په غور کې نامسوول وسله وال تر دولت ځواکمن دي

په غور کې د نا مسوولو وسله والو ۸ ډلې له خلکو کله پولي اخلي، هر ګروپ له پنځوسو تر سلو وسله وال غړي لري. پخواني جهادي قوماندانان، پخواني دولتي کارکوونکي، د نشه یي توکو قاچاقبر او په مرکز کې مشخصې کړۍ د دغو ډلو رهبري کوي.

په ولسي جرګه کې د غور استازي وایي، امنیتي تشکیلات د ځینو ملحوظاتو له وجې له دغو ډلو سره مقابله نه کوي او د غیر مسوولو وسله والو د خپلسرو فعالیتونو له امله نا امني تر مرکزه را رسېدلې.

((مشخص ګروپونه په قلنګ کې له خلکو مالونه، پیسې، غنم او پسونه ټولوي. هېڅوک د شکایت حق نه لري او کلیوال مجبور دي پور واخلي، خو د محلي قوماندان برخه پوره کړي.))

په غور ولایت کې تر طالبانو زیات د نا امنۍ عوامل د وسله والو کسانو هغه ډلې دي، چې په یوه او بل نوم له خلکو میاشتنۍ کله پولي ټولوي. دوی جبهې لري او په کلیو او ولسوالیو سربېره ان په مرکز فیروزکوه کې هم فعاله دي.

د غیر مسووله وسله والو هره ډله له پنځوسو تر سلو وسله وال غړي لري، خو وړې وسله والې ډلې ترې بېلې دي، چې وخت نا وخت له لویو هغو سره مدغمېږي.

په ولسي جرګه کې د غور د خلکو استازي وایي، ولایت مقام وړاندې د دغو ډلو د ځپلو پوره امکانات او فرصت درلود، خو د ځینو ملحوظاتو له وجې یې دغه اقدام ونه کړ.

د غور استازی ډاکتر محمد ابراهیم ملکزاده وایي، دغه ډلې د خپلو وسله والو په زور په خلکو راج چلوي او هېڅوک حق نه لري چې ترې سرغړونه وکړي: ((مشخصې ډلې دي، ولایت مقام او ان مرکزي دولت هم ترې خبر دی، خو دا چې ولې یې په ضد اقدام نه کوي، پخپله د پوښتنې وړ موضوع ده.))

سرچینې وایي، چې یو شمېر پخواني جهادي قوماندانان، پخواني دولتي چارواکي، د نشه یي توکو قاچاقبر او په مرکز کې یو شمېر کړۍ د دغو ډلو رهبري کوي او په غور کې یې د خپلو ګټو لپاره حمایت کوي.

په ولسي جرګه کې د غور استازی کرام الدین رضا زاده محور ته وویل، خلک له دغو ډلو دومره وېره لري، چې که د فصل عُشر نشي ورکولی، نو له نورو پور اخلي، خو د غیر مسوولو وسله والو قوماندانان خوشالوي.

ښاغلی رضا زاده زیاتوي: ((مرکز، دولتیار، تیوره او شهرک ولسوالۍ لویو ګروپونو انحصار کړې دي، پاتې یې په نورو شپږو ولسوالیو کې فعاله دي.))

د ښاغلي رضا زاده په وینا، دغو غیر مسوولو وسله والو جبهې جوړې کړې دي او چې له هر لوري امتیازات ترلاسه کړي، مقابل لوری ځپي. که طالبان امیتازات ورکړي، نو د دولت په مقابل کې یې جنګوي او که له دولته امتیازات ترلاسه کړي په وسله والو پسې پل اخلي، خو ولس به په هر حال کې د دوی کله پولي ور پوره کوي.

ځایي خبریالان وایي، د دغو غیر مسووله وسله والو ډلې اکثریت غړي بېکاره ځوانان دي، چې د کار د نشتوالي له وجې ورسره یو ځای کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *