د هیرویئنو او تاریاکو لوګي د خپل استعمال په چاپیریال کې درې لکه ماشومان معتاد کړي دي، چې ډېری یې د معتادینو اولاده دي.
د نشې پرمهال د CRYSTAL METH یا دویم لاس لوګي له امله د روان کال په جریان کې تر اوسه ۱۴۴ کسان په سرطان ناروغۍ اخته شوي، چې دا شمېره په ۲۰۱۲ کې د ټول هېواد په سطحه ۴۸ وه.
ډاکتران د نشه یي توکو د ناوړه چاپیریال د مخنیوي لپاره د قانون په رامنځته کولو ټینګار لري، چې په تمځایونو، روغتونونو، عمومي مارکېټونو او انتظار خونو کې د نشه یي توکو استعمال منع وګرځوي او معتادین له ګڼې ګوڼې ځایونو وشړي.
په افغانستان کې په نشه یي توکو د اخته یو میلیون کسانو سربېره د هغو کسانو د شمېر زیاتېدا هم اندېښنې راپورته کړي، چې د نشه یي توکو د دویم لاس له لوګیو متضرره کېږي.
ډاکتران وایي، د نشې پر وخت دویم لاس لوګی تر معتاد ددې چاپیریال نورو ګډونوالو ته ډېر خطرناک دی. دوی وایي د دویم لاس لوګي څخه د مصئون کېدو یوازینۍ لاره د هغه قانون رامنځته کول دي، چې په عامه ځایونو او د ماشومانو په مخکې د نشه یي توکو کارول منع ګرځوي.
له محور سره په مرکه کې ډاکتر ابراهیم شینواري دویم لاس لوګي ته د زهرو پیچکاري نوم وکاروه. د نوموړي په وینا د خولې له لارې که نشه یي توکو استعمالېږي، نو نیم ضرورنه یې د معدې په واسطه خنثی کېږي، خو پیچکاري ټول زهر د انسان بدن ته ترزیق کوي او دویم لاس لوګی همداسې دی. ښاغلي شینواري د CRYSTAL METH ګاز پوره نوم CRYSTAL MET OF MITHANOL ښیي، چې په وینا یې په طب کې د دویم لاس لوګي لپاره کارېږي: ((دویم لاس لوګی په سرطان د اخته کېدو لوی لامل دی، د څېړنو په اساس دویم لاس لوګی چې زموږ او ستاسو په ټولنه کې له سیګریټو ډېر رامنځته کېږي د مرګ د پېنځو لویو لاملونو څخه یې یو دی او د څلورو نورو لاملونو لپاره هم زمینه سازي کوي. د نشه یي توکو لوګی د زړه رګونه بندوي او په ځانګړي ډول ماشومان ددې پېښې ډېر قربانیان ځکه دي، چې د هغوی سږي ډېر نازک دي.))
د الیکټرونیک بانک له خوا په یوه نوې خپره شوې سروې کې راغلي؛ د افغانستان د یو میلیون معتادینو ترمنځ یې درې لکه ماشومان دي، چې د دویم لاس لوګیو له امله روږدي شوي دي. دغه ماشومان د خپلو کورنیو د هغو کسانو له خوا په شعوري او غیر شعوري ډول په نشه اخته شوي، چې په مخ کې یې نشه یي توکي کارول شوي دي.
د یو میلیون معتادینو ترمنځ یې دریمه برخه د خپلو کورنیو د ښځو او ماشومانو لپاره لا زیات خطرناک بلل شوي دي، ځکه دوی ان لا عادي درملنې ته هم لاسرسی نه لري.
ډاکتران په ټولنیزه میډیا کې د هغه کمپاین ملاتړ کوي، چې وایي، په ماشومانو له بازار او دوکانونو سیګریټ، نصوار او نور نشه یي توکي مه راوړئ، ځکه دا کار هغوی نشې ته هڅوي.
د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرایمو څانګې په راپور کې راغلي، چې د دویم لاس لوګي له امله د روان کال له پیله تر اوسه په افغانستان کې ۱۴۴ کسان په سرطان اخته شوي دي، دا شمېر تېر کال یوازې ۴۸ وو.
ډاکتران وایي، که چېرې مققنه قوه په عامه ځایونو کې د نشه یي توکو د استعمال د منع قانون رامنځته نه کړي وېره شته، چې د دویم لاس لوګیو له امله په سرطان د اخته کسانو شمېر په راتلونکو پېنځو کلونو کې بېساری لوړ شي.
د ولسي جرګې د نشه یي توکو پرضد د مبارزې کمېسیون غړی خداداد عرفاني وایي، په عامه ځایونو کې د نشې د منع قانون نهایي شوی او ډېر زر به تصویب شي.
په افغانستان کې داسې مهال دویم لاس لوګۍ د سرطان له فکتورونو یو بلل کېږي، چې د ملګرو ملتونو د هغه راپور په اساس چې د ۲۰۱۳ کال په جون کې خپور شو راغلي، افغانستان په ۲۰۱۲ کال کې د ټولې نړۍ ۷۴ سلنه اپیم تولید کړي، دا اندازه په ۲۰۱۱ کال کې ۳۰ سلنه وه.