نا امني، وزګارتیا، بېوزلي او ټوپکسالار حاکميت هره ورځ لسکونه کورنۍ اړ کوي، چې کلي پرېږدي او په ښارونو د کډوالۍ د هجوم سبب شي.
تردې مهاله ښارونو ته د راکوچېدلو کومه کره سروې نشته، خو د داخلي بېځايه شويو کورنيو شمېر ۷۵ زره یاد شوی دی، چې ډېری يې د هېواد په لويو ښارونو کې په کړاو ژوند تېروي.
هره ورځ لسګونه کورنۍ خپل کلی کور پرېږدي او ښارونو ته کډه کوي، تر څو په ښارونو کې يو نسبتاً عادي ژوند پيل کړي. د لوږې، بې کارۍ او نا امنۍ له تهديد نجات ومومي او لومړنيو خدمتونو ته لاس رسی پيدا کړي.
د کډوالو چارو وزارت مسوولين وايي، له کليوالو سيمو څخه په را کوچېدلو کې داسې کورنۍ هم شته، چې د جګړو او نا امنيو له وېرې خپلې سيمې پرېږدي، ځکه کورونه يې د وسله والو مخالفينو، بهرنيو پوځيانو او افغان امنيتي ځواکونو په جګړه کې وران شوي او په سيمو کې يې جګړه روانه ده، نو له دې امله ښارونو ته راځي او په خورا ناوړه حالت کې له ټولو لومړنيو خدمتونو محروم ژوند پيلوي. دوی زياتوي دغه ډول بېځايه شوي بيا ژمی او اوړی تر خېمو او خسپوشو لاندې ژوند کوي.
مګر په غير دولتي ارزونو کې د طالبانو تهديد او د جنګسالارانو له خوا د جايدادونو د غصب بهير ډیری کليوال ښارونو ته رامجبور کړي دي.
د کډوالو چارو وزارت مسولين وايي، له ۱۳۸۱ کال را په دېخوا په ټول هېواد کې زرګونه کورنيو د نا امنيو، وزګاتيا، فقر او ټولنيزو خدمتونو ته د لاس رسي په خاطر خپلې سيمې پراېښې دي.
د کډوالو چارو وزارت له لوري د ورکړل شويو شمېرو له مخې، اوس مهال ۷۵ زره کورني بېځايه شوي کډوال شته، چې تر ۵۰۰۰ پورې يې په کابل کې ژوند کوي، چې په ټوليزه توګه دغه لسګونه زره کورنۍ په خورا ناوړه حالت کې ژوند کوي.
د بښنې نړېوال سازمان د تېر کال د يو راپور پر بنسټ، هره ورځ ۴۰۰ افغانان په هېواد کې دننه د بېلابېلو ستونزو له امله خپل کورونه پرېږدي او نورو سیمو په ځانګړې توګه ښارونو ته کډه کېږي.
خو د افغانستان د کډوالو چارو وزارت بيا هغه راپور رد کړی وو او اوس د ياد وزارت وياند اسلام الدین جرئت محور ورځپاڼې ته وويل، په ۱۳۹۰ کال کې ۶۵ زره کورنۍ بېځايه شوې، په ۱۳۹۱ کال کې دغه شمېرې ۷۰ زرو ته رسېدلې دي او سږکال بيا ۷۵ زرو ته لوړې شوې دي.
دی وايي، هڅې دا دي، چې کورني بې ځایه شوي کسان بېرته خپلو ولایتونو او یا ګاونډیو ولایتونو ته ستانه کړای شي :((لویه ستونزه دا ده، چې ستره شمېره کورني بې ځایه شوي کډوال غواړي، یوازې په کابل کې ژوند وکړي، خو موږ نشو کولای، چې ټولو ته په کابل کې د ژوند امکانات برابر کړو.))
د مرکزي احصايې ادارې مسوولين وايي، همدا اوس په لويو ښارونو کې په ځانګړې توګه په کابل کې د نفوسو ګڼه ګوڼه ورځ تر بلې زياتېږي.
په ښارونو کې د نفوسو ګڼوالي ښاري ژوند، د رغونې او پرمختګ سيستم هم ټکنی کړی دی.
د کډوالو چارو وزارت وايي، هغه کسان چې ښاري ژوند غوره کوي او جدي ستونزې ونه لري، هغوی ته کورني بېځايه شوي نه ويل کېږي، نو همدا لامل دی، چې شمېرې يې له دوی سره نه ثبتېږي او تر لاسه کول به يې ناشونې چاره وي.
د مرکزي احصايې مشر عبدالرحمن غفوري محور ورځپاڼې ته وويل، هغه کسان چې د ښاري ژوند په خاطر کلي پرېږدي، په تړاو يې کره شمېرې نه شته، ځکه چې په دې اړه کومه سروې نده تر سره شوې. دی وايي، بيا هم کليوالې سيمې د اړتياوو له مخې پرېښودل کېږي، په کليوالو سيمو کې کارونه نشته، د ژوند لومړنيو خدمتونوته لاسرسی کم دی.
په افغانستان کې تر جګړې وروسته د بې کورۍ ستونزه په يوه بحران بدله شوې، د افغانستان د کور جوړونې او ښاري پراختيا وزارت د يوه اټکل له مخې، په هېواد کې د شاوخوا يو ميليون او ۲۰۰زره استوګنځايونو جوړولو ته خورا بېړنۍ اړتيا ده، چې ۷۰ سلنه يې بايد په کليو او پاتې ۳۰ يې په ښارونو کې ودان شي، تر څو په ښارونو باندې راوړی کډوالۍ فشار کم شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *