په تېرو دريو ورځو کې د غزني د ناوې ولسوالۍ له لارې چې د طالبانو په ولکه کې ده، غزني او وردګو ولايتونو ته ايران ساخت درنې وسلې او مهمات رالېږدول شوي او په طالب اورپکو وېشل شوي دي. يوه اونۍ وړاندې، د وردګو په جغتو ولسوالۍ د بريد پرمهال په وژل شوو طالبانو کې دوه لوړ پوړي پاکستاني پوځيان وو.
د ځايي خلکو د معلوماتو په اساس تقريباً اتيا سلنه وسله وال جنګيالي پاکستانيان دي او پدې لښکرو کې د افغان لارښوونکو طالبانو شمېر بيخي محدود دی.
دغه هجوم په ځايي خلکو کې وېره زياته کړې، چې څرنګه پاکستاني طالبان او پوځيان د ايرانيو وسلو په زور کابل ته څېرمه دولتي تاسيسات، دولتي مامورين او مصئونې حوزې په نښه کوي؟
ايران ته د طالب پلاوي تر سفر درې اونۍ او په قطر کې د طالب مرکچيانو تر رسمي حضور څو ورځې وروسته د کابل په ګاونډیو ولايتونو غزني او وردګو کې حالات په بې ساري ډول ترينګلي شوي دي. ځايي خلکو معلومات ورکړي، چې د ايرانيو درنو وسلو کاروان يې لیدلی چې د غزني د ناوې ولسوالۍ له لارې چې د طالبانو په ولکه کې ده، د غزني قره باغ، ګيرو، رشيدانو او د وردګو ولایت جغتو او سيد اباد ته رسېدلی دی.
له بلې خوا تېره اونۍ د جغتو ولسوالۍ په مقام د بريد پرمهال له دولتي ځواکونو سره په جګړه کې د وژل شویو جنګياليو له منځه دوه يې پاکستاني منصبداران ول چې له ډېره مهاله په سيمه کې وو او ټولو خلکو پيژندل. د وردګو ولايت په جغتو، سيد اباد او د غزني په قره باغ، مقر او ګيرو کې ځايي خلکو د تليفون په کرښه محور ته ويلي، ټول طالبان نا پېژانده خلک دي، د پاکستانيو پوځيانو یونيفورم کاروي او دوی ورسره په خبره نه پوهېږي.
په غزني کې د محلي پوليسو سرچينو هم ددغو راپورونو پخلی کړی او ګواښ کوي، چې که استخباراتي چتر ځواکمن نشي او افغان امنيتي ځواکونه فوق العاده مرسته ونکړي، د جګړې دوام به د دوی له توانه لوړ شي. دغه سرچينه وايي :((له ايران څخه د طالبانو لاس ته په ورغلو وسلو او مهماتو کې پيکاوې، ماشيندارې، ۷۵ ملي متري توپ، ۸۲ میلي متري هاوان، زيکويک، دهشکې، درازکوپ، مرمۍ، برقي ډنډې، مخابرې، شپني دوربينونه، موټرسايکلونه او نور هغه شامل دي.))
د محلي پوليسو چارواکي ادعا کوي چې ټولې وسلې ايران ساخت دي او په خبره يې د دغو وسلو زياته برخه د وردګو په جغتو او د غزني په رشيدانو ولسواليو کې وېشل شوې دي، خو د غزني په نورو ولسواليو کې بيا پنځه، پنځه ميله درنې وسلې له نورو مهماتو سره وېشل شوې دي.
د ورکړل شويو راپورونو له مخې دغه وسلې له ايران څخه کوټې او بيا افغانستان ته رالېږدول شوې دي.
د غزني مرستيال والي محمد علي احمدي هم تائيدوي، چې په وار وار يې په غزني کې له جنګياليو ايرانۍ او پاکستانۍ وسلې نيولې دي.
د سياسي چارو شنونکی مياګل وثيق وایي، کله چې ايران پوه شوی، چې امريکا په افغانستان کې اډې جوړوي او امنيتي تړون لاسليکوي، نو په افغانستان کې يې مداخلې او له وسله والو سره د مرستو بڼې ته بدلون ورکړ. دی وايي، اوس ايران هڅه کوي له بېلابېلو لارو په افغان حکومت فشار راوړي او ويې وېروي :((څو اونۍ وړاندې د طالبانو يو پلاوی ايران ته تللی وو، هورې يې له ايراني چارواکو سره ليدلي وو، نو کېدای شي، په هغو ليدنو کې د طالبانو لپاره مرستې زياتې شوې وي او دا يې لومړۍ جوپه وي، چې د افغان جګړې لپاره يې را استوي.))
د روانې زيږديزې مياشتې په پنځمه نېټه د کندهار امنيتي چارواکو هم ويلي وو، چې ايران په ښکاره ډول طالبانو ته درنې او سپکې وسلې ورکوي او په افغانستان کې يې جګړې ته هڅوي. دوی ويلي وو، چې له طالبانو څخه يې ايرانۍ وسلې هم تر لاسه کړي دي :((دا معلومه ده، چې دښمن درنې وسلې لري او تر افغان سيمه ييزو پوليسو لا سنبال دي، خو دا وسلې په دې وروستيو کې ډېری ايران ورکوي. ايران مخکې طالبانو ته د پاکستان د کوټې ښار له لارې په پټه وسلې ورکولې، خو اوس يې د افغانستان او ايران پر ګډه پوله (نيمرزو) کې ورته سپاري.))