۍ ولسوالۍ ده چې تر ټولو زیات ځوانان پکې وژل شوي دي. وژل شوي ځوانان عام خلک، د ملي اردو سرتېري او اکثریت یې د طالبانو په لیکو کې وو.

د بټي کوټ خلک د ټول افغانستان په پرتله ډېر ستړي دي، هر کور غم لیدلی او هر سهار له کورونو هدیرو ته د تور سرو ماشومانو کتارونه روان وي، څوک دعاګانې کوي، څوک شمعې روڼوي او د پنځه سوه ځوانانو د قبرونو خاورې او جنډې لا هم تازه ښکاري.

کیسه لا همدلته تمامه نده، بټي کوټ ته اوس هم ډېرې جنازې راځي، کله د اردو په لیکو کې د شهید شوي ځوان او کله هم د طالب په لیکو د ور ګډ بریتور ځوان په وینو لژند جسد.

څه چې مهم دي، دا دي چې د بټي کوټ پنځه سوه کورنیو د سر سیوری له لاسه ورکړی، مالي ملاتړي نه لري، خویندې بې وروڼو شوې، د پلرونو ملاوې ماتې شوې او سپېره شونډې سر تورې میندې لا هم د خپلو ځوانو اولادونو لارې څاري.

که دا پنځه سوه ځوانان په یوه کتار کې تشکیل شي، یوه لویه ساحه کې به چې سترګې پکې دید کوي، دوی ولاړ وي، خو نن پرې ډېرۍ سپېرې خاورې پرتې دي.

په شنو ونو او باغونو د پوښل شوي بټي کوټ طبیعي ښایست نن سبا د استخباراتي جګړې په میدان بدل شوی دی.

کیسه له هغه راپیل شوه، چې شپږ کاله وړاندې د وزیرستاني څڼورو ځوانانو یوه ډله په بټي کوټ را پېښه شوه، د جومات پدې او هغې چوترې او د حجرو په ګرمو بانډارونو کې یې په تبلیغاتو ګڼ ځوانان له ځان سره ملګري کړل او د بهرنیو ځواکونو د بمباریو ضد اکثر لاریونونه به په همدغو څڼورو ډک ول.

د نارنجانو، تورنجانو او دریو لویو کانالونو شین بټي کوټ د وړو، وړو وسله والو ډلو د ستراتیژیکي جګړې په مرکز بدل شو. له همدې ځایه په ختیځ کې د جګړې پلان برابرېږي، له کوټې شورا سره اړیکي منظمېږي او په ختیځه حوزه کې د تښتول شویو سوداګرو او دولتي کارکوونکو له کورنیو سره معاملې صفا کېږي. قرباني کورنۍ د بټي کوټ د قوماندانانو په لارښونه د پېښور په کارخانو کې نښه شوي کس ته پیسې سپاري.

د چهاردهي د جومات ملا، مولوي محمد امین (د طالبانو غړی) او مولوي یحیی پخپلو تقرریرونو اکثر ځوانان د طالبانو لیکو ته ور جلب کړل.

دا د څلورو کالو وړاندې خبره ده، خو یو کال وروسته د بټي کوټ حالت بیخي بدل شو، د ملي اردو کاروانونه نښه شول، د مخپټو وسله والو په ډلو کې د ځوانانو جذب زور واخست او تر مازیګر وروسته ژوند تقریباً ناممکن شو.

د بټي کوټ زلمیان په دوه ډلو ووېشل شول: یوه ډله چې د استخباراتو بړېڅو د تبلیغ تر تاثیر لاندې راغلل د طالبانو لیکو ته جذب شول، خو دویمې ډلې د حکومت او نظام ملا وتړله او د وطن دفاع لپاره د افغان پوځ لیکو ته ورګډ شول.

په بټي کوټ کې له وژل شویو ځوانانو څخه داسې کورنۍ هم پاتې دي، چې ماشومان یې په همدې ساړه ژمي کې چاودې پښې په پولو او پټو کې خاشاک ټولوي او د کلي په خیرات شپې سبا کوي. د یو وژل شوي طالب د کورنۍ درې ماشومان اوس د کلي مشهور خیراتګر دي.

د هغې کونډې مور کیسه د بټي کوټ د هرې مور په ژبه ده، چې خپل یوازیني زوی ته یې سر سپین کړ، په سختو سوختو یې لوی کړ، د ملي اردو لیکو ته ور ګډ شو، واده یې ورته وکړ، خو وسله والو طالبانو د واده په پنځوسمه شپه په کور کې د خپلې ناوې مخ ته په ټټر سوری، سوری کړ.

د زوی له غمه مور هم زاره چاودې شوه او کونډه اینګور د ناویتوب په سره جوړه کې تر ننه د پلار په کور ناسته ده. د بټي کوټ په هر کور کې شپه د غم په همداسې داستانونو سبا کېږي.

د اونۍ په سر کې د کلي سپین ږیري او قومي مشران په یوه حجره کې سره راټول شول او په بټي کوټ کې د وژل شویو ځوانانو شمېر یې راټول کړ. دوی د بټي کوټ په دریو برخو شوګدیاني، ګوندیاني او سه پای کې په ترتیب د نظر بیګي، شاش خېل، باریکاب، چهاردهي او مشواڼیو کليو د وژل شویو ځوانانو شمېر حساب کړ، چې تر پنځو سوو رسېږي. پدې شمېر کې ۸۳ یې د ملي اردو سرتېري دي، تر ۵۰ عام خلک دي او پاتې یې د طالبانو په لیکو کې وژل شوي کسان دي.

د بټي کوټ پېغلې اوس د خپلو وروڼو ساندې پدې ټپه بولي:

ځمکې قلنګ دې زورور دی

زلمیان ستانه کړې، را لېږې تش پالنګونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *