د افغانستان په زندانونو کې ټول هغه بندیان چې د ځانمرګو بریدونو او له ترورېزم سره د تړاو په تور نیول شوي موبایل، انټرنیټ، فېسبوک او ټویټر ته لاسرسی لري او په فعال ډول یې هم په تبلیغاتي جګړه کې ونډه اخستې او هم وسله والو مخالفینو سره د جنګ په لیکو کې په تماس کې وي. دوی هر یو چې له بندیخانو وځي د جنګ لیکو ته ځي.

د زندانونو په ساتونکو پولیسو تور دی، چې بندیانو ته موبایلونه، سیمکارتونه او کریډیټ کارتونه رسوي او په بدل کې یې رشوت اخلي.

((د دغه کسانو د نیولو هدف دادی چې له دولت ضد فعالیتونو منع شي، خو چې په زندان کې ورته د ورانکارو فعالیتونو زمینه برابرېږي، نو په ساتلو یې مصرف د څه لپاره کېږي؟ قوانین پخواني دي او پېښې تازه، له سره باید پرې کتنه وشي. ټول هغه موارد چې د ترورېزم حامي ګرځي جرم دی او سزا یې باید مشخصه شي.)) حقوقپوه اجمل هوډمن

له ترورېزم سره په تړاو نیول شوي اکثریت کسان دا مهال په زندانونو کې د انټرنیټ له لارې د جګړې په لیکو کې له خپلو ملګرو سره په اړیکه کې دي او تبلیغاتي جګړې یې هم ګرمې ساتلې دي.

دوی په زندانونو کې د ترورېزم د ارتباطاتو تیوري غښتلې ساتلې، خو په وړاندې یې د دولت د متقابلې ستراتیژۍ نه لرل ددې سبب شوي، چې دغه تبلیغاتي جګړه ورځ تر بلې پراخه شي.

د نظامي چارو شنونکی نصر الله زیارمل وایي، که دولت په زندانونو څار جدي نه کړي، نو د اعتیاد په مرکزونو بدل شوي زندانونه به د ترورېزم په زېږنځایونو هم بدل شي: ((د زندانونو د جدي څار لپاره دې ځانګړې کمېټه جوړه شي، د زندانیانو ساتلو لپاره دې له عصري ټکنالوژۍ کار واخستل شي.))

دغه شنونکي وایي، د جګړې مغز اوس هم دغه بندیان تشکېلوي، چې په ساتلو یې د دولت پریمانه بودجه مصرفېږي.

زندانونه د اصلاح لپاره جوړ شوي دي، خو اکثریت دغه بندیان د خوندي پناه ځایونو په توګه ترې استفاده کوي او په موجوده امکاناتو اوس هم فعال وسله وال دي.

د محبوسینو حقوق دا دي چې د دولت د قوانینو په اساس ورته له کورنۍ سره د اړیکو زمینه مساعده شي، کامل صحي خدمات ورته مهیا شي، کافي غذا ورته اماده شي، د مطالعې لپاره ورته کتابونه ورکړل شي او د مناسبو حرفو زده کولو اسانتیا ورته برابرې شي.

د حقوقي چارو شنونکی اجمل هوډمن وایي، زندان ته له تلو سره د انسان ازادي سلبېږي او نوموړی تر چوکاټ بیرون نشي کولای له بهر سره اړیکي ولري: ((له ساتونکو پولیسو هم باید وپوښتل شي، چې دوی ته چا دغه اسانتیاوې برابرې کړې دي.))

خو د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش محور سره په خبرو کې دغه تورونه نه مني او وایي، بندیانو ته په هېڅ صورت اجازه نه ورکول کېږي، چې له موبایل او انټرنیټ څخه استفاده وکړي.

One thought on “محور ورځپاڼه: ټول طالب بندیان ټلیفون او انټرنیټ ته لاسرسی لري”
  1. كه قوانين بخواني دي صحيح ده قوانينو كي خاليكاه نه شته بيا دقوانينو تر خوا دستورالعملونه هم شته مكر سأتو نكي بر سونل بخواني نه دي .اوسني جهادي بر سونل ته بيسي وركوه هر خه درته مهيأ كوي .اول بايد برسونل تبديل شي بيا مطلق كنترول .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *