محور ورځپاڼه

په افغانستان کې د مرمر ډبرې د پروسس ۸۰ کارخونې فعاليت کوي، خو هېواد ته۷۰ سلنه پروسس شوې مرمر ډبرې له پاکستان، ايران او چين څخه را واردېږي.

هره ورځ د ګمرکونو له لارې افغانستان ته له پاکستان نه ۶۰ زره متر مربع، له ايرانه ۳۰۰۰ متر مربع او له چين نه ۴۵۰۰ متر مربع پروسس شوې مرمر ډبرې را وړل کېږي.

د افغانستان مرمر ډبرې د کيفيت او ښکلا له اړخه د نړۍ په کچه مشهورې دي، خو خامې ډبرې پاکستان، ايران، ترکيې، اېټاليې او يو شمېر عربي هېوادونو ته ايستل کېږي، چې هغوی يې تر پروسس وروسته په خپل نوم صادروي.

دا مهال په کابل، ننګرهار، هرات، کندهار، هلمند، بلخ او بدخشان ولايتونو کې د مرمر ډبرو د پروسس  ۸۰ لويې کارخونې فعاليت کوي، چې هره کارخونه په ورځ کې کابو ۱۵ زره متر مربع ډبره پروسس کوي.

د ورکړل شويو معلوماتو له مخې په هره فابريکه کې په منځنۍ توګه تر ۵۰ پورې کارګرانو ته د کار زمينه برابره شوې او همدا ډول هره کارخونه د ځان لپاره يو کان هم لري، چې په هر يوه کې يې نږدې ۵۰ کارګران کار کوي.

د مرمر ډبرو د برخې صنعتکار نيوکه کوي، چې حکومت په دې برخه کې پانګوالو ته زمينه نه برابروي او همدا ډول په يو شمېر سيمو کې د نا امنيو له امله د مرمر ډبرو د کانونو استخراج ستونزمن دی.

په افغانستان کې د مرمر ډبرو د صنعتکارانو د ټولنې مسوول انجينر نعمت الله وايي، همدا لامل شوی، چې افغانستان ته کابو ۷۰ سلنه مرمر ډبره له پاکستان، ايران او چين څخه را وارده شي :((هره ورځ د ګمرکونو له لارې افغانستان ته له پاکستان نه ۶۰ زره متر مربع، له ايرانه ۳۰۰۰ متر مربع، له چين نه ۴۵۰۰ متر مربع پروسس شوې مرمر ډبرې را وړل کېږي.))

له بهرنيو هېوادونو نه افغانستان ته را واردېدونکې مرمر ډبره د کيفيت له اړخه ناکاره او د نرخ له مخې ارزانه ده. انجينر نعمت الله وايي، هېواد ته را واردېدونکې ډبرې ځکه ارزانه دي، چې ټکس پرې کم دی او ان کله نا کله خو له سوداګرو ټاکل شوی ټکس هم نه اخستل کېږي :((پاکستان او ايران افغانستان ته خپله هغه ډبره را واردوي، چې د کيفيت له اړخه ټيټه وي، خو ښه ډبره بيا د نړۍ نورو هېوادونو ته صادروي.))

د مرمر ډبرو د صنعتکارانو د معلوماتو له مخې دا مهال افغان حکومت يو ټن مرمر ډبره له ۴۰۰ تر ۷۰۰۰ افغانۍ اخلي، خو پاکستان له خپلو  کان کېندونکو او ډبر توږونکو نه په يو ټن ۵۰ کلدارې اخلي، چې دا څه هم په افغانستان کې د ډبرې د پروسس او استخراج پر وړاندې خنډ کېدای شي.

د صنعتکارانو د ټولنې د يوې ارزونې له مخې، که د مرمر ډبرو د استخراج او پروسس په برخه کې پانګونه شوې وای، نو په ۲۰۰۷ زیږدیز کال کې له دې درکه افغان دولت ته ۵۰۰ ميليون ډالر عوايد ورتلای شوای او په ۲۰۱۳ زیږدیز کال کې دغه عوايد يو ميليارد ډالرو ته رسېدای شوای، خو حال دا چې اوس افغان حکومت له دې درکه يو نيم ميليون ډالر عوايد لري.

د صنعتکارانو د ټولنې مشر عبدالجبار ساپی وايي، افغانستان هر ډول ډبرې لري، خو د استخراج او بهرنيو هېوادونو ته د اېستلو په برخه کې يې ستونزې دي، چې پانګونې ته زمينه نه ده برابره شوې.

دی وايي، په ۱۳۸۳ کال کې د سعودي او دوبۍ يو شمېر پانګوالو غوښتنه وکړه، چې د دېرشو کلونو لپاره د افغانستان د مرمر ډبرو پروسس او استخراج واخلي، چې د افغانستان په نوم به يې له اماراتو نه بيا بهرنيو هېوادونو ته وباسي، خو افغان حکومت ورسره موافقه ونه کړه او دا ستره پانګونه د افغان حکومت له لاسه ووته.

افغان صنعتکاران وايي، په ټوله کې په افغانستان کې ډېری کسان چمتو کېږي، خو زمينه ورته نه برابرېږي. دوی وايي، يوازينی څه چې افغانستان ترې ډېر بډايه دی، هغه مرمر ډبرې دي، چې په هر ډول کې پيدا کېږي.

صنعتکاران وايي، په هر نړيوال نندارتون کې چې د افغانستان مرمر ډبرې ايښودل کېږي، نړيوال يې خوښوي، خو ستره ستونزه داده، چې پانګونه پکې نه ده شوې :((له جلال اباد نه د خوګياڼو افغان وايټ ډبره پاکستان ته ايستل کېږي، تر پروسس وروسته بېرته افغانستان ته راځي او يا هم د پاکستان په نوم نورو هېوادونو ته وځي.

له هرات، کندهار، هلمند او فراه نه د افغانستان مرمر خامه او پروسس شوې ډبره ايران، ترکيې، ايټاليا او يو شمېر عربي هېوادونو ته د ايران او ترکمنستان له لارې وځي.))

ددې برخې صنعتکاران له افغان حکومت غوښتنه کوي، چې د کانونو د استخراج زمينه دې ورته برابره کړي او افغانستان ته دې په را واردېدونکې بهرنۍ ډبره محصول  لوړ شي، څو افغان صنعتکاران ورسره سيالي وکړای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *