د سیمه ییز اقتصاد، سیاست او امنیت په تعادل کې د چین ځانګړي اغېز ته په پام ولسمشر غني نن له دغه هېواده خپل لومړنی کاري سفر پیلوي.
له امریکا سره د پېچلو روابطو په درشل کې چین ته د ژورې اقتصادي او امنیتي دوستۍ په عنوان لاس غځول به د امریکا غبرګون له ځانه سره ولري.
((د افغانستان طبیعي منابعو ته د چین اړتیا په سیمه کې د ثبات کلي ده. چین له پاکستان سره سیاسي، اقتصادي او نظامي همکاري لري. د امریکا په پرتله پر پاکستان د چین د فشار اغېز زیات دی.)) جاوید نوراني
سیاسي څېړونکي له چین سره د نوي افغان حکومت د اړیکو پراختیا په افغانستان کې د ثبات لپاره ښه پیل بولي، خو له امریکا سره د پېچلو روابطو په درشل کې له چین سره د دوستۍ دغه پیل به د امریکا غبرګون هم له ځانه سره ولري.
د افغانستان طبیعي زېرمو ته د چین شدیده اړتیا او له پاکستان سره د چین اقتصادي، نظامي او سیاسي همکارۍ په افغانستان کې د امنیتي ثبات لپاره کلي ده.
شنونکي په سیمه ییز اقتصاد او امنیت د چین دغه اغېز دې هېواد ته د ولسمشر غني د لومړني کاري سفر انګېزه یادوي.
د افغانستان د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز مشر غفور لېوال وایي، په افغانستان کې د امریکا د نظامي رول له کمېدو سره د چین همکارۍ ته اړتیا ډېره ده او په سیمه ییز امنیت ددې هېواد اغېز د افغانستان د امنیتي ثبات په ګټه دی.
ښاغلی لېوال له چین سره د افغانستان د مناسباتو پراختیا له امریکا سره په تفاهم کې بولي: ((له چین سره د افغانستان سیاسي او اقتصادي مناسبات له امریکا سره په تفاهم پرمخ وړل کېږي. له امریکا سره د اوسني حکومت اړیکي متفاوتې دي او په افغانستان کې د حالاتو بدلون چین د پانګونې زیاتېدا ته علاقمند کړی دی.))
د سیاسي چارو شنونکی غلام جیلاني ځواک وایي، چین افغانستان ته ځانګړی اهمیت لري او افغانستان د یو خپلواک هېواد په توګه کولای شي له هر هېواد سره اړیکي پراخې کړي: ((د سیمې په اقتصاد او امنیتي ثبات د چین اغېزې هغه دلایل دي چې افغانستان له دې هېواد سره اړیکي پراخوي او پر پاکستان د افغان سولې په تړاو هم فشار راوړلی شي.))
افغان حکومت په افغانستان کې د چین پانګونې ته داسې مهال خوشبین دی، چې له وړاندې ددې هېواد یو شمېر پروژې په ټپه ولاړې دي. د مس د عینک پروژه یې یوه بېلګه ده چې له څو کالو پکې هېڅ کار ندی شوی.
خو د معدنونو د برخې ماهر جاوید نوراني وایي، د نوي حکومت په راتلو سره په افغانستان کې امنیتي ثبات ته د چین هیله مندي زیاته شوې او په همدې دلیل خپله پانګونه زیاتوي: ((د یو شمېر پروژو کارونه یې ځکه درولي و، چې په افغانستان کې یې په امنیتي ثبات باور ندرلود، د نوي حکومت له پیل سره دغه اندېښنه رفع شوې، اوس د خپلو ګټو لپاره هم پر پاکستان فشار راوړلی شي چې په افغانستان کې له سیاسي ټیکاو سره مرسته وکړي.))
د سیاسي چارو شنونکی صدیق ساحل وایي، له افغانستان سره د چین په همکاریو کې د افغان پوځیان روزنه هم شته او دا پر اقتصادي او سیاسي همکارۍ سربېره ښه انتخاب دی.
چین ته د ولسمشر غني سفر داسې مهال کېږي چې ټاکل شوې د راتلونکې جمعې په ورځ (اکتوبر ۳۱) د چین په پیکن ایالت کې د افغانستان په تړاو د (استانبول څلور) بهیر غونډه جوړه شي.
نه به داكتر صاحب غنى داسي هيله له چين حًخه وكرى او نه به چين داسي هـيله له پاكستان حًخه وكرى