په افغانستان کې ۱۴۰۵۰۰ زغروال موټر چلېږي، چې يوازې ۲۷۶۰ يې له کورنيو چارو وزارت سره راجستر دي او پاتې نور ټول ناقانونه دي.

له ناقانونه زغره والو ګاډو په بهرنیانو سربېره د ځینو پخوانیو قوماندانانو او زورواکو خپلوان کار اخلي او د سړي تښتونې، قاچاق او ترهګرو په انتقال کې د استفادې ګڼې بېلګې لري.

يوه سرچينه وايي، دوه مياشتې وړاندې د افغان امنيتي ځواکونو د دوو کمپنيو ۵۲ زغروال موټر چې جوازونه یې جعلي وو، بند کړل، خو په خبره یې چې ډېر ژر په هماغو اسنادو د ګرځېدو اجازه ورکړل شوه.

له دې امله د زغروالو موټرو پر ګرځولو بندیز لګول کېږي، چې ورڅخه په جنايي او جرمي پېښو کې ناوړه ګټه پورته کېږي، خو اوس هم په افغانستان کې تر ۱۲ زرو زيات داسې زغروال موټر چلېږي، چې اسناد يې جعلي او يا هم هېڅ اسناد نلري.

د کورنيو چارو وزارت د زغروالو وسايطو د برخې يوه متقاعد ډګروال چې د نوم له اخستلو ډډه کوي، محور ته وويل، دا مهال په ټول هېواد کې تر ۱۰ زرو زيات زغروال موټر چلېږي، چې له ډلې يې يوازې ۲۷۶۰ هغه له کورنيو چارو وزارت سره راجستر‎ دي.

ياد ډګروال وايي، ګڼ شمېر کمپنيو هېواد ته دغه موټر راوستي او بيا يې بهرنيو ځواکونو او ياهم يو شمېر مؤسسو او اشخاصو ته په کرايه ورکړي دي، چې ډېری يې يا اسناد نلري او يا هم جعلي اسناد ورته جوړ شوي دي :((امنيتي ادارو دوه مياشتې وړاندې د يوې کمپنۍ ۴۰ او د بلې هغه ۱۲ زغروال ګاډي له دې امله ودرول، چې اسناد يې جعلي وو، خو ډېر ژر دغو موټرو په هماغو اسنادو د ګرځېدو جواز تر لاسه کړ.))

افغان امنيتي شنونکي وايي، د دغه ډول موټرو کارول د امنيت په خرابوالي او د جرمي پېښو د کچې په لوړوالي کې رول لري. دوی زياتوي، کله چې څوک له زغروال ګاډي نه استفاده کوي، د هېڅ امنيتي ادارې مؤظفين ځانته اجازه نه ورکوي، چې ويې وپلټي :((په افغانستان کې ډېری زورواکو، پخوانيو قوماندانانو او د هغوی خپلوانو په ځانونو پسې د دا ډول موټرو لښکرې جوړې کړي، چې جوازونه نلري او د سړي تښتونې، قاچاق او ترهګرو په انتقال کې د استفادې ګڼې بېلګې لري.))

د کورنيو چارو وزارت پخواني متقاعد ډګروال د يوه جهادي قوماندان له نوم اخستو پرته وويل، چې يوازې دوه زغروال موټر يې راجستر دي، څلور نور يې له جواز پرته ازادانه ګرځېدلای شي.

د ولسي جرګې غړی او د کورني امنيت کمېسيون پخوانی مشر محمد نعيم لالی حميدزی وایي، په ټول هېواد کې تر ۱۴۰۵۰۰ زيات زغروال موټر شته، چې ډېره برخه يې په افغانستان کې له دېره بهرنيو ځواکونو، مؤسسو، سفارتونو، د ولسي جرګې له غړو، وزيرانو، واليانو، سوداګرو او يو شمېرو زورواکو او جهادي قوماندانانو سره دي.

دی زياتوي، که دغه شمېر موټر محصول شوي وای، نو زيات عوايد يې له درکه ترلاسه کېدای شوای :((کال مخکې د کورنيو چارو وزارت يو شمېر چاروا کو هر چاته اجازه ورکړې وه، چې دا ډول موټر هېواد ته را دننه کړي، په دې برخه کې چارواکو پيسې خوړې او ډېری موټرو ته يې د ګرځېدو کارتونه ووېشل. کله به چې په ګمرکونو او يا هم هوايي ډګرونو کې زغروال موټر بند شول، نو د کورنيو چارو وزارت په غوښتنه به له کوم قيد او شرط پرته ازادېدل، چې هغوی به ماليه او ټکس نه ورکاوه.))

ښاغلی لالی زياتوي، په دغو شمېر کې ۸۰۰۰ يې شرکتونو را وارد کړي، چې د کورنيو چارو وزارت چارواکي ورسره شريک وو.

د زغروالو موټرو واردات د بهرنيو ځواکونو له وتو سره ۹۰ سلنه کم شوي دي. ددې تر څنګ په لومړيو کلونو کې د يوه زغروال موټر قېمت تر ۱۰۰ زره ډالرو پورې رسېده، خو اوس تر ۳۰ زره ډالرو پورې یې  قیمت راټيټ شوی دی.

بلخوا د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند نجيب الله دانش وايي، په افغانستان کې د هغو زغروالو موټرو شمېر ورسره نشته، چې په افغانستان کې چلېږي او يا هم له دوی سره راجستر شوي دي. دی زياتوي، کوم موټر چې له دوی سره راجستر شوي، ټولو خپله ماليه ورکړې او د يوه طرز العمل له مخې يې جوازونه تر لاسه کړي دي :((لسګونه هغه ډول موټر کورنيو چارو وزارت درولي، چې په جعلي اسنادو او يا هم له جواز پرته ګرځول کېدل. د هغو امنيتي کمپنيو زغروال ګاډي هم قيد شوي، چې جوازونه يې لغوه شوي دي.))

د ماليې وزارت وايي، په زغروالو موټرو سل فيصده ماليه وضعه کېږي او يوازې هغه زغروال موټر له ماليې معاف وو، چې بهرنيو ځواکونو او يا هم د دوی په اډانه کې راوستل شوي دي.

د ماليې وزارت وياند عبدالقادر جیلاني وايي، کله چې بهرني ځواکونه وځي او خپل موټر په ازاد بازار کې پلوري نو پکار ده، چې هغه محصول کړي :((کوم موټر چې ناقانونه راوستل شوي، هغه بايد د ماليې تر څنګ جرمانه هم ورکړي، ځکه چې ناقانونه کار يې تر سره کړی دی.))

محور ورځپاڼه: په افغانستان کې دوولس زره ناقانونه زغروال موټر چلېږي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *