له پانګونې د ملاتړ اداره ايسا وايي، د ۱۳۹۲ کال د کب مياشتې تر وروستۍ نېټې پورې يې ټولو صنعتکارانو ته وخت ورکړی، چې خپلې فابريکې فعالې کړي، کنه نو ځمکې به يې په وړ کسانو ووېشي.

افغان صنعتکاران وايي، د هېواد په صنعتي پارکونو کې د کارخونو په نوم اخستل شوې ۷۰ سلنه فابريکې بهرنيانو او يا هم سوداګرو ته د ګودامونو او دفترونو لپاره په کرايه ورکړل شوېدي.

يوازې د کابل په صنعتي پارکونو کې د ۱۰۶۷ فابريکو ځمکې وېشل شوې، چې له ډلې يې ۳۸۰ فعالې او نورې غيرې فعالې دي، چې په دې شمېر کې ۴۵ يې بهرنيانو د دفترونو او ګودامونو لپاره په کرايه نيولې دي.

افغان صنعتکاران ادعا کوي، چې د هېواد په صنعتي پارکونو کې د کارخونو په نوم اخستل شوې ۷۰سلنه فابريکې بهرنيانو او يا هم سوداګرو، مؤسسو ته د ګودامونو او دفترونو لپاره په کرايه ورکړل شوې دي.

دوی وايي، په ډېری ولايتونو کې صنعتي پارکونه اوس د استوګنې په رهايشي کورونو او يا باغونو اوښتي دي.

د صنعتکارانو د ټولنې مشر حاجي عبدالجبار ساپی وايي، يوازې د کابل په صنعتي پارکونو کې د ۱۰۶۷ فابريکو ځمکې وېشل شوې، چې له ډلې يې ۳۸۰ فعالې او نورې غيرې فعالې دي. ښاغلی ساپی زياتوي، په دې ډله کې يوازې ۴۵ يې بهرنيانو د دفترونو او ګودامونو لپاره په کرايه نيولې دي: ((د کشميش پاکۍ اته سترې کارخونې او همدا ډول يو شمېر د نساجۍ کارخونې اوس په خورا لوړه بيه بهرنيو او کورنيو سوداګرو، موسسو او نورو هغو ته د ګودامونو او دفترونو لپاره په کرايه ورکړل شوې دي.))

د صنعتکارانو د ټولنې مسوولين وايي، دامهال د کابل په صنعتي پارکونو کې ۴۳ زره کسانو ته د کار زمينه برابره ده، خو که ټولو ۱۰۶۷ کارخونو توليد کولای، نو ۳۲۰ زره کسانو ته به پکې د کار زمينه برابره وه.

دوی وايي، په صنعتي پارکونو کې ډېری د تېلو او کازو سټېشنونه جوړ شوي، چې دا تر ټولو د اندېښنې وړ مسئله ده او که يې مخنيوی ونشي، ګڼې کارخونې له جدي ګواښ سره مخ دي.

د صنعتکارانو د ټولنې مشر عبدالجبار ساپی وايي، په ټول هېواد کې زورواکو او واسطه لرونکو کسانو په صنعتي پارکونو کې ځمکې ترلاسه کړې، چې هغوی خپلې فابريکې په کرايه ورکړې او يا يې هم د ځانونو لپاره پکې رهايشي کورونه او باغونه جوړ کړي دي: ((د هرات په صنعتي پارک کې له کابو زرو کارخونو ۳۰۰ يې فعالې دي، نورې په باغونو او يا د نندارې په ساحو، کرايي دفترونو او ګودامونو بدلې شوې دي. په مزار شريف کې د استوګنې ښکلې ماڼۍ پکې جوړې شوې دي. په ننګرهار کې هم همداسې دي. په ټوله کې وړ کسان اوس هم له دې نه بې برخې دي، د استوګنې په سيمو او د مارکېټونو په منځ کې فعاليت کوي.))

د ايسا ادارې د معلوماتو له مخې دا مهال په
ټول هېواد کې اته صنعتي پارکونه فعال او د دريو نورو کارونه بشپړ شوي دي.

افغان صنعتکاران وايي، ډېری داسې کسان هم شته، چې فابريکې يې فعال کړې، توليد يې پيل کړی، خو د زمينې د نه برابروالي له امله يې تړلې دي.

دوی د راتلونکو ټاکنو په نوماندانو غږ کوي، چې په خپلو طرحو کې اقتصادي پاليسۍ غښتلې کړي، څو نور افغانستان له وارداتو نه توليد ته لاړ شي، چې په ځان بسيا شي.

بلخوا د ايسا يا له پانګونې د ملاتړ اداره د صنعتکارانو هغه ادعاوې ردوي، چې په صنعتي پارکونو کې وېشل شوې ځمکې وړ کسانو ته نه دي سپارل شوې. دوی وايي دا بهير خورا روښانه دی او د يوه کمېسيون له لوري چې پنځه وزارتونه او دوه ادارې پکې ګډون لري، پانګوال تشخيصېږي او بيا ورته ځمکې وېشل کېږي.

د ايسا وياند روح الله احمدزی مني، چې په ډېری صنعتي پارکونو کې يو شمېر کسان له خپلو تر لاسه کړې ځمکونه د نور څه لپاره استفاده کوي، چې د تېر ۱۳۹۲ کال د کب مياشتې تر وروستيو پورې وخت ورکړل شوی وو، که چېرې هغوی فعاليت پيل نه کړي، نو ځمکې به يې مستردې او وړ پانګوالو ته  به وسپارل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *