په غور ولایت کې د ۷۶۰۰ خپلسرو وسله والو ډلې د دغه ولایت امنیت ترینګلی کړی، لویې لارې یې ناامنه کړې او له هر سوداګر، دوکاندار او لاروي څخه کله پولي اخلي.
د غور خلک وايي، تر لعل او سرجنګل پرته د غور ولایت د مرکز په ګډون په ټولو سیمو دغه خپلسري وسله وال حاکم دي. دوی ادعا کوي، چې حتی یو عادي دوکاندار باید د خپلې سیمې وسله والو ته د کال ۳ سوه زره افغانۍ ورکړي.
ځینې کړۍ دغه وسله وال پخوانیو جهادي قوماندانانو ته منسوبوي، خو ځینې نور ځايي اوسېدونکي بیا وايي، چې دغه وسله والې ډلې د اکثرو محلي زور واکو او دولتي لویانو ګټې خوندي کوي.
ځايي خلک او قومي مشران وايي، په غور ولايت کې د امنيتي ځواکونو کموالی او بېغوري لامل شوې، چې په ياد ولايت کې امنيت ورځ تر بلې خراب شي او نامسوول وسله وال د خلکو پر کورونو ور وخېژي.
د غور ولايتي شورا پخوانی مشر فضل الحق احسان وايي، په غور کې تر ۸۰ سلنې خلک ناقانونه وسلې لري او ځینې د همدې وسلو په زور له خلکو باج ټولوي او د لويو لارو په اوږدو کې د سوداګرو کاروانونه لوټي.
ښاغلی احسان ادعا کوي، چې خپلسري وسله وال د کليوالو څاروي نیسي او د کروندو پرسر یې هم خپله ونډه ټاکلې ده.
په غور کې د طالبانو تر ولکې لاندې د نورو سیمو خلاف وسله ګرځول د وزګارو خلکو لپاره د یو زینت بڼه لري او هره وسله واله ډله د خپل حاکمیت مشخصه سیمه لري.
د راپورونو پر اساس د نامسووله وسله والو شمېر د ځايي طالبانو دوه برابره دی.
يو ځايي سوداګر چې د نوم له اخستلو ډډه کوي وايي، د هرات – غور لويه لاره د خپلسرو وسله والو د فعالیت او پاټکونو سیمه ده، دده په خبره له یو عادي دوکاندار څخه یې هم د کال په اوږدو کې تر ۳۰۰ زره زیاتې افغانۍ ترلاسه کړې دي.
یو ځايي خبریال وايي، په غور کې په لومړیو کې نامسوول وسله وال هومره زیات نه ول، مګر له دې کبله چې ځایي خلک یې ځورول، نو ځینو خلکو د ځانونو او خپلو کورونو د ساتنې په پار له قاچاقچیانو وسلې رانیولې او اوس ۸۰ سلنه خلک په وسلو سمبال دي.
په ولسي جرګه کې د غور د خلکو استازی کرام الدين رضا زاده وايي، د چغچران په کډون ټولې ولسوالۍ د نامسوولو وسله والو تر تسلط لاندې دي.
د غور امنيه قومندان فهيم قايم وايي، ډېری سيمې يې له خپلسرو وسله والو او طالبانو پاکې کړې، خو لاهم د ياد ولايت په لرې پرتو سيمو کې ۷۶۰۰ نامسوول وسله وال فعال دي.
ښاغلی قايم زياتوي، د هرات – غور پر لاره د خپلسرو د فعاليت او له خلکو د کله پولي اخستو مخه نيول شوې، خو کله ناکله په ځينو سيمو کې يو شمېر غله او شوکمار د خلکو مالونه لوټي، چې ډېری سيمې د غور ولايت اړوند نه وي.