د جنايي جرمونو اداره وايي، په ۱۳۹۲ لمريز کال کې په افغانستان کې د تېر کال په پرتله د جنايي جرمونو کچه لوړه شوې ده. مسولين وايي، دا پېښې ۷۸۲ زیاتې شوې دي.
د روان کال په لومړيو شپږو میاشتو کې ۸۹۴۶ جنايي پېښې رامنځته شوې وې او په تړاو یې ۱۱۹۵۱ کسان نیول شوي او زنداني شوي دي.
له ترهګرۍ پرته نورې امنيتي پېښې په جنايي جرمونو کې راځي، خو د جنايي جرمونو اداره وايي، په روانو شمېرو کې یې د غلا ، وژنو او قاچاق ګراف ډېر لوړ دی.
د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رياست مسوولين وايي، د روان ۱۳۹۲ کال په لومړيو شپږو مياشتو کې ۸۹۴۶ جنايي پېښې رامنځته شوې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله يې په شمېرو کې ۷۸۲ زياتوالی راغلی دی.
د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې رييس جنرال سيد عبدالغفار سيد زاده محور ته وويل، د روان کال له جنايي پېښو نه ۷۹۹۰ يې کشف او په تړاو يې ۱۱۹۵۱ تنه نيول شوي او د قانون منګلو ته سپارل شوي دي.
دی وايي، په روان کال کې په يو شمېر ولايتونو کې د پېښو ګراف د تېر کال په پرتله لوړ شوی، خو په يو شمېر نورو ولايتونو کې بيا دا کچه راټيټه شوې ده: ((د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې يوازې په کابل کې ۱۹۱۳ پېښې رامنځته شوې، چې تېر کال دا شمېرې ۱۷۰۴ وې. په بلخ کې ۹۰۷، په هرات کې ۴۳۱ په ننګرهار کې ۵۹۱، په پروان کې ۳۸۸ په کندوز کې ۳۶۹، په کندهار کې ۲۰۸ او په هلمند کې ۲۰۰ جنايي پېښې رامنځته شوې دي.))
د کورنيو چارو وزارت د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې رياست له لوري په ورکړل شويو معلوماتو کې ويل شوي، چې له ترهګريزو پېښو پرته نورې ټولې پېښې په جنايي هغو کې راځي، چې له ډلې يې ۱۰۵۵ وژنې، چې ۷۰۰ يې کشف او په تړاو يې ۱۰۰۶ کسان نيول شوي دي. ۱۳۲۳ غلاوې او شوکې، چې ۱۲۰۴ يې کشف او په تړاو يې ۱۷۲۲ تنه نيول شوي دي. ۱۷۲۳ خپلمنځي شخړې، چې په تړاو يې ۲۷۷۶ کسان نيول شوي دي.
د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې رييس سيد عبدالغفار سيد زاده وايي، د وژنو او جنګونو عوامل، خپلمنځي شخړې، کورني تاوتريخوالي دي. دی وايي، د غلاوو لامل لوږه، بېکاري او نور هغه دي، چې د مخنیوي لپاره يې په ټول توان سره کار کېږي.
د دوی د معلوماتو له مخې په ډېری جنايي پېښو کې بانډونه لاس لري، چې تر اوسه يې ډېری نيول شوي دي او په يو شمېر نورو فعالو بانډونو پسې هم پلټنې روانې دي، چې وخت نا وخت نيول کېږي.
د ورکړل شويو معلوماتو له مخې د تېر ۱۳۹۱ کال په لومړۍ نيمايي کې ۸۱۶۴ جنايي پېښې شوې، چې په تړاو يې ۱۱۹۵۹ کسان نيول شوي او د قانون منګلو ته سپارل شوي دي.
خو ډېری وخت نيوکې دا وي، چې په جنايي جرمونو تورن کسان تر نيول کېدو وروسته ددې پر ځای چې زندان ته لاړ شي، بېرته خوشي کېږي.
شنونکي وايي، ددې ډول کسانو تر شا د مافيايي کړيو او سترو بانډونو لاسونه دي، نو له دې امله پرې د قانون پلي کول له خنډونو سره مخ کېږي.