د افغانستان سولې ته هیلې

ځايي خلک وايي، وسله والو طالبانو د هلمند د مارجې ولسوالۍ په تريخ ناور سيمه کې شاوخوا ۴۰۰ کورنۍ برمته کړې او يوازې ۲۲ کورنۍ توانېدلې چې د ياد ولايت مرکز لښکرګاه ته وکوچيږي.

ځايي خلک وايي، طالب اورپکو د هلمند په شمالي ولسواليو سنګين، کجکي، مارجه او تريخ ناور کې د استوګنې سيمې، کروندې او لويې لارې په ماينونو پوښلې او ترڅنګ يې د جنګ لومړۍ ليکې هغه کلي ټاکلي، چې خلک پکې ژوند کوي. معلومات په ډاګه کوي، افغان ځواکونو يوازې په تريخ ناور سيمه کې ۴۰۰ ماينونه شنډ کړي دي.

د ذولفقار په نوم عمليات د سلواغې په ۲۲مه پيل شوي، تر اوسه پکې ۳۰۰ اورپکو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو اساسی ستونزه دا ده، چې افغان امنيتي ځواکونه د عملیاتو تر بریالیتوب ورسته سملاسي وځي.

افغان امنيتي ځواکونو له ۱۸ ورځو راپدېخوا د هلمند په شمالي ولسواليو کې د ذولفقار په نوم چاڼيز عمليات پيل کړي، چې وسله والو اورپکو ته يې تر ټولو درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

ځايي خلک او قومي مشران وايي، طالبان ددې لپاره چې خپلو ځانونو ته نجات ورکړي، په ډېری ولسواليو کې يې کلي، کروندې او لويې لارې په ماينونو پوښلې او په ډېرو سيمو کې د استوګنې له کورونو جګړه کوي.

تريخ ناور سيمه د مارجې، نادعلي او ناوې ولسواليو ترمنځ هغه پراخه دښته ده، چې له وختونو وختونو يې په ځمکو کوکنار کرل کېږي او خلک پکې اوسېږي. په دې سيمه کې په ۲۰۰۹ کال کې يوځل چاڼيز عمليات وشول، خو له لږ ځنډ وروسته افغان امنيتي ځواکونو دغه سيمه پرېښوده، چې بېرته ورته وسله وال اورپکي راستانه شول.

ځايي خلک او خبريالان وايي، په تازه مهال کې چې کله چاڼيز عمليات پيل شوي، د وسله والو د فعاليت يوه مهمه نقطه تريخ ناور سيمه ده.

ځايي قومي مشر حاجي احسان الله وايي، په دې سيمه کې تر ۴۰۰ ډېرې کورنۍ همدا اوس د طالبانو له لوري برمته شوې او نه پرېښودل کېږي، چې له سيمې کډې وباسي: (( له دې سيمې د وتلو امکان ځکه کم دی، چې وسله والو طالبانو ټوله سيمه په ماينونو پوښلې، ملکي خلک نشي کولای، له خپلو کليو او د جګړې له سيمې ووځي. دوی د خلکو په کورونو کې په زور اړولي او له هغه ځای له امنيتي ځواکونو سره جنګېږي.))

تازه معلومات په ډاګه کوي، چې په تېرو ۱۸ ورځو کې د ذولفقارعملياتو له پيل تر اوسه له دې سيمې ايله ۲۲ کورنۍ د هلمند مرکز لښکرګاه ته کوچېدلې دي.

په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازې نسيمه نيازۍ وايي، يوازې تريخ ناور نه بلکې په سنګين کې هم له ډېری کليو طالبان جنګېږي او يوازې په تريخ ناور کې تر ۳۰۰ پورې وسله والو طالبانو د موجوديت راپورونه شته.

د افغان امنيتي ځواکونو د راپورونو له مخې، د عملياتو له پيله بيا تر اوسه ۱۸۵ طالبان وژل شو، ۱۰۰ ټپيان شوي او تر ۲۰ ډېر د افغان ځواکونو له لوري اسير شوي دي.

د هلمند د خلکو استازی معلم ميرولي وايي، دا عمليات خورا ګټور پرېوتل، خو چې په يو وخت په څو سيمو کې نه وای پيل شوي. دی زياتوي، د دې لپاره بايد لار هواره شوې وای، چې له سيمې ملکي وګړي ايستل شوي وای، ترڅو د ملکي تلفاتو ګچه ټيټه وای او هغه وېره نه وای، چې په سيمه کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله وانه وړي: (( اوس افغان ځواکونو ته پکار دي، چې سيمې وساتي او په ځينو ستراتيژيکو نقطو کې دايمي پوستې واچوي.))

د مشرانو جرګې پخوانی غړی، نعمت الله پوپل وايي، د تېرو اوو مياشتو په اوږدو کې د هلمند په شمالي ولسواليو کې ۱۳۰۰ امنيتي سرتېري شهيدان شوي او دا ټول له دې امله، چې افغان ځواکونو ترمنځ همغږي نشته او د هغوی ښه مديريت نه کېږي. دی وايي، د قربانيو لوی لامل د ماينونو کرل دي، چې وسله وال طالبان تر ډېره له همدې وسلې نه کار اخلي.

بلخوا د هلمند امنيه قومندانۍ وياند فريد عبيد وايي، وسله والو په تريخ ناور کې کورنۍ برمته کړې، خو کره معلومات پرې نشته، خو سلګونه کورنۍ دي. د ښاغلي عبيد په وينا، وسله وال طالبان بله چاره نلري، يابه د ملکي خلکو له منځه جګړه کوي او يا به هم سيمې په ماينونو پوښي. دی زياتوي، عمليات په ښه ډول روان دي، خو د کرار والي لامل يې دا دی، چې ډېری سيمې په ماينونو پوښل شوې دي: ((يوازې په تريخ ناور سيمه کې ۴۰۰ ماينونه شنډ شوي او همدا ډول په سنګين او مارجه کې هم تر دې زيات ماينونه کشف او خنثی شوي دي.))

One thought on “محور ورځپاڼه: وسله والو په مارجې ولسوالۍ کې۴۰۰ کورنۍ برمته کړې”
  1. كرانو قومي مشرانو او ولسي او لويه جركو استازو؟
    اجازه راكري جه يو خو سبيني خبري درته وكرم.
    ددغه تو لو مسايلو دارامي او نا رامي سبب تنها او تنها تاسي ياست.
    دمسلكي وكرو دتلفاتو او دمنخه ورلو اوبي خايه بمبارديو عامل او عوامل تاسي ياست
    دا معلومه ده جه يو خوا حكومت أوبل خوا دشمن دي.
    كه جيري تاسي دمنخه ووخي دا دوه خوا وي يو بل ته دعبرت درس وركولي شي.
    مكر تاسي ياست جه شخصي كتو بسي مره او سركرد انه ياست هري خواته لاس اجوي بي خايه تبليغ كوي بروباكند كوي جيرته جه مو كتي خوندي كيزي هغي خواته رغريزي.
    ١/اول داجه شكايت كوي جه نا ارمي زياده او كلي كورونه دطالبانو به تنك راغلي.راخي حكومت ته شكايت كوي.تر خو جه دولت امادكي نيسي تاسي جه كوم أهداف به كلي او بإندوته كي لري هغه دخان به كته ختموي.
    ٢/دوهم كله جه دولت دعمليأتو امادكي نيسي تاسي بيا مركز كابل كي به خبله عياشي مصروفيزي.
    لا قل دومره هم نه كوى جه دولايت به مركز كي كشيني أودّ عملياتي كروبو سره كمك او همكاري وكري .
    كومو همكاري :
    ١/تاسي هر يوه ته د جغرافي وي دجغرافيه موقيعت دنظره دا معلوم دي جه خوك مسلح او خوك غير مسلح دي.
    تاسي هر يوه ته معلوم دي جه ددوي كروبي موقيعت أودّ تجمع مركزيت او دسلاح وو ديبوكأني جيري موقيعت لري..
    ٣/تاسي شه بو هيزي جه كومي منطقي مين كزاري شوي او به كوم تيف مينو سره.
    ٤/حتي بوهيزي جه خومره نفره مسلح او خومره داخلي او خارجي او خومره شعوري او خومره غير شعوري او خومره داو طلبانه او خومر ه اوخوك مجبوري دغو صفو فو كي شامل دي.
    نتيجه :/
    —كه تاسي إيماني او وجداني كمك او همكاري وكري ،او به وخت اوزمان دقيق رابور ونه او معلومات ددشمن دموفقيتونو،تعداد،نوعيت دسلاح،اومحل دبو وباش ،أودّ مقاومت دمحلاتو،او دمين دفرش شوو درايو او ديبوكأني معلومات وركري نه به طالب باتي شي نه به خلق زيان ومومي.
    ——كه جيري تاسي دا كار ونه كري او خبلي شخصي كتو بسي روان ياستي تل به مو دا حال وي لكه داجه دي.
    تاسي قومي مشران،وكيلان،اودلوءي جركي غري،أوسيمه يزه ولايتي شورا او سيمه يزي دولتي غري درجه اول مسولان او دنا آرامي عاملين ءي.ستاسي كتي به نا آرامي كي خوندي،دي.غلا تاسي كوي.جوراوجباول تاسي كوي.دخمكو غصب تاسي كوي .او به قومونو كي تاسي لاس لري.تنظيمي قدرت،سرمايه او قاجاق اصلي كري او دمافيا غري او دمافيوي قدرت ستاسي به لاس كي دي.
    تاسي دنن ورخي دبد بختيو عاملين ءي.
    كه وغواري جه ختم ءي كري ختميدلي شي او كه ونه غواري جه ختم شي إمكان دختم نه لري .
    توبي وباسي خداي ته رجوع وكري او به ملت زره دردي وكري نور دي فجايعو ته خاتمه وركوى.
    به جنك كي مري كيزي دا بي خايه دامنيتي قواو نام بدي مه كوي هم سرونه قر بانوي اوهم تاسي بد كاران ورباندي بي خايه تابي لكوي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *