په تېره یوه میاشت کې په غزني ښار کې ۲۵ قومي مشران، علماء او دولتي کارکوونکي د ناپېژانده وسله والو له لوري ترور شوي دي.

 ځايي خلک وايي، مخفي څارونکي په ښار کې ګرځي، چې د ځنیو خلکو د استوګنې او موقعیتونو په اړه معلومات غونډ کړي، بیا ناپيژاند وسله وال په نښه شوی کس له منځ یوسي. د ترور په زیاترو پېښو کې له بې غږه تپنچو او مقناطیسي ماینونو استفاده شوې ده.

ځايي خلک شکایت لري، چې له ډېر مهاله د غزني ولايت ملي امنيت رياست بې سرپرسته دی او همدارنګه له ډېره وخته د والایت امنيه قومندان په خپله دنده حاضر نه و.

له تېرې يوې مياشتې راپدېخوا ناپېژانده وسله والو په غزني ښار کې هدفي وژنو ته زور ورکړی او په دغه موده کې يې يوازې په ښار کې تر ۲۵ پورې دولتي کارکوونکي، قومي مشران او علماء هدف ګرځولي دي.

ځايي خبريال مسلم کټوازی وايي، ناپژانده وسله وال د هدفي وژنو لپاره له بې غږه تپنچو او مقناطيسي ماينونو کار اخلي او دغه څه په ټول ښار کې وېره خوره کړې ده.

دی وايي، هغه کسان هم په نښه کېږي، چې له دولتي کارکوونکو سره ناسته ولاړه لري او يا هم ډېر وخت دولتي ادارو ته تګ راتګ کوي: ((مخفي څارونکي په ښار کې ګرځي، چې د ځنیو خلکو د استوګنې او موقعیتونو په اړه معلومات غونډ کړي، بیا ناپيژاند وسله وال په نښه شوی کس له منځ یوسي.))

په غزني ښار کې له تېرو دوو مياشتو راپدېخوا د موټرسايکلونو په ګرځېدو بنديز وو، خو وړمه ورځ د امنيه قومندانۍ له لوري يوازې هغو ته اجازه ورکړل شوه، چې اسناد ولري، دوی يوازې يو نفره پرې ګرځېدلای شي.

ځايي خلک وايي، تر دې د مخه چې کله په موټر سايکلونو بنديز ولګول شو، ناپژانده وسله والو له بايسکلونو څخه د ترور لپاره کار واخيست، چې په مټ يې په ښار کې درې پېښې رامنځته شوې، بريد کوونکي په ډاډه زړه له سيمې وتل.

 وړمه ورځ چې کله موټر سايکلونو د ګرځېدو اجازه پيدا کړه، د غزني ولايتي شورا ته نوماند او د سولې عالي شورا غړى ډاکټر غني بهادريد يوه موټرسايکل سپرله لوري د غزني ښار د ولايتي روغتون ودانۍ ته څېرمه په ډزو ووژل شو اوبريد کوونکی په تېښته بريالى شو.

ځايي خلک وايي، مخ پټي کسان په ښار کې فعاليت کوي، د بې غږه تپنچو او مقناطيسي ماينونو په مټ خپل اهداف تر سره کوي، خو تر اوسه يې د مخنيو لپاره هڅ ګام نه دی پورته شوی. دوی وايي، ځايي چارواکي د مسووليت احساس نه کوي او له نېږدې دوو مياشتو راپدېخوا د ياد ولايت امنيه قومندان په پولنډ کې تر درملنه لاندې وو، چې دغې تشې وسله والو ته د فعاليت ښه زمينه برابره کړه.

ځايي خبريالان وايي، د هدفي وژنو او ترور پېښې لکه د څپې په څېر ډېری وخت تر ښاره پورې را ورسيږي او زيات مخور پکې قرباني شي. ددوی په وينا، دغه پېښې له تېرو دريو کلونو راهيسې کله ډېرې زور واخلي او کله بيا تر يوه بريده کم رنګه شي، خو اوسنۍ څپه يې اندېښمنوونکې بولي.

غزني ښار ته له دې امله وسله وال ژر را رسيږي، چې له نامنه ولسواليو سره يې واټن کم دی. له بل لوري طالبانو اوس خپلو تکتيکونو ته بدلون ورکړی او له دې لارو په خلکو او ولس کې وېره خپروي.

د غزني يو قومي مشر ميرزمان وايي، د غزني ډېری ولسوالۍ په ځانګړې توګه قرباغ او اندړ هم تر جدي ګواښ لاندې دي او کېدای شي، د هلمند د سنګين او موسی کلا په څېر پرې طالب اورپکي هجوم ور وړي. دی له امنيتي مسوولينو غواړي، چې هرڅومره ژر کېدای شي، مخه يې ونيسي.

بلخوا د غزني مرستيال والي محمد علي احمدي په تېره يوه مياشت کې د پېښو او هدفي وژنو زياتوالی مني او وايي، کېدای شي، ځينې لاملونه يې دا وي، چې له يوه لوري، د واک د لېږ پروسه روانه ده، له بل لوري، د ملي امنيت رياست بې سرپرسته دی او ترڅنګ يې له څه وخت راپدېخوا د ياد ولايت امنيه قومندان هم په خپله دنده نه و حاضر.

ښاغلی احمدي  وايي، دغو پېښو کې ددې ترڅنګ چې وسله وال طالبان ښکېل دي، ځينې يې د شخصي بديو او ځينو نورو لاملونو له مخې تر سره کېږي، خو وايي، هڅې دا دي، چې مخه يې ونيول شوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *