په لومړي دور ټاکنو د برید کوونکو طالبانو په قوماندانۍ کې تغیرات، له ټاکنو وروسته د امنیتي جال راټولول، د حکومتي چارواکو مداخله، د انتخاباتو قومي کېدلو احتمال او د ټاکنیزو کمېسیونو په خپلواکۍ شک د دویم دور ټاکنو په مخ کې پراته جدي خنډونه دي.

((ګاونډیان په یو شمېر ولایتونو کې په نا امنیو غواړي د یو مخکښ کاندید د رایو حوزه نا امنه کړي او د یوه مشخص کاندید بریالي کېدو ته یې خوشبیني ډېره ده.)) شکریه بارکزۍ

د طالبانو په قومانده کې له تغیراتو سره سم پاکستاني جنرالان هڅه کوي، افغان انتخابات له سبوتاژ وراخوا په یوه بله طریقه هم د ځان په ګټه وکاروي، داسې نښې ترلاسه شوې، چې په ځینو جنوبي او جنوب ختیځو سیمو همدا راز فاریاب او ځینو نورو ولایتونو کې ګڼ طالب جنګیالي چې پاکستاني هغوی هم پکې دي ځای پر ځای شوي دي.

دوی ته دستور ورکړل شوی، چې دغه سیمې د انتخاباتو پر مهال تر اور لاندې ونیسي، که داسې وشي د څېړونکو په باور د افغان انتخاباتو د یوه کاندید د رایو حوزه له جدي خطر سره مخامخ کېدای شي او بل کاندید ته د مطلق بري زمینه مساعدوي.

ځینې څېړونکي وايي، پاکستان د افغان انتخاباتو د ترسره کېدو په صورت کې یو مشخص کاندید ته تمایل لري.

د سیاسي چارو شنونکی محمد بشیر هاتف وایي، دا چې په لومړي دور ټاکنو کې طالبان چېلنج شوي، نو د غچ اخستو لپاره سر له اوسه د امنیت خرابولو هڅه کوي، د نوموړي په وینا نور خنډونه هم شته: ((۱ـ د قوم او سمت انتخابونه به د رایو لپاره کارول کېږي. ۲ـ نا امنیو ته د ګاونډیانو او ځینو نورو هېوادونو لمن وهل ددې لپاره دي چې مشخصاً د یوه کاندید بریالي کېدل پخپله ګټه بولي او دغه څه له وړاندې د دوی په رسنیو او د سیاستوالو په نظرونو کې څرګندېږي. ۳ـ په ټاکنیزو کمېسیونونو د مخکښو کاندیدانو او پلویانو بې باوري ژوره شوې. د ځینو ملحوظاتو په اساس د یو میلیون تقلبي رایو سرنوشت ګونګ پاتې شو او وخت به هم یو بل خنډ وي، چې ټاکنو کمېسیون هغه ۱۰۰۰ درغل کارکوونکي تصفیه کړای شي.))

د ولسي جرګې غړې آغلې شکریه بارکزۍ هم د ګاونډیو او ځینو نورو هېوادونو لخوا یو مشخص کاندید ته تمایل تائیدوي، خو آغلې بارکزۍ امنیتي ستونزې مشخص د دویم دور ټاکنو لپاره نه بولي: ((امنیتي ستونزې هر وخت شته، چې یوازې د ټاکنو لپاره یې نشو بللی، خو دا چې ګاونډیان او ځینې نور هېوادونه په دغو دوو کاندیدانو کې د یوه بریالي کېدل پخپله ګټه بولي، نو طبیعي ده چې په ګټه به یې په ځینو ولایتونو کې نا امنیو ته هم لمن و وهي.))

د دویم دور ټاکنو امنیت نیولو لپاره د امنیتي ځواکونو د تیاري مورال د ستایلو دی، خو پورته ستونزې هم د جدي خنډونو په توګه له نظره نشي غورځول کېدای، چې د دفع کولو لپاره یې باید سر له اوسه په امنیتي پلان کار وشي.

د ټاکنو کمېسیون پرون له امنیتي بنسټونو په دویم دور ټاکنو کې د ۲۴۰۰۰ محلونو د امنیت ټینګولو غوښتنه وکړه.

ددې کمېسیون د ویاند نور محمد نور په وینا، د دویم دور ټاکنو لپاره شاوخوا ۱۵ میلیونه رایې پاڼې چاپ شوې دي چې ولایتونو ته یې د رسېدو بهیر پیل شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *