د هلمند په سنګین، کجکي، نوزاد، موسی کلا او بُغران ولسوالیو کې د نشه یي توکو د ګرمې جګړې لمبو مرکزي سیمو ته هم سرایت کړی دی. په هلمند کې روانه جګړه د نشه یي توکو د قاچاقبرو لخوا روانه ساتل شوې ده.

په هلمند کې د بشري حقونو فعالین وایي، د روان کال له پیله تر اوسه ۱۴۰۰ کسان وژل شوي دي، چې یوازې ۶۰۰ پکې ملکي وګړي او پاتې طالبان او افغان سرتېري دي.

((په هلمند کې په طالبانو او حکومت سربېره د نشه یي توکو د کاروباریانو دریم مرموز حکومت هم شته. دغه مرموز حکومت د نا امنیو پراختیا ته زمینه برابروي.)) د هلمند قومي مشر شمس الله صحرایي

د هلمند له شمالي ولسوالیو څخه د نا امنۍ څپې مرکزي سیمو ته هم را رسېدلې دي او همدا پرون موټر سایکل سپرو وسله والو د ماین پاکۍ په یوې ۷۰ کسیزې ډلې برید وکړ، ۱۲ تنه یې ووژل او 6 نور یې ټپیان کړل.

دغه پېښه پرون غرمه د هلمند د نادعلي او واشیر ولسوالیو ترمنځ په چاه میرزا او کاروان ګاه سیمو کې وشوه، چې وسله والو د SDA یا (Sterling De mining Afghanistan) ماین پاکۍ موسسې کارکوونکي نښه کړل.

د هلمند په شمالي ولسوالیو سنګین، کجکي، نوزاد، موسی کلا او بُغران ولسوالیو کې د امنیت نشتوالي د نشه یي توکو بانډونو ته زمینه برابره کړې چې له وسله والو طالبانو سره لاس یو کړي. طالبان د نشه یي توکو د دغو بانډونو په مالي ملاتړ جګړه ګرمه ساتي او ددې جګړې لمبې د ولایت مرکزي سیمو ته هم را رسېدلې دي.

په هلمند کې ځایي خبریالان وایي، د هلمند جګړې ته د تاریاکو جګړه ویل کېږي او چارواکو هم په شخصي لیدنو کې له دوی سره منلې، خو د ښار مرکزي سیمو ته د دغې جګړې پراخېدو اندېښنې زیاتې کړې دي.

په هلمند کې مېشت خبریال حمیدالله رؤفي وایي، د بشري حقونو د ادارو د معلوماتو په اساس د روان کال له پیله تر اوسه د جګړو له امله ۱۴۰۰ کسان وژل شوي دي، چې ۶۰۰ پکې ملکي دي.

خو د هلمند د امنیه قوماندانۍ ویاند سمونیار فرید احمد عبید له محور سره په خبرو کې د ملکي وګړو د مړینې شمېره ۲۶۰ ښیي او مني چې د نشه یي توکو د قاچاقبرو جګړه د ولایت مرکزي سیمو ته هم په پراخېدو ده: ((تېره اونۍ د ولایت مقام سرپرست، امنیه قوماندانۍ، استخباراتي مامورینو او اړوندو مسوولینو د یو نوي امنیتي پلان په اړه ناسته درلوده او ډېر زر به په ځانګړو سیمو کې چاڼیز عملیات پیل شي.))

خو د هلمند د سنګین ولسوالۍ قومي مخور شمس الله صحرایي له محور سره په مرکه کې وویل، چې یو پټ او مرموز حکومت هڅه کوي طالبان او حکومت مصروف وساتي او د خپلو ګټو لپاره نا امني جوړه کړي.

د ښاغلي صحرایي په وینا، د ولایت په مهمو سیمو کې ستراتیژیکې نا امنۍ جوړېږي او اکثریت کورنۍ خپلو مېنو پرېښودو ته مجبوره شوې دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې په تېرو شپږو میاشتو کې یوازې له سنګین ولسوالۍ څخه ۱۵۰۰۰ کورنۍ د ولایت نورو سیمو ته کډه شوې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *