په کندز، پکتیکا او فراه ولایتونو کې یو شمېر وکیلان، د ولایتي شورا غړي، قوماندانان، قومي مشران، رییسان، پخواني چارواکي او د ځوانانو یو شمېر ډلې منظم کار کوي، چې نوي ګومارل شوي والیان ناکام او خلکو ته ناکاره معرفي کړي. دوی په پروژو، دولتي پوسټونو او ګمرکونو کې برخه غواړي.
ځایي خبریالان وایي، له ولایتونو سره د مرکزي دولت نا همغږي ددې سبب شوې، چې والیان له شته امکاناتو سره هم د ولایتي زورورو په ځپلو کې ناکام پاتې شي.
په دریو ولایتونو کې له ځایي خبریالانو او محلي چارواکو سره د مرکو په ترڅ کې معلومه شوې، چې د بانډونو اکثریت دغه غوښتنې د قومي شوراګانو تر عنوان لاندې مطرح کېږي.
د بانډونو او ولایت مقام تر منځ د تازه کش و ګیر داستان د کندز ولایت دی، چې څلور کورنۍ په ټول ولایت راج چلوي.
په تازه کې د کندز والي اخطار ورکړی، چې که مرکزي حکومت یې د روانې میاشتې تر پایه غوښتنو ته ځواب ونه وایي، نو له خپلې دندې به استعفا وکړي.
د کندز محلي خبریالان وایي، ولایت مقام د امنیت لپاره کافي نظامي تشکیلات لري او په تازه کې د ځانګړو عملیاتو لپاره دې ولایت ته ۱۰۰۰ نفري ډله هم رسېدلې، خو غیر مسولو وسله والو د ولایت چارې ګډې وډې کړې دي او ولایت مقام یې په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.
په کندز کې ځایي خبریال غلام محمد مهجور وایي، پدې ولایت کې یو شمېر وکیلان، قومي مشران او پخواني چارواکي د ولایت مقام د برنامو عملي کېدو خنډ ګرځي: ((د دغو کسانو ځپل ولایت مقام ته ستونزمن کار ندی، خو د ځینو مصلحتونو له وجې اقدام نه کوي. د ولایت او مرکزي حکومت ترمنځ نا همغږي ورځ تر بلې په پراخېدو ده.))
د پکتیکا ځایي خبریال چې د نوم له ښودو ډډه کوي محور ته وویل، ددې ولایت په دریو زونونو کې د قومي شوراګانو په نوم د والي د ناکامولو هڅې روانې دي: ((یا به والي ورسره لاره وړي او یا به یې پرضد دغه ډلې مخالفتونه تر لاریونونو رسوي. پخوا هم دغه کارونه شوي او تر کابله یې غږ رسېدلی دی.))
د مرکو په ترڅ کې د محور خبریال موندلې چې والیان هم د دغو ډلو د ځپلو او کرارولو لپاره ټول امکانات لري، خو له ولایتونو سره د مرکزي دولت ناهمغږي او ځینې ملحوظات ددې باعث ګرځېدلي، چې دوی له خپل صلاحیته پوره ګټه ونشي اخستلی.
په فراه کې ازاد خبریال محمد وسیم بهار محور ته وویل، چې پدې ولایت کې د وکیلانو، ولایتي شورا یو شمېر غړو او ځایي زورواکو ډېره لانجه په ګمرک ده، چې هره ډله پکې د خپلو کسانو د ځای پر ځای کولو په لټه کې ده: ((ګمرک عایداتي منبع ده او د اکثریت ولایتي جنجالونو سرچینه همدې ځای ته رسېږي. له کابل څخه باید وخت په وخت حقیقت موندونکي هئیتونه را واستول شي، څو اوضاع له نږدې وګوري. محلي واکمني ټوله د زورواکو په لاس کې ده.))
له دې ستونزې سره یوازی والیان مخ ندي، بلکې امنیه قوماندانان او نور نوي ګمارل شوي چارواکي هم مخ دي، خو مرکزي حکومت تر اوسه پدې اړه کوم قاطع اقدام ندی کړی.