د افغانستان د انتخاباتو پرمهال پر پاکستان د سعودي سختو فشارونو هغه هېواد اړ کړ، چې له ګډوډۍ لاس واخلي، خو ترټاکنو وروسته پاکستان د سختو حملو او جګړو تابیا کړې ده. د پکتیکا په ارګون کې په ملکي وګړو موټر بم چاودنه ددغې سلسلې یوازې يو برید و، چې په ترڅ کې یې ۸۹ کسان وژل شوي او د ۴۰ ټپیانو په منځ کې د زیاترو یې روغتیايي حالت ترینګلی دی.
پاکستان په افغانستان کې د جګړې لپاره نوې تګلاره جوړه کړې، چې له مخې به یې دولتي ملکي مامورین او ملکي وګړي په نښه کوي او له دې لارې به په عامه کچه د افغان دولت د ملاتړ روحیه ځپل کېږي، داځکه چې په انتخاباتو کې د اته میليونه خلکو ګډون د پاکستاني استخباراتو لپاره د خپل سیال ملک له لوري خطرناک زېګنال دی.
په افغانستان کې ددويم ځلي ټاکنو پربهیر د طالبانو د سراسري بریدونو پلان له ټاکنو درې ورځې وړاندې بدل کړای شو او طالبانو ته هغه امکانات ورنکړای شول، چې په پاکستان کې ورسره له مخکې ژمنه شوې وه. ددغو طالبانو ډېری یې د خپل مخفي او جنګي ماموریت لپاره د ټاکنو په ورځ راستانه نشول، خو په افغانستان کې میشت چریکانو هڅه وکړه، د ټاکنو پربهیر له خورو ورو بریدونو خپل موجوديت څرګند کړي.
د طالبانو یوه سرچينه وايي، دوی خبر دي، چې سعودي عربستان پر پاکستان فشار راوړ، چې که افغان ټاکنې خپلې مخې ته پرینږدي، نو په سیمه کې به د شعیه او سني جګړه پیل شي او د عراق په څیر به حالات نور هم بدې خواته روان شي.
اوس افغان ټاکنې ترسره شوې دي، د نسبي معلوماتو پربنسټ په یادو ټاکنو کې د اته میلیونه په شمېر خلکو ګډون وکړ او ددغو وګړو ډېری یې د پکتیا، پکتیکا او خوست په څېر د جنګ ځپلو سیمو اوسېدونکي وو، چې د طالبانو له ډار سره سره یې بیا خپل زور د سیاسي جریان لپاره وکاراوه. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغان ټاکنو او د ملي حکومت د جوړښت ملاتړ کړی، خو دديپلوماتانو یوه اعلامیه د پاکستان له پوځي سیاست او د هغه هېواد د استخباراتو له تګلارې سره معمولاً واټن لري.
په وزیرستان د پاکستاني پوځ بریدونه یوازې د هغه ملک د امنیت د خوندیتوب په پار نه وو، دغه هېواد هغه جنګیالي له امن وزیرستانونو څخه نامعلوم لوري ته وکیشول، چې هره ورځ دمه یې د پاکستان د امن لپاره هم ګواښ و. ددغو جنګیالیو یو شمېر یې افغانستان او پاتې یې ترمنځنۍ اسیا رسېدلي دي، خو ددغو جنګیالیو یو تعداد یې د پاکستان امن سیمو ته د پاکستان په مشوره کوچېدلي دي.
پاکستان افغان طالبان ورخپل کړي او ددوی په مرسته له پاکستاني طالبانو سره د خپلو اړیکو د جوړولو کوښښ کوي. هم زمان پاکستان غواړي په وزیرستان کې له بریدونو سره سملاسي د جنګ یوه بله حوزه فعاله وساتي، چې له مخې یې په پاکستان کې حالات نورمال شي.
د شمشتو په کمپ کې له پاکستاني استخباراتو پټ شوي ډېری طالبان هڅه کوي، په پټه افغانستان ته ستانه شي او له جګړې لاس واخلي، خو دوی ادعا کوي، چې هم د راوتلو پرمهال او هم په افغانستان کې د سر دخوندیتوب ډاډ نلري.
دغه طالب سرچينې وايي، په افغانستان کې د ای اس ای نوې جنګي تګلار داده، چې ملکي مامورین، ملکي وګړي او ځینې مصونې حوزې په نښه شي او له دغو بریدونو سره په عامه اذهانو کې وېره خپره شي.
دغه طالب سرچينې وايي، د هلمند د جګړې لپاره تر افغان ټاکنو مخکې ترتیبات نیول شوي وو، خو ناڅرګندو دلایلو طالب قوماندانان اړایستل، چې دغه جګړه وځنډوي. ددوی په خبره د سنګین جګړې ته هغه پاکستاني طالبان هم راغلي وو، چې په پاکستان کې یې د بریدونو نیت درلود، خو هغوی ټول په دې جګړه کې ووژل شول.
دغه معلومات داسې مهال بربنډيږي، چې په کابل کې د ملکي مامورینو یو موټر په نښه شوی او اتو کسانو ته یې مرګ ژوبله اوښتې، په کندوز کې د خرپ و ترپ جګړې پیل شوې، په بدخشان کې د طالبانو تحرکات ډېر شوي او اخري خونړۍ پېښه یې د پکتیکا په ارګون بازار کې د موټر بم چاودنه وه، چې تلفات یې ۹۳ ته رسېدلي دي.
دکابل په بنحصارسیمه کې یو سړی ؤ هغه ته به هلکانو ویل چې (چپه شد) په ده به بده لګېده او ښکنځل به یې کول، یوه ورځ یو چا ورته وویل چې خیر ته څه مه ورته وایه هغه په ځواب کې ورته وویل که زه څه ورته ونه وایم بیا دوی راته وایي چې (کر استي یا بې غیرت) اوس هم …..