پاکستان ته د ولسمشر غني د سفر تر مشروط اعلان وروسته راحیل شریف کابل ته د سولې او سیمه ییز ثبات په اړه د دغه هېواد پیغام راوړی و.

په سیمه کې وروستي تغیرات د پاکستان بقا ته جدي ګواښ دی. اقتصادي تنګسي، د سعودي او چین فشارونه او له امریکا او چين سره د اړیکو په منځ کې د توازن ساتلو له اړخه ډار هغه دلایل دي، چې پاکستان د افغانستان په وړاندې پالیسي بدلولو ته مجبور لیدل کېږي.

((پاکستان نه غواړي په سیمه ييز رقابت کې تر نورو شاته پاتې شي، د اقتصاد او انرژۍ بحران له افغانستان سره په ښو اړیکو حل کولای شي.)) جنرال امان الله امان

له چین وروسته پاکستان ته د سفر له اعلان سره پاکستان د سیمه ییز ثبات او سولې په تړاو درېیم پیغام د خپل استازي راحیل شریف په لاس کابل ته را واستوه.

لومړی پیغام؛ یو وار د لوړې مراسمو په څنډه کې د پاکستان له ولسمشر سره راغليو نظامي مزاجه ديپلوماتانو په ملګرتيا کې په تغیر ټينګار وکړ، دويم پیغام ډېر زر د ملي امنیت مشاور سرتاج عزيز تر هغه وروسته غني‌ ته راورساوه، چې غني وويل؛ پاکستان سره په بې هدفه او بې حاصله بحثونو اوسفرونو ځان نه بوختوم او درېیم هغه یې دا دی،‌چې یو لوپوړی استخباراتي چارواکی راځي، ده غني ته د سیمې په کچه د ژورو ستونزو د رامنځ ته کېدو په باب خپلې اندېښنې په ډاګه کړې او له دې اندېښنو د پاکستان د ډار د انتها نتیجه ترلاسه کېږي.

سیاسي شنونکي وایي، پاکستان ته د ولسمشر غني د سفر تر مشروط اعلان وروسته هغه هېواد د پوځ د مشر په لاس خپل پیغام راواستوه، څو په لوړه سطحه د دوه اړخیزه بحث لپاره د اجنډا طرح هم ورسره روښانه شي.

د سیاسي چارو شنونکی فاروق میړنی وایي، د پاکستان پیغام افغان دولت هم مطمین کړی: ((د دوه اړخیزه اړیکو او همکاریو په تړاو بحث ولسمشر غني خوشبین کړی، ځکه خو یې دغه هېواد ته د سفر نیت ښودلی. په سیمه کې د حالاتو تغیر، د چین او سعودي فشارونه پاکستان له افغانستان سره په اړیکو کې مثبت تغیر ته مجبوروي.))

د نظامي چارو شنونکی جنرال امان الله امان وایي، پاکستان دا وخت له اقتصادي کړکېچونو سره مخ دی، چې په منطقوي سیاست کې یې چلېنجوي، نو ځکه له افغانستان سره په اړیکو کې په ځینو جدي تغیراتو کار کوي: ((تر عملي اقدام وروسته به معلومه شي، خو وړاندې ټولې ژمنې تکراري دي، که تغیر رانشي، نو د راحیل په شمول د نورو لوړ پوړو چارواکو تګ راتګ به یوازې یوه ډیپلوماتیکه ډرامه وي، چې د پخوا په شان به پرمخ وړل کېږي.))

په ورته وخت کې پوځي کارپوهان د پاکستان هغه غوښتنه د سیمه ییز رقابت په اساس بولي، چې د افغان ځواکونو د روزنې وړاندیز یې کړی دی.

پاکستان ددې لپاره چې د افغانستان په مسایلو کې تر خپل رقیب هند وروسته پاتې نشي، له افغانستان سره د نظامي مرستو وړاندیز کوي.

سیاسي شنونکی عبدالرشید وزیري وایي، د پاکستان په پوځي مرستې او روزنې ځکه باور نشي کېدای، چې له شدیدو اقتصادي مشکلاتو سره مخ دی او وړاندیز یې د ښه نیت پر ځای ډېر د استخباراتي موخو لپاره دی.

پاکستان دا مهال ۸۰ میلیارده ډالره پوروړی دی، چې په کال کې پرې له ۱۵ تر ۲۰ سلنې سود راځي، د دغسې اقتصادي بحران په دوام کې یې له افغانستان سره د پوځي مرستې وړاندیز له شک خالي نشي حسابېدای.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *