امريکا په احتمالي ډول د افغانستان د مسئلې د حل لپاره د سياسي نقشې هغې برخې ته ورستنېږي، چې له مخې يې د افغانستان په جنوب کې يوه مشخصه سيمه طالبانو ته وسپارل شي او طالبان رسماً د مذاکراتو د اړخ په توګه نړيوال سياسي حمایت ترلاسه کړي. دا طرحه په ۲۰۱۰ کې جوړه شوې ده.

په قطر کې د طالبانو دفتر خپل نقش بايللی، امريکا او طالبان غواړي د قطر له دفتر څخه د امارت د سفارت په توګه استفاده وکړي، خو افغان دولت د قطر دفتر یوازې د طالب استازو د آسانچاري ادرس په توګه مني.

په افغانستان کې د سياسي پېچلتيا ستر لامل له امريکا سره امنيتي تړون دی، چې امريکا په خپلو شرايطو له ټينګار سره سره د افغان دولت په قناعت ونه توانېده، کېدای شي دا تړون تر اوږد مهاله وځنډېږي او امريکا پر افغانستان د نويو شرايطو په تحميل غور وکړي.

پرکابل د واشنګټن د مستقيم او غير مستقيمو فشارونو په لړ کې د ناټو د سرمنشي وروستي بيان افغان دولت له يو جدي چېلنج سره مخامخ کړی دی. اندرس فوګ راسموسن د ناټو سازمان غړو ته وویل؛ ناټو غواړي تر ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې خپل ماموريت واضح کړي، سازمان د افغان ځواکونو د تجهيز، روزنې او د هغوی د حمايت په شرط په افغانستان کې د ناټو لپاره د پېنځو اډو غوښتنه کوي، اما د ده په باور د ناټو د همکاريو دوام په مستقيم ډول له امريکا سره د افغانستان د امنيتي تړون په لاسليک پورې مشروط دی.

امريکا د ناټو د بهرنيو عملياتو ۵۰ سلنه مالي لګښت پرغاړه لري او ددې ترڅنګ په اروپا کې هم ددغه سازمان ځینو غړو ته مشخص مالي تعهدات عملي کوي.

افغان دولت چې له امريکا سره د امنيتي تړون په پرنسيپ موافقه لري، ټينګار کوي، چې امريکا بايد ځينې ضمانتونه تعميل کړي او په دې لړ کې په افغانستان کې د جګړې د ختمولو او د اوږدمهالو پوځي همکاريو غوښتنې يې جدي نيولې دي. په وروستيو کې ولسمشر کرزي حتی ويلي، چې نه غواړي د ګندمک او ډيورنډ تجربه تکرار شي. ددې خبرې مفهوم کولای شي، د امنيتي تړون په محتوا نيوکې زياتې کړي.

بل لور ته له وسله والو مخالفينو سره د سولې هلې ځلې وروستۍ کچې ته راټيټې شوې دي. په قطر کې ميشت طالب استازي د مېلمنو په دود هلته اوسېږي، چې لا د مذاکراتو لپاره ورته هېڅ مراجعه نده شوې. د افغان دولت له سترګو الونيا دغه طالب مشران د امريکا د مېلمنو په توګه په رستورانونو او مارکېټونو کې د چکر اجازه لري، اما د خپل ماموريت د پيل او اجنډا په اړه حداقل معلومات هم ورسره نشته.

افغان دولت ته نږدې سرچينو وېره څرګنده کړې، چې امريکا له نورو فشارونو سربېره د امنيتي تړون لپاره طالبان د فشار د آلې په توګه کاروي او ښايي د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنيتي تړون پرسر د ناندريو دوام په افغانستان کې د جګړې د پراختيا امکان زيات کړي.

د پژواک اژانس د یو راپور پربنسټ یو افغان مقام ادعا کړې، چې امريکا په مستقيمه توګه د طالبانو په استازيتوب له دوی سره استدلال کوي. ددغه مقام اشاره د کرزي او جان کيري ترمنځ وروستيو تليفوني خبرو ته وه، چې یو بل يې جدي ننګولي دي. د سرچينې په ادعا د واشنګټن، لندن او بروکسل غونډو ښوودلې چې امريکا مستقيماً د طالبانو له خوا غږېږي.

په ۲۰۱۰ کال کې چې طالبانو له امريکا سره د مستقيمو مذاکراتو وړانديز وکړ، په لویديځ کې ځینو رسنيو د افغانستان د جنوب د ځينو سيمو طالبانو ته د سپارلو موضوع راپورته کړه. ځينې افغان شنونکي وايي، د طالبانو لپاره د لابي هماغه ډول د امريکا د يوې طرحې B انتخاب و، چې اوس يې د تعميل امکان زيات شوی دی. دغه شنونکي د هلمند په سروان کلا کې د طالبانو هغه جبهه يي جګړې ته اشاره کوي، چې یو زر افغان او پاکستانيو طالبانو پکې برخه اخستې وه، چې په باور يې ښايي دا مهال په جنوب کې یو ولایت ته د طالبانو په لاس سقوط ورکړل شي، وروسته طالبان د قطر له خوا په رسميت وپېژندل شي، چې وکولای شي په خبرو کې په خپلو شرايطو سره رسماً ګډون وکړي او امريکا يې له خپلې خوښې سره سم ملاتړ ته دليل ولري.

خو ځينې شنونکي ډاډه دي، چې د امريکا له خوا د طالبانو مقطعي حمايت د هغه امنيتي تړون د لاسليک لپاره فشار دی، چې په ډېرو موادو يې افغان دولت توافق نلري، خو دغه تړون د لاسليک مرحلې ته خورا نږدې شوی دی.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *