ځايي قومي مشران وايي، په زابل ولايت کې د محلي شوراګانو ډېری مسوولين طالب قومندانان دي او د ملي پيوستون او پوليو واکسين ۸۰ سلنه پيسې په خپلو کې سره وېشي.
د ولسي جرګې غړي وايي، که د زابل په هره ولسوالۍ کې څوک وغواړي، چې محلي شورا جوړه کړي، بايد له کوټې شورا د فعالیت اجازه لیک راوړي.
ځايي مشران وايي، پروژې او محلي شتمن د طالبانو مالي تمویلوونکي دي او په زابل کې د طالبانو هر سرګروپ ته د ځايي لوړ پوړو مامورينو له لوري موټر سايکلونه، وسلې او پيسې ورکول کېږي.
د زابل ولايت قومي مشران ادعا کوي، چې په دغه ولايت کې د ملي پيوستون او د پولیو واکسين د کمپاين ۸۰ سلنه پیسې د وسله والو مخالفينو جېبونو ته ځي.
دوی وايي، په دغه ولايت کې د محلي شوراګانو ډېری مسوولين طالب قومندانان او يا هم د دوی نېږدې خواخوږي دي، چې په تېرو څو کلونو کې يې د اساسي پروژو ډېرې پيسې په خپلو کې سره وېشلې دي.
په ولسي جرګه کې د زابل د خلکو استازي وايي، په وار وار يې غږ کړی، چې د وسله والو اورپکو د لیکو د کمزوري کېدو لپاره بايد د هغوی مالي سرچينې وچې شي، ځکه چې د بهرنيانو ترڅنګ په کور د ننه هم دوی ستر مالي ملاتړ لري. دوی وايي، په زابل کې د طالبانو ډلې تر ټولو زيات د دولت په پيسو خپلې ليکې پياوړې کوي.
د يادې جرګې غړی حميدالله توخی وايي، که د زابل په هره ولسوالۍ کې څوک وغواړي، چې محلي شورا جوړه کړي، نو بايد له کوټې شورا اجازه ليک راوړي.
د ښاغلي توخي په وينا، د زابل د واکسين پروګرام او ملي پيوستون د پروژو لويه برخه د طالبانو جګړه تمويله وي: ((د دې ترڅنګ نورې هغه پروژې چې په سيمه کې پلې کېږي، له هغه درکه هم طالبانو ته ډېرې پيسې ورځي او همدا ډول محلي لوړ پوړي مامورين، ځايي شتمن د ملي شورا د ځينو غړو په ګډون طالبانو ته پيسې ورکوي، وسلې او موټر سايکلونه ورته اخلي.))
ځايي خلک وايي، طالبان له خلکو په زور د عشر او زکات په نامه د کرنيزو حاصلاتو ونډه اخلي، په دوکانونو او سوداګرو يې کله پولي اېښې، که يې څوک ورنه کړي، نو سزا ورکوي. دوی وايي، په ياد ولايت کې د ملي پيوستون د پروژو هېڅ څرک نه لکېږي او شايد د ډېری پروژو کيفيت له همدې امله ټيټ وي.
د زابل امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېونی وايي، په زابل کې د طالبانو د ليکو د پياوړتيا يو لامل د ځينو شرکتونو، ملي پيوستون د پروژو او پوليو واکسين پيسې دي.
ښاغلي روغ ليوني محور ته وويل، چې په همدې تړاو يې د شاجوۍ ولسوالۍ د کجرخېلو د کلي د ملي پیوستون رييس او مالي امر نيولي، چې خپله يې مخالفينو ته د پيسو پر ورکړې اعتراف کړی دی. دی وايي، د زابل په لرې پرتو ولسواليو او سيمو کې طالبان له همدې درکه مالي ملاتړ تر لاسه کوي.
د زابل د عامي روغتيا رييس ډاکتر لعل توخی بيا دا نه مني، چې د پولیو د واکسين پیسې مخالفينو ته تللي او په غبرګون کې يې د ادعا پر ځای شواهد غواړي.
د ملي پيوستون مشر عبدالرحمن ايوبي وايي، په ځينو سيمو کې ستونزې شته، خو زياتوي، موږ د خلکو په غوښته دغه پروژې پلې کوو. ښاغلی ايوبي وايي، د زابل د شاجوۍ ولسوالۍ د کجرخېلو د پېښې په تړاو به پلټنې وکړو او وروسته به يې له رسنيو سره شريکې کړو، ځکه چې تر اوسه پورې موږ ته داسې معلومات نه دي رارسېدلي.
ټول حقیقت دی حتی دسیکا دلاری ټول پیسی مخالفینوته ځی اوزموږ په ولایت کی هر رئیس خپله ونډه ورکوي مخکنی ښاروال ۶ موټرسیکله په یوه ورځ ورته رانیول شاهد اسناد سته دهربخش دا صحي ده اما پولیس خصوص محلی پولیس دمرمیو اونورو شیانو مرسته ورسره کوی
یارانو دا به منو چی د خارجیانو یو اندازه پیسی په مستقیم او یا هم غیر مستقیم ډول سره د دولت مخالفینو ته رسیږی. طالبان د واکسین په پروګرام کښی دومره نفوذ لری چی کولای شی په یوه تیلیفون د زابل ولسوالی د واکسین مسول د وظیفی څخه لری کړی.