پاکستان په افغانستان کې داسې جنګي ډلې ګومارلې، چې تر طالبانو هم افراطي او هم د دوی د دستور تابع وي. پاکستان ګڼي چې افغان طالبان له جګړې ستړي شوي او يا يې هم د مخالفت ماهيت درک کړی، نو ځکه د پاکستان د دستور مطابق جګړه نه کوي.

امنيتي سرچينې وايي، په هلمند ولايت کې د ټاکنو د ګډوډولو په هدف ۵۵۰ وسله والې ډلې ګومارل شوې دي. معلومات په ډاګه کوي، چې د دې ډلو ترمنځ هېڅ همغږي نشته.

په نورستان کې د طالب قومندانانو په اعدامولو تورن هم هغه سياپوشان دي، چې د منځلارو طالبانو د ورکولو هڅه کوي.

د افغان امنيتي مسوولينو د معلوماتو له مخې، په هلمند ولايت کې۵۵۰ وسله والې ډلې فعاليت لري، چې د اورپکو شمېر يې۸۷۴۰ وسله والو ته رسيږي. دوی يو د بل خبره نه اوري، يو د بل دستور نه اخلي او يو د بلې په ساحو کې خپل اهداف لټوي.

ځايي خلک وايي، دې ډلو ته پخواني طالبان د حکومت جاسوسان او ډارن ښکاري او تر دولتي ځواکونو يې زيات پخواني طالبان تهديد کړي او وژلي، چې د دغو ډلو کثرت افغان امنيتي چارواکي هم تائيدوي.

د وري په ۱۶مه د افغان انتخاباتو په تخريب د طالبانو نه توانېدلو د پاکستان استخبارات سخت قهرولي دي. پاکستان ګڼي چې يا دپه تېرو يولسو کلونو کې افغان طالبان له جګړې ستومانه شوي، يا عاطفي شوي او يايې له افغان دولت سره اړيکي غښتلي شوي، نو ځکه هغه ډول چې پاکستان انتظار لري، طالبان يې دستور نه پلی کوي، افغان تاسيسات نه په نښه کوي.

اوس پاکستان هڅه کوي، په طالبانو کې يوبل جنګي ځواک رامنځته کړي، چې هم تر پخوانيو طالبانو سخت دريځي، بې رحمه او هم د پاکستان د دستور آني تابع وي.

په نورستان کې همدې ډلې ۱۲ طالب سيمه ييز قومندانان په دار وځړول. که څه هم د افغانستان ملي امنيت ياد جلادان د پاکستان د لشکرطيبه غړي بللي، خو طالبانو هغوی خپل غړي بللي، چې د ملاعمر حکم يې پلی کړی دی، مګر په جګړه کې ښکېل ډېری طالبان له خپل دې پيريان دښمن په وېره کې دي.

د افراطي طالبانو يا مخ پټي لښکر ځينې ډلې په غزني کې هم فعالیت کوي او تېره مياشت يې په ګيرو ولسوالۍ کې خپل درې ملګري ووژل.

خو د سياسي چارو په شنونکو کې يو شمېر يې بيا په دې باور دي، چې د امريکا په شمول ځينو لوديځو هېوادونو هم طالبانو ته لاس رسی پيدا کړی او د پخوانيو طالبانو پر ضد يې د چيريکي ګروپونو په بڼه کاروي.

ښايي دواړه حالتونه په افغانستان کې نسبي ثبات او د پخلاينې بهير ته زيان ورسوي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *