لوګر

ځايي خلک وايي، په لوګر کې واړه مافيايي ګروپونه د ځينو محلي چارواکو او زورواکو په مرسته هدفي وژنې، غلاوې، قاچاق او د ځمکو غصب کوي. په ځينو کليوالو سيمو کې د دغو کسانو له لوري شپې پاڼې خورې شوې او خلک ګواښل شوي، چې خپلې مېنې پرېږدي.

د محمد اغې ولسوالۍ په مغل خېلو سيمه کې د کرومایټ ډبرو له کان څخه هره شپه په لارۍ موټر کې کرومايټ ډبرې او لرغوني توکي پټ ايستل کېږي، خو امنیتي مسوولین ناخبري ښیي.

ځايي سرچينې وايي، د لوګر ولايت د محمد اغې ولسوالۍ په توپ خېلو کې يې د غلو هغه شپږ کسيزه ډله نيولې، چې مشري یې پخواني قومندان او د ولايتي شورا کاندید حاجي شوکت ستانکزي کوله.

ځايي خلک وايي، په لوګر کې د ناامنيو ګراف د پخوا په پرتله لوړ شوی، خلک ځورول کېږي، د چا مال او سر خوندي نه دي. دوی وايي، په دغه ولايت کې واړه مافيايي ګروپونه د ځينو محلي چارواکو او زورواکو په مرسته هدفي وژنې، غلاوې، د ځمکو غصب او قاچاق کوي. په يوشمېر کليوالو سيمو کې د دغو کسانو له لوري شپې پاڼې خورې شوې او خلک ګواښل شوي، چې خپلې مېنې پرېږدي، ځکه دوی غواړي په خلکو روب داب واچوي.

ځايي خبريالان او قومي مشران ادعا کوي، چې د لوګر ولايت د محمدغې ولسوالۍ له مغل خېلو سيمې، چې د کرومايټ ډبرو کان پکې دی، هره شپه د لاريو کاروانونه کرومايټ ډبرې او له عينک کان څخه د لرغونو توکو قاچاق روان دی.

د سيمې اوسېدونکي د پړې ګوته ځايي چارواکو او امنيتي مسوولينو ته نيسي، چې په وړاندې يې اقدام نکوي او پټه خوله دي.

خو همدا پرون امنيتي مسوولينو د غلو يوه شپږ کسيزه ډله د ياد ولايت د محمد اغې ولسوالۍ په توپ خېلو کلي کې د ولايتي شورا د کاندید حاجي شوکت ستانکزي په کور کې ونيوله.

شوکت ستانکزی په روان کال کې د لوګر ولايتي شورا ته کانديد وو، خو له دې امله له نوملړ وايستل شو، چې د دوولسم ټولګي سند يې نلرلو. ښاغلی شوکت ستانکزی تر دې وړاندې د مس عینک کان د سکورټ مسوول او پخوانی قومندان تېر شوی دی.

د لوګر امنيه قومندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحق زي محور ته وويل، شوکت ستانکزی چې د غلو د ډلې مشري يې کوله، له خپل يوه زوی سره په تېښته بريالی شوی، خو يوبل زوی یې بيا نیول شوی دی: ((د غلو دغې ډلې د کابل – ګردېز په لويه لاره نيول په محمد اغې ولسوالۍ کې د پوليسو په جامه کې موټر ګرځول او بيا به يې ترې پيسې اخيستې او يا به يې له توکو ډک موټر برمته کول. له دغو کسانو سره د امنيتي ځواکونو ۱۰ جوړه جامې، دوه ټوپک او نور زيات شمېر مهمات او وسايل هم نيول شوي دي. د حاجي شوکت په کور کې دوه لارۍ خوراکي توکي چې ۱۴۹۰ بوجۍ اوړه او وريجې و، له يوې مياشتې راهيسې يې له دوو سوداګرو ګرځولي وو، له يوه سراچه ډوله موټر سره نيولي دي.))

ځايي خلک وايي، څه وخت وړاندې د حاجي شوکت ستانکزي زوی په ترهګريزو پيښو کې د لاس لرلو په تور له چاودېدونکو توکو سره يوځای نيول شوی وو، چې پرون بيا ونيول شو.

د لوګر امنيه قومندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحق زي ټول هغه راپورونه رد کړل، چې ګويا محلي چارواکي دې له زورواکو سره يو شوي وي او يا دې هم په قاچاق کې لاس ولري. ده وويل، د تېر په پرتله د ګڼو پېښو مخه نيول شوې ده: ((هغه کسان چې اوازې به يې خورولې، تورونه به يې لګول چې د ځمکو په غصب او د کرومايټ ډبرو په قاچاق کې ښکېل دي، اوس خپله په ثبوت رسيږي، چې دا مافيايي کړۍ خپله په دې ډول پېښو کې لاس لري.))

خو د لوګر د والي وياند دين محمد دروېش د غلو د دغه بانډ د نيولو په اړه بې خبري وښوده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *