لوېديځو رسنيو نوی افغان ولسمشر سر له اوسه تر فشار لاندې نيولی او د نامعلومو سرچينو له قوله راپورونه خپروي، چې د لوړې تر مراسمو وروسته په ۲۴ ساعتونو کې به له امريکا سره امنيتي تړون لاسليک کړي.

د امنيتي تړون د ژر لاسليک په برخه کې ځکه له بېړې کار اخستل کېږي، چې د ياد تړون نيمګړتياوې وپوښل شي.

د چارو شنونکي وايي، د لوېديځوالو د لاسوهنې له امله د افغانستان ټاکنې شپږ مياشتې وځنډېدې او بيا هم د پايلو له اعلان پرته بريالی کانديد اعلان شو، دا ځکه چې راتلونکی حکومت د مشروعيت له اړخه د لویديځ لاسکتوی وي.

لوېديځو په ځانګړې توګه امريکايي رسنيو سر له اوسه نوی افغان ولسمشر تر رواني فشارونو لاندې نيولی، چې د خپل واک له پيل سره سم بايد امنيتي دفاعي تړون لاسليک کړي.

د چارو شنونکي وايي، له هغه وروسته چې ډاکتر اشرف غني احمدزی د ولسمشر په توګه اعلان شو، په پرله پسې ډول لویديځې رسنۍ د نامعلومو سرچينو له قوله راپورونه خپروي، چې د لوړې تر مراسمو ورسته به په ۲۴ ساعتونو کې له امريکا سره امنيتي دفاعي تړون لاسليک کړي.

د چاروشنونکي غلام جيلاني ځواک په باور، نوی افغان ولسمشر له دې امله د نړيوالو تر فشار لاندې دی، چې غوښتنې يې ومني.

دی وايي، د لویديځوالو د لاسوهنې له امله د افغانستان ټاکنې شپږ مياشتې وځنډېدې او بيا هم د پايلو له اعلان پرته بريالی کانديد اعلان شو، دا ځکه چې امريکا غواړي، راتلونکی حکومت د مشروعيت له اړخه د لویديځ لاسکتوی وي او ډاکتر اشرف غني احمدزي هغه قېمت پرې هم کړ:

((امريکا او نړيوال نه غواړي، چې داسې يوه مرجع واؤسېږي، چې په افغانستان کې د دوی د کارونو پر وړاندې ودريږي، دوی غوښتل، د مشروعيت له اړخه يو محتاج حکومت رامنځته کړي، چې هر کار يې د دوی په خوښه وي.))

په تازه مهال کې لویديځو رسنيو د ناټو د یوه جګپوړي دیپلومات او د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د مامور او ځينو سناتورانو، چې نومونه يې نه دي خپاره شوي، له قولهويلي، د افغانستان نوی ولسمشر اشرف غني احمدزی به روانه اونۍ لوړه وکړي او بیا به په ۲۴ ساعتونو کې هغه اسناد لاسلیک کړي، چې له مخې یې بهرني ځواکونه تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې پاتې کېدای شي.

نیویارک ټایمز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوه لوړ پوړي دیپلومات له قوله ويلي، له امریکا سره دوه اړخیز امنیتي تړون به د افغانستان د نوي ولسمشر د لوړي تر مراسمو وروسته ډېر ژر لاسلیک شي.

نیویارک ټایمز د دغه تړون لاسلیک یو مهم ګام بولي او وایي، دغه سند تر ۲۰۱۴کال وروسته په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د پاتې کیدو او افغان ځواکونو ته د مشورې ورکولو لپاره یو قانوني چوکاټ جوړوي.

واشنګتن پوسټ په خپلهيوه مقاله کې لیکي، د ملي وحدت د حکومت د تړون له لاسلیکیدلو سره امریکایي چارواکي ډاډه شول، چې حامد کرزی نور له واکه لرې کیږي او نوی حکومت به دا تړون لاسليکوي.

فایننشل ټایمز په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور د راتلونکې په اړه لیکي، د منتخب ولسمشر اشرف غني احمدزي د کار په پیل کې به د ده لومړنی کار د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون لاسلیک وي.

ټایمز لیکي؛ د امریکا متحده ایالاتو د ټاکنيزې لانجې د حل لپاره زیات فشار وارد کړ،چې په نتیجه کې يې د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون لاسلیک شي.

خو د چارو شنونکي وايي، دا به ناشونې وي، چې دومره ژر دې دغه تړون لاسليک شي.

شنونکی محسن هادي وايي، د امنيتي تړون د ژر لاسليک په برخه کې ځکه له بېړې کار اخستل کېږي، چې ياد تړون نيمګړتياوې لري، د امريکا لپاره پکې مکلفيتونه نشته، چې افغانستان ته يې زيان ډېر دی، ځکه نو امريکا د فشارونو او بې بنسټه راپورونو په مټ غواړي هغه نيمګړتياوې وپوښي.

امريکا تېر کال دغه تړون له ولسمشر کرزي سره لاسليکول غوښتل، خو ښاغلي کرزي دا کار په افغانستان کې د سولې راوستو په رښتينو هلو ځلو پورې مشروط کړ.

اشرف غني احمدزی تېره اونۍ د یکشنبې په ورځ د ملي وحدت د حکومت تړون لاسلیک کړ، چې له هغه سره سم رویټرز اژانس يوه تبصره خپره کړه، چې له مخې يې ويل شوي و، له دې سره هغه خنډ لرې شو، چې له څو میاشتو راهیسې له امریکا سره د امنیتي تړون او له ناټو سره د پوځي تړون د لاسلیکیدو مخه يې ډپ کړې وه.

نوي منتخب ولسمشراشرف غني احمدزي او اجرائیوي رییس عبدالله عبدالله ژمنه کړې، چې له امریکا سره به امنیتي سند لاسلیک کوي، خو افغان شنونکي وايي، له امريکا او ناټو سره د تړون د لاسليک اړتيا جدي ده، اما پکار ده، چې په دې برخه کې له بیړې کار وانخیستل شي. دوی وايي، ددې تړون ابعاد بايد وسنجول شي، د افغانستان ګټې پکې خوندي کړای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *