د ارزګان ولایت په مرکز کې د ۲۰۰ بستريز روغتون د پروژې قراردادي دوه نیم میلیون ډالرو سره تښتېدلی، خو اته کاله کېږي، د ترینکوټ اوسېدونکي ورځې شماري، چې د پروژې مسولین به راوګرځي او نن سبا کې به د یو وچ او بې اسرې ولایت وګړي روغتیايي خدماتو ته لاسرسی ومومي.

د ترینکوټ خلکو د محور خبریال ته ويلي، له الوزيري شرکت سره د ځايي دولتي چارواکو لاس و، یوه اندازه پیسې د شرکت مالک په چارواکو تقسیم کړې او د چارواکو د سترګو په ورپټولو یې پاتې پیسې وتښتولې.

اته کاله وړاندې د ولایت په کچه دغه ستره حیاتي پروژه ارزګان ته منظور شوه، هغه خلک چې د دې پروژې په پیشنهادولو او امر اخستلو کې وځغستل وايي، د عامې روغتیا وزارت هم له قراردادي شرکت سره لاس درلود او هم یې په داوطلبۍ کې په نا قانونه ډول یاد شرکت بریالی کړی و.

د ارزګان خلک وايي، دولت د اتو کلو په تېرېدو سره نه دی توانېدلی، چې دغه پروژه بشپړه کړي او هغه کسان چې د پیسو په تښتولو تورن دي، ارزګان ته یا محکمې ته راوګرځوي.

د ارزګان د ولايتي شورا پخواني مشر امان الله هوتکي وويل، دغه پروژه له دې امله نيمګړې پاتې ده، چې د شرکت په ګډون يوشمېر کړيو خپلې ونډې پکې اخيستې او په خپله مخه تللي دي.

دی زياتوي، ډېرې داسې پروژې دي، چې پيسې یې په کابل کې منظور شوې، خو تر ارزګانه او تر کارځایه رسېدو مخکې ورکې شوې دي:

(( د دې ترڅنګ د ترينکوټ- دراوت ۴۶ کيلومتره سړک او سټېډيوم هغه لويې پروژې دي، چې له دريو کلونو راهيسې يې کارونه پيل شوي، لا نیمه کاره پراته دي او هغه شرکتونه په خپله مخه تللي، چې د دې پروژو قراردادونه یې ګټلي وو.))

د ارزګان ولايت يوه دولتي سرچينه وايي، کله به چې له عامې روغتيا وزارت د ۲۰۰ بستريز روغتون د ليدو لپاره پلاوی راغی، نو د شرکت له مسوولينو سره به يې د پيسو پر سر معامله وکړه او وزارت ته به يې د کار د ښه پرمختګ راپور دروغ ورکړ، مګر خلکو لیدل، چې د پروژې کار په ټپه ولاړ دی:

(( په اصل کې دا پروژه په درېيم لاس پلورل شوې وه، ټولې اړوندې ادارې خبرې وې.))

له وړاندې د زورن په کچه د دې روغتون د لویوالي او مجهزوالي راپورونه ورکول کېدل. دا روغتون په کابو۵۰ جرېبه ځمکه کې په ۱۰ بلاکونو کې پلان شوی دی.

ځايي خلک وايي، دامهال په ارزګان کې خلک له ډېرو روغتيايي ستونزو سره لاس و ګریوان دي، د ټول ارزګان په کچه يو جراح ډاکتر دی او په ولسواليو کې حتی ډاکتران او عادي وسايل هم نشته.

په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو استازي وايي، په ټولو ساختماني او نورو پروژو کې ځايي چارواکي په ځانګړې توګه واليان خپلې ونډې لري او چې چارواکي شوکه ونکړي، پروژه یوه لویشت هم د تطبیق وړ نده.

د ولسي جرګې غړی عبيدالله بارکزی وايي، د ۲۰۰ بستريز روغتون په پروژه کې د وزارت د چارواکو په ګډون هر پخواني والي خپله ونډه اخستې او همدا لامل دی، چې شرکت په ډاډه زړه تښتېدلی او پيسې يې وړې دي.

په ارزګان کې د عامې روغتيا رييس خان اغا ميا خېل وايي، هغه شرکت چې د دغې پروژې قرارداد ورسره شوی وو، تښتېدلی او اوس هڅې روانې دي، چې دا قرارداد بل شرکت ته ورکړل شي. دی وايي، اوس د دې پروژې لپاره نورې پيسې منظورې شوې، خو معلومې نه دي، چې څومره به وي.

3 thoughts on “محور ورځپاڼه: په ترینکوټ کې له یوه روغتون څخه د غلا داستان”
  1. وروره په مننه سره چی تا دا لوی مشکل خپور کړ او هیله ده چی چارواکی هم ورته پاملرنه وکړی که داسی شی لکه زمونژ د کلی کلینک چی د وردګو ولایت چک ولسوالی شیخ یاسین د کلی کلینک کلینک خو شته ډاکتر یی هم ښه ډبل معاش اخلی مګر ډاکتر یی د هفتی دوی ورځی هم نه وی ټول وخت په خپل کور کی تیروی یا به میلی کوی که داسی تاسو سره وشی نو بیا به څه کوی او چارواکی هم دی موضوع ته پاملرنه نه کوی

  2. دا خو لا پریژده چی ډاکتر صاحب کلینک کی نه وی کله چی ځی خپله دنده یوه نرس ته سپاری چی ناروغان معاینه کوه

  3. هی وروه شکر کوه چی کله ځی خپله دنده نرس ته سپاری که د پخوانی زمانی غوندی کوم ډم ته یی دنده سپارلی چی مریضان معاینه کوه بیا به مو څه کول

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *