د ملي وحدت حکومت د پنځوس سلنه ونډې مالک عبدالله عبدالله شک ښودلی، چې ولسمشر غني له پاکستان سره د سولې په خبرو اترو کې اصلي معلومات له دوی پټ ساتي. د عبدالله پلویان وایي، دا سوله به پخوانۍ شمالي ټلوالې ته په لوړه بیه پریوځي، ځکه چې طالبانو او نورو وسله والو مخالفینو ته امتیازات ورکول کېږي.

د افغانستان په ځینو دولتي ادارو کې هم ورته ګنګوسې دي او هم د حکومت پخواني لوړ پوړي چارواکي وایي، په کابل کې د پاکستان سفارت له افغان حکومت سره ژورې اړیکي جوړې کړې او په کورنیو چارو کې یې د مداخلې تر سرحده میلمه پالنه کېږي.

ولسمشر غني په خواله رسنیو او په دولتي عامه کچه وروستی کوښښ کوي، چې د پاکستان په اړه د معمول مخالفتونو پر وړاندې ودرېږي. ولسمشر وېره لري چې دا ډول مخالفتونه د سولې روانې پروسې ته زیان رسوي، اما واضحه نده، چې ولسمشر غني څنګه ۸۰ درجې د پاکستان په اړه خپل دریځونه عاطفي کړي او د موضوع عمق ته له سیاسي دیده نه ګوري.

د ملي شورا د پرانستې په ورځ (د کب شپاړسمه) ولسمشر غني وویل: ((زموږ ستراتیژیک سکوت زموږ د بېغورۍ او کمزورۍ په حیث مه تلئ!)) دا خبره په عامه کچه په بېلابېل ډول تعبیر شوې، خو خطرناک تعبیر یې د ولسمشر د سیاسي مخالفینو په حوزه کې دی.

د ولسمشر غني سیاسي مخالفین، چې ډېری د پخواني حکومت غړي دي وایي، ولسمشر غني د خپل حکومتي بهیر د کاواکۍ لپاره ستراتیژیک سکوت د توجیه په عنوان کاروي.

دغه راز په حکومت نیوکې دي، چې د طالبانو په سر له پاکستان سره روانه کړې معامله یې خطرناکه ده او دغه اندېښنه یې له دې کبله ده، چې حکومت په کامل ډول د سولې د بهیر او له پاکستان سره د اړیکو په تړاو معلومات له خلکو پټ ساتي.

یوه سرچینه وایي، ولسمشر غني حتی تیاری ښودلی، چې ځینو طالبانو ته په حکومت کې ونډه ورکړي، سره له دې چې د سولې په بهیر کې د حکومتي ونډې خبرې معمول دي، اما د هغه څه په بدل کې چې دغه ونډه ورکول کېږي پوره وضاحت نشته.

د شمالي ټلوالې غړي چې نیم یې په حکومت کې او نیم یې له حکومت څخه دباندې د یو فرصت په انتظار دي ګومان کوي، چې غني به له پاکستان سره د طالبانو پرسر د توقع خلاف معامله وکړي، نه یوازې چې طالبان به ډېر واک ته راشي پاکستان به د افغانستان په کورنیو چارو کې تر ډېره حده دخیل کړای شي او دا د افغانستان د استقلالیت او سیاسي ثبات په ضرر ده. دغه راز دا هغه تګلاره ده، چې په تېرو څوارلسو کلونو کې یې په ډېر لوړ او خونړي قیمت مخه نیول شوې وه.

له بلې خوا راپورونه وایي، هندوستان له افغانستان سره خپل هغه قرارداد ځنډولی چې له مخې یې د افغانستان د ټانګونو او جنګي الوتکو ترمیمګاه (ورکشاپ) جوړوي.

سیاسي څارونکي وایي، له پاکستان سره د نوي افغان حکومت د نږدې کېدو په سبب هندوستان له افغانستان سره په اړیکو کې پښه نیولی دی، دغه راز هغه غږ چې په افغانستان کې د حکومت او اپوزیسون له دننه څخه پورته کېږي ډېری یې هغه کسان دي، چې د هندوستان د ونډې په توګه په افغانستان کې په تېرو څوارلسو کلونو کې مسلط وو.

د هندوستان د ونډې لپاره ډېره لابي د شمالي ټلوالې پخواني قوماندانان کوي او کله چې دغه ځواکمن غړي کم ونډې کېږي هندوستان فکر کوي، چې په افغانستان کې د دوی د مداخلې امکانات کنګلېدونکي دي.

سره له دې چې هندوستان په تېرو څوارلسو کلونو کې افغانستان ته په پوځي برخه کې د مرستې په لحاظ مثبت ځواب ونه وایه او دغه راز د پاکستان پر وړاندې له هندوستان سره د نږدې اړیکو انتخاب په ثبات کې خاص تغیر رانه وست، خو بیا هم له صحنې د هندوستان دومره لرې کول او په مقابل کې یې پاکستان ته تر اندازې زیات فرصتونه ورکول به پدې معنی وي، چې په افغانستان کې دننه به د دواړو لابیان یو سیاسي ټکر ته سره اماده شي.

One thought on “محور ورځپاڼه: ولې ولسمشر غني له پاکستان سره د جوړجاړي معلومات پټ ساتي؟”
  1. زما په نظر غنی چی کومه پروسه روانه کړی دی مونږ یی باید په غوڅ دریځ ملاتړ وکړو په خاص ډول پښتانه چیی په تیرو 13 کالونو کی دی جنګ میدان وه شمالی ټلواله او د تیر حکومت چارواکی یی څه کوی که وژل کیږی هم پښتون دی که بی عزته کیږی هم پښتون دی دوی د پښتون په وژنه خپلی ګټی خوندی ساتی ولسمشر باید په حکومت کی طالبانو ته ونډه ورکړی او کوم معقولی غوښتنی چی د افغان ملت پکی خیر وی باید ومنل شی تر څو د کړیدلی قوم له دی شر څخه خلاص شی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *