د نشه یي توکو ۱۵کسیز ګروپونه د شپې په تیاره کې د تخار له چاه آب، ینګي قلع، دشتي قلع، درقد او آی خانم ولسوالیو څخه تاجکستان ته نشه یي توکي اړوي او له هغه ځایه منځنۍ اسیا او اروپا ته انتقالېږي.
په وسلو سمبال قاچاقبر ګروپونه په سیمه کې وسله والې ملېشې لري او کله هم چې له امنیتي فشار سره مخ شي، مصنوعي نا امني جوړوي.
((د تخار یو شمېر محلي چارواکي او سیمه ییز زورواکي د قاچاقبرو دغه ګروپونه منسجموي، ورځنی مزد ورکوي، وسلې پرې وېشي او د خپل نفوذ په زور یې تر نیولو وروسته بېرته خوشي کوي. له بدخشانه، منځنۍ اسیا او اروپا ته د نشه یي توکو په انتقال هر کال قاچاقبر بانډونه میلیونونه ډالر ترلاسه کوي.))
تخار ولایت له تاجکستان سره د امو سیند په امتداد ۱۲۲ کیلو متره ګډ سرحد لري. د امو سیند له لارې په وسلو سمبال قاچاقبر ګروپونه د شپې لخوا د ټل (د ټوپونو له پاسه تړل شوې تختې، چې قاچاقبران پرې د سیند هغې غاړې ته اوړي) په واسطه نشه یي توکي تاجکستان ته اړوي او هاغه غاړه د قاچاقبرانو نورو ډلو ته یې سپاري.
په تخار کې مېشت خبریال عزت الله سرحدي چې د نشه یي توکو د قاچاق پر دې اوږده لاره تحقیقاتي راپورونه چمتو کوي وایي، یو شمېر سرحدي پوستې هم له قاچاقبرو سره لار لري، اما که مقابله یې هم وکړي نه یې شي کولای، ځکه سرحدي پولیس د نشه یي توکو د کشف په لازمو تجیهزاتو سمبال ندي: ((د هرې پوستې ترمنځ نږدې پنځه کیلومتره فاصله ده، د شپې لخوا قوي دوربینونه نه لري، تربیه شوي سپي نه لري او له هغو قاچاقبرو سره مقابله هم ورته ستونزمنه ده، چې قوي او پریمانه وسلې لري.))
تخار کې نشه یي توکي نه کرل کېږي او د کر کچه پکې صفر ته ټیټه شوې، خو له بدخشانه راوړل کېدونکو نشه یي توکو دغلته د سیمې اکثریت بېکاره ځوانانو ته له قاچاقبرو ډلو سره د کار زمینه مساعده کړې. د کلي د بېکاره ځوانانو ډلو د نشه یي توکو کاروبار په تخار کې ښه ګرم کړی دی.
له لسو تر شلو په وسلو سمبال ګروپونه که له امنیتي ګزمو سره مخ شي ورسره جګړه کوي او ډېر ځله دواړو خواوو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
خو د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالخلیل اسیر بیا له قاچاقبرو ګروپونو سره د امنیتي مسوولینو لاس لرل ردوي او وایي، پولیس د ټولو قاچاقبرو ډلو په وړاندې مبارزې ته چمتو دي.
ښاغلی اسیر وایي، تېر کال د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۴۱ قاچاقبر او له دوی سره یو ټن نشه یي توکي نیول شوي دي، چې الکولي مشروبات، چرس، اپین او هیروئین پکې شامل دي.
په ورته وخت کې ښاغلی اسیر هم تائیدوي چې د قاچاقبرو ګروپونو د تشخیص او ځانګړې مقابلې لپاره هغسې چې په کار ده پولیس ندي مجهز شوي.
د قاچاقبرو دغه ګروپونه یوازې په ورځني مزد کار کوي، خو د محور خبریال له ځایي مسوولینو سره په خبرو کې موندلې چې یو شمېر محلي چارواکي او سیمه ییز زورواکي د دغو قاچاقبرو ګروپونو په منسجم کولو کې لاس لري، وسلې ورکوي او تر نیولو وروسته یې د خپل نفوذ په زور بېرته خوشي کوي.