په اساسي‌ قانون کې د ضروري تعدیلاتو په اړه د ولسمشر کرزي متفاوت بیان سیاسي‌ چاپیریال له غیر عادي حالت سره مخامخ کړی دی.

ځینې شنونکي دا له نوي‌ کاندید سره د ولسمشر د معاملې لپاره د لارې هواري لومړی ګام ګڼي، چې د مجاهدینو د یوې کتلې مشر استاد سیاف ته اشاره کېږي، خو ځینې نور بیا وايي، کرزی د ټاکنو د نتيجې په اړه مطمين ندی او ښايي د واک په کوم بل مقام کې د پاتې کېدو لار لټوي، چې د قانون تعدیلات د جوړجاړي برخه ده.

د ملي‌ شورا د شپاړسمې دورې د څلورم تقنيني‌ کال د پرانستې په غونډه کې ولسمشر کرزي په لومړي ځل د قانون په ډېرو برخو کې د تعدیلاتو په اړه یو ناڅاپه متفاوتې څرګندونې کړې دي.

سره له دې چې په ریاستي نظام ټینګار یې خبرې تفصیلولې،‌ خو د نورو تعدیلاتو ماناوې د واک په اخري میاشتو کې یو متفاوت دريځ دی،‌ چې ولسمشر کرزي یې په اړه تېر مهال ډېر په احتياط چلند کړی دی.

د افغانستان اساسي‌ قانون د سيمې هېوادونو د قوانينو تر ټولو عصري او له شرايطو سره عیار قانون ګڼل کېږي او په تېرو دوولسو کلونو کې یې د افغانستان جمهور ريیس ته ډېر پراخه واکونه ورکړي وو. دا بیل بحث دی،‌ چې ولسمشر کرزي له دې اختیاراتو څومره استفاده کړې او څومره یې قانون لاسونه تړلي، خو اساسي ټکی د قانون د تعدیلاتو په اړه د ولسمشر نوی دريځ دی، او دا داسې مهال دی چې د نوموړي واک په ختمېدو دی.

په سیاسي چاپېریال کې یوازينی شخص چې په قانون کې د تعیدلاتو جدي پلوی دی او په اړه یې له تېرو شپږو کلونو په خپل دريځ ټينګار کړی، ‌د نظار شورا د دوو دورو کاندید عبدالله عبدالله دی، چې د مجاهدینو د لویې کتلې ملاتړ ورسره دی. ده د نظام بڼې په بدلونې هم ټينګار کړی، خو اوس عبدالله له یو بل لوري سره د معاملې لپاره په بحثونو لګیا دی او دا هغه کس دی، چې د ټولنیزو ازادیو د مهارولو په هکله یې شهرت موندلی، دا شخص د ولسمشرۍ بل کاندید عبدالرب رسول سیاف دی.

سرچينې وايي، د عبدالله عبدالله او سیاف ترمنځ په واحد کاندید د سلا کېدو بحثونه له تیرې یوې اونۍ دوام لري.

د بحثونو لومړنی اکثریت وايي، د مجاهدینو ددې دوه کاندیدانو ترمنځ د یوالي امکان ډېر شوی او دواړه په قانون کې د متفاوتو بدلونونو پلویان دي، چې که د نظام د بڼې له بدلون څخه راتېر شي، نو فردي ازادۍ او ځينې نورو برخو پرسر د بدلون په هکله به جوړجاړي ته ورسېږي.

یوه سرچینه وايي، د مجاهدینو د حاکمیت لپاره دواړه لوري په قانون کې د بدلون لپاره له ډېر مهاله هلې ځلې کوي.

له بل لوري ويل کېږي، چې ولسمشر کرزی د استاد سیاف په نوماندۍ کې لاس لري او له دې لارې غواړي، د ایران په څېر یو بانفوذه روحاني‌ د یوې دورې لپاره ولسمشرۍ مقام ته ورسوي او په بله دوره کې یې تر ولسمشر مخکې د یو کُل مختاره مذهبي‌ مشر مقام ورکړي، ‌چې د جنګسالارانو بېلابېلې ډلې ورباندې راټولې کړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د تېرو ټاکنو د لومړۍ جنجالي مرحلې پر وخت د ولسمشر ترڅنګ د یو اجرايوي مشر څوکۍ د رامنځ ته کېدو په اړه بهرنیانو او هم په کور دننه ځینو کړیو هڅه کوله.

هغه مهال ډيری پخواني جهادي مشران او تیکنوکراتان له دې تصمیم سره موافق و، خو کرزی یوازینی کس و، چې د ولسمشر په توګه یې (چيپ اېکزکټيو) د ځان لپاره یو جدي‌ مزاحم لیده. ده نه یوازې له قانوني واکونو په ډاډه زړه د استفادې زمینه برابروله، بلکې ټينګار یې وکړ، چې ددې څوکۍ ایجاد د بهرنیانو د لاسوهنې په توګه بربنډ کړي.

اوس چې په بهرنیانو د ولسمشر کرزي تکیه کمه شوې، شنونکي باور لري، چې ولسمشر کرزی د افغاني ـ ‌سنتي نظام د واکمنۍ په نویو لارو چارو غور کوي او دا هغه څه دي، چې د فرمايشي ټاکنو په منځ کې د مصلحتونو پر مټ واک له څو مشهورو افغان څېرو او حاکمو جنګسالارانو سره پاتې کېږي او د ملت جوړونې په نیت د دیموکراتیکو اصولو تعمیم او د قانون د اوسنۍ بڼې بشپړ تطبیق ډېر جدي نه ګڼل کېږي.

2 thoughts on “محور ورځپاڼه: په اساسي قانون کې تعدیلات او د خطر زېګنالونه”
  1. Karzay saheb, le der bad aw spak sarnawesht sara ba makhamakh she kho de afghan milat biray ba ham chapa kre. De loy Khuday po khater sam sha! da de sa hal achawalay da???

    De fasad be insafay aw zalam le hare poly ( had) ter shwe.

    Taandwalo hila kawam mujahedeen ma likay balke jansalaran likay.

    Mujahideen kho tol afghan milat da nor de wak po gaday tol jangsalaran aw topakyan di.

    !!?????????‌د نظار شورا د دوو دورو کاندید عبدالله عبدالله دی، چې د مجاهدینو د لویې کتلې ملاتړ ورسره دی.

  2. Da Taand idary sakha dera bakhana ghwaram. os me pam sho che da matlab kho le mehwar wrazpany sakha ra akhistal shaway da 🙂

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *