په قطر کې د سياسي نماينده ګۍ پرانستې په سبا د امريکايي عسکر باو برېګډال د خلاصون په اړه د طالبانو ناڅاپي خبرداري په ډاګه کړې، چې قطر مېشته شورا د اسلام اباد تر مستقيمې لارښوونې لاندې په عمل کولو مجبوره شوې. برېګډال له ۲۰۰۹ راهيسې په پاړه چنار کې د ای اس ای تر څارنه لاندې ساتل کېږي.

يوې سرچينې ويلي، قطر ته د استول کېدونکي طالب پلاوي غړي درې ځلې بدل شوی او په قطر کې مېشت طالب مشرانو څلور يې له امريکا سره د مذاکراتو په لومړنۍ اجندا کې شامل نه و. دوی له کوټې او کراچۍ څخه په پاکستاني پاسپورتونو سفر کړی او ددوی ټاکنه د طالب مشرانو د خپل منځي نا رضايتۍ سبب شوې هم ده.

څارونکي پاکستان د قطر په مذاکراتو کې په اتيا سلنه رول شامل ګڼي؛ دغه رول له دوو زاويو مطالعه شوی دی، له یوه اړخه پاکستان د طالبانو په پخلا کولو سره له امريکا په سيمه کې د مشخصو امتيازاتو غوښتنه کړې او په افغانستان کې يې د هند پروړاندې هم خپل نفوذ حتمي ګڼلی دی، دهمدې نظر پلوي څېړونکي ټينګار کوي، چې امريکا دغه غوښتنې منلې هم دي. د بل نظر پلوي څېړونکي وايي، امريکا غواړي، دطالبانو موضوع د يوې پروژې په توګه د پاکستان په رول سره پر هغه هېواد د زور او يا تاکتيک په مټ وکاروي، خو په دې برخه کې د پاکستان نيت او له طالب معادلې څخه د پاکستان دوه اړخيزه استفاده هم د دقت وړ ده.

ډېری شنوکي وايي، پاکستان نه غواړي، چې د طالبانو په اړه د خوشبينۍ په دې ستر بهير کې ظاهراً منفي دريځ ولري، اما دا واضح ده، چې د قطر پروسه او په قطر کې مېشت طالبان په افغانستان کې د جنګ د ټول مخالف جال نماينده ګي نشي کولای. هغه طالب مشران چې خپله او يا کورنۍ يې له پاکستان سره يرغمل دي، د خپلو ارادو کارولو لپاره ډېر کړاوونه ګالي، دوی ته به سخته وي، چې په پاکستاني الوتکو کې دوحې ته په تګ سره د ای اس ای له پيرياني څار څخه مصونيت احساس کړي. پاکستان د طالب پلاوي په ټاکنه کې د خپلې سابقې له مخې هم بې پرې او بې عوضه مهربان نشي ګڼل کېدای.

له هغو لومړيو شېبو چې په قطر کې د طالبانو بيرغ په پټۍ پرېکولو او دعا سره جګ شو، د حقاني شبکې او د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ اسلامي حزب په اړه اندېښنې مطرح وې. هغه جنګيالي چې په خپلې نارضايتۍ او ټوپک چلولو سره د جنګ او سولې توازن ساتي د افغانستان په غرونو کې پراته دي او کيدای شي، د اصلي عواملو د موجوديت په دوام سره جنګ تر يو بل عنوان لاندې دوام پيدا کړي.

ښايي طالب مشرانو يو شمېر يې له يوې وړې جنګي کتلې سره سياسي صحنې ته راشي، اما که حقاني شبکه او اسلامي حزب د قطر د پروسې برخه نشي یا له سره ذمه واري رامنځ ته نشي، نو جنګ دوام پيدا کولای شي او دا ډېره اسانه ده، چې په ټول افغانستان کې د طالب په نوم خواره جنګيالي د پګړۍ په غورځلو او چلتار ياپکول پرسر کولو سره د طالباني غوښتنو عنوان د یو بل جريان لپاره په جنګي عنوان واړوي.

سملاسي نه طالبان، نه امريکا او نه د جنګ په صحنه کې ترټولو سخت درېځه ډله حقاني شبکه او اسلامي حزب د قطر په اړه په کامل ډول وضاحت ورکوي، ايا قطر میشت طالبان د اسلامي حزب استازولي کولای شي؟ او ايا حقاني شبکه خپل جګړه د طالبانو د سياسي حاکميت له سره ځاروي؟ اصلاً دغه ځوابونه سخت څه چې ناممکن دي او دغه ګونګ حالت د قطر د مذاکراتو ترکيب او اهميت ته منفي ځواب دی.

د سولې په اړه منفي ديد له شرايطو سره جفا غوندې ښکاري، اما دوولس کاله وروسته د شمالي ټلوالې او طالبانو ترمنځ د واک دویش پرسر معامله او د یوې لويې جنګي کتلې ناراضه پريښودل په افغانستان کې روان کړکېچ سره مرسته کول څه چې تاريخي تاوان ور رسوي. شنونکي اټکل کوي، چې نيمچه سوله هم د جنګ دوام حتمي کوي او هم د بن په څير د زورواکو او جنګي جنایت کارانو ترمنځ د قدرت ویش او معاملې ته لار هوارول دي.

One thought on “محور ورځپاڼه: هغه ډله، چې تر طالبانو وروسته د افغانستان جنګ په اجاره اخلي”
  1. د خندا وړل خبره ده ځانونه افغانان بولې او د پاکستان په پاسپورت دوحې ته ځې او هلته د امریکا سره خبرې کوي او ځانونو ته افغانان او ددې خاورې وارثین وايي دوی دا غټې غټې خټې د دې ملت په وینو مړې کړي او دا ټول خرڅ شوي غلامان دي الله د دوی د هر یو عمل څخه جلا جلا پوښتنه وکړي او د سځتې سزا غوښتونکی یم ورته الله سبحان و تعالی خو عادل دی انشا الله چې حق به حق دار ته رسیږي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *