په پاکستان کې د طالبانو په نوم ځینې نوې ډلې جوړې شوې، چې په افغانستان کې ډله ییزو غلچکیو بریدونو لپاره راشي او د جنګ تر بري زیات د عامه وېرې خپرولو په ذریعه د طالبانو رول پیاوړی وښیي.

معلومات په ډاګه کوي، دغه ډلې لګیا دي چې د طالبانو په نوم د افغانستان په سرحدي ولسوالیو د ننګرهار د حصارک او سنګین جګړو ته ورته هجوم راوړي. ډېری پخواني طالبان نه پدغو کتارونو کې راوستل کېږي او نه له وضعیت څخه خبرېږي.

د پېښور په کارخانو او د کوټې په سُرخاب کې څلور داسې روزنیز مرکزونه جوړ شوي، چې د پاکستان استخباراتي اداره د چریکي طالبانو ګروپونه روزي او د افغانستان سرحدي ولسوالیو ته یې د ډله ییزو بریدونو لپاره رالېږي.

د دوی په هره ډله کې تر سلو زیات طالبان دي، خو پوښتنه دا ده چې دا طالبان څنګه له پولو افغانستان ته را اوړي؟

معلومات په ډاګه کوي، چې دوی له ځانه سره وسله او مرمۍ ټول له پولو پورې غاړې را اړوي.

په سُرخاب کې ځایي خلک وایي، دوی داسې طالبان لیدلي چې ځینې کسان له افغانستان څخه په قاچاقي ډول وباسي او دغو روزنیزو مرکزونو ته یې رسوي.

یوه سرچینه وایي، د نشه یي توکو مشهور قاچاقچیان هم پدې تعاملاتو کې ښکېل دي.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې په یادو څلورو روزنیزو مرکزونو کې تر زرو زیات طالبان همدا اوس د جنګي مهارتونو په خپلولو لګیا دي او په نوبتي ډول یې د افغانستان بېلابېلو سرحدي ولایتونو ته رالېږي چې دا د افغان سرحدي ځواکونو لپاره د نوي جنګي تاکتیک د خپلولو پیغام ورکوي.

دغو طالبانو لومړی ځل په هلمند کې سنګر ونیوه، درې میاشتې په کلیو او کوڅو کې وګرځېدل او وروسته یې په سنګین او موسی قلعه کې بریدونه پیل کړل.

دویمه ډله یې د غزني ګیرو ته راغلل، دریمه ډله په نورستان کې ځای پر ځای شوي و او څلورمې هغې یې د ننګرهار په بټي کوټ او حصارک ولسوالیو بریدونه وکړل.

سره له دې چې د جنګ میدان ته راغلي طالبان تقریباً ټول یې وژل شوي او جګړې یې بایللې، خو بیا هم افغان ځواکونو او عامو وګړو ته د حد اقل تلفاتو رسېدل هم د خواشینۍ وړ دي.

0 thoughts on “محور ورځپاڼه: په سُرخاب او کارخانو کې نوي طالب چریکان روزل کېږي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *