د المپيک په نړیوالو سياليو کې د ګډون په پلمه، ولسمشر کرزی په یو متفاوت سفر روسیې ته تللی دی. هغه ليدنې چې په دې سفر کې ترسره کېږي، د افغانستان او روسیې ګډه لېوالتيا ده.

د منځنۍ اسيا سياسي څېړونکي باور لري، چې ولسمشر کرزی د امريکا متضادو سياستونو ستړی کړی او له همدې کبله د ډېرو مالي مرستو ترلاسه کولو پر ځای د باوري او متعهدو ملګرو په لټه دی.

که د افغانستان دوه سنتي ملګري هند د افغان ځواکونو په تجهيز او جاپان د کرنې په څېر په حياتي پروژو کې مرسته وکړي، افغانستان به په سيمه کې د لوبې د توازن لپاره یو متفاوت ګام پورته کړای شي او روسيه د همداسې یو فرصت په لټه ده.

ځينې څېړونکي وايي، ولسمشر کرزی له امريکا سره د احتمالي معاملې (امنيتي تړون) پر وړاندې د سيمه ییزو حساسيتونو کمولو په موخه د روسيې او چين په څېر له ځينو هېوادونو سره د ګرمو اړيکو تمثيل کوي، خو بل پلو ته داسې اټکلونو په ډېرېدو دي، چې د امريکا د دولس کلن غير واضح او زيان رسونکي سياست په ترڅ کې ولسمشر کرزی اړ شوی، چې پر امريکا د خپل هېواد اتکا کمه کړي او په تدريجي توګه له ديپلوماتيکو ناستو ولاړو تر مستندو توافقاتو له روسیې، چين او هند سره وړاندې لاړ شي.

د دويم احتمال په اړه باورونه له هغه وروسته غښتلي شول، چې روسیې د افغانستان په سیاستونو کې د خپل ورک ځای بیا موندلو لټه پیل کړه او افغان دولت هم په تېر یو کال کې په افغانستان کې د روسیې د تخريب شوي تصوير د جوړولو لپاره څه ګامونه پورته کړل.

په تېر يو کال کې د روسیې سفير د افغانستان په ډېرو هغو غونډو او مجلسونو کې ليدل شوی، چې پخوا یې ګډون سوالونه پیدا کول. سره له دې چې د کرېملن ماڼۍ دا استازی لکه د لسګونو نورو هېوادونو د استازو په څېر د بیارغونې پروژې نه لري، چې د پټۍ په پرېکولو یې پرانيزي، رسنۍ راټولې کړي او خپل هېواد د افغان بیارغونې په بهير کې په تبليغاتي لحاظ وځلوي، خو د افغانستان حالات او سياسي لوړې ځوړې یې په ډېر دقت څارلې دي.

شنونکي وايي، روسيه د خپل وران موقف له ورانو ویجاړو څخه افغان ولسمشر کرزي ابادې ته را دعوت کړ او دا هغه څه دي، چې امريکا يې ټکنۍ کړې ده.

د شنونکو په باور روسیه د ځينې تخنيکي تعاملاتو ترڅنګ افغانستان ته په سیاسي ډګر کې هم دامهال محکم لاس ورکولای شي، د شنونکو اشاره په ملګرو ملتونو امنيت شورا کې د روسیې ونډې ته ده، چې په افغانستان کې د ترهګرۍ د جګړې په پلمه یې امريکا او ناټو ته د مداخلې لاره هواره کړې وه او همداراز د پوځي اډو په برخه کې موضع لرلی شي.

له دې وړاندې روسیې په امنيت شورا کې له خپله موقفه امريکا ننګولې وه، چې په افغانستان کې دې د ترهګرۍ وضعیت تعريف کړي. روسیه ټینګار کوي، چې له دوولسو کلونو جګړې وروسته دې امريکا د ملګروملتونو امنيت شورا ته راپور ورکړي چې په افغانستان کې ترهګري ختمه شوې او که یه؟ د مسکو په باور که ترهګري ختمه شوې  نه وي، نو امريکا او ناټو نشي کولای له افغانستان و وځي او د ملګرو ملتونو له امنيت شورا دې د خپل حضور د دوام لپاره اجازه وغواړي او که احتمالاً ترهګري ختمه شوې، نو هم د مسکو په خبره امريکا په افغانستان کې د نهو پوځي اډو د جوړولو حق نلري.

پاسنی منطق د امنيتي تړون پرسر د امريکا او افغانستان په بحثونو کې د روسیې دريځ کولای شي، د افغان ولسمشر طرف غښتلی کړي. نه یوازې چې ولسمشر کرزی په افغانستان کې د ترهګرۍ تعريف او د ترهګرو د ځالو تشخیص غواړي سيمه ييز ملاتړ ته هم اړتيا لري، چې له امريکا سره د امنيتي تړون پرسر معامله کې په غښتلي مقام کې ځای ولري او په اقتصادي مجبورۍ کې خپل هېوادني اهداف ونه بايلي.

لاڅرګنده نده چې راتلونکی افغان ولسمشر به څومره د ولسمشر کرزي لاره د مرکزي دولت د کليدي تګلارې په توګه تعقيب کړي او له امريکا سره په اړيکو کې به له احتياطه کار واخلي، خو سملاسي ولسمشر کرزی هڅه کوي، افغان دولت په نړیوالو مروداتو کې محوري رول ولوبوي او هېڅ هم په عاطفه او موقتي ګټو ولاړ نه وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *