په تېرو څلورو ورځو کې د فارياب له قيصار ولسوالۍ څخه د جګړې له امله ۱۰۰۰ کورنۍ کډه شوې دي.
غورماچ، قيصار، پښتون کوټ، دولت آباد او المار هغه ولسوالۍ دي، چې بهرني طالبان هڅه کوي، تر خپل کنټرول لاندې يې ونيسي او د حلقوي سړک پروژه چې؛ ياد ولايت له هرات سره نښلوي، ودروي.
مياشت وړاندې له ايران څخه راغلې پيسې، په وسله والو طالبانو سربېره د سيمې په ځوانانو هم ويشل شوې دي، څو هغوی د جګړې ليکو ته جذب کړي.
د فارياب ولايت په قيصار ولسوالۍ کې له څلورو ورځو راپدېخوا د دولت د وسله والو مخالفينو او امنيتي ځواکونو ترمنځ سخته جګړه روانه ده، چې د ځايي خلکو په وينا تر ۱۰۰۰ ډېرې کورنۍ یې له سيمې کوچېدو ته اړ کړې دي.
ځايي خلکو محور ته ويلي؛ طالبانو د خلکو په کورونو کې مورچلې ټينګې کړې او له هغه ځايه له امنيتي ځواکونو سره جګړه کوي.
په ولسي جرګه کې د فارياب د خلکو استازي وايي، دغه بې ځايه شوې کورنۍ په خورا ناوړه حالت کې دي او هېڅوک يې مرستې ته نه دي ور رسېدلي.
په ولسي جرګه کې د فارياب د خلکو استازې اصفه شاداب وايي، فارياب ته تر ټولو جدي ګواښ ايراني جنګيالي دي، چې د پروژو مخه نيسي او خپلو لیکو ته ځوانان جذبوي.
دا زياتوي، ددې ولايت زيات ځوانان د کار او مزدورۍ په هدف ايران ته ځي، چې یو شمېر ته يې هورې جګړه ييز مهارتونه ور ښودل کيږي او بېرته د جګړې لپاره فارياب ته را استول کېږي.
اغلې شاداب وايي، تر ټولو ډېره نا امني د ټاکنو لپاره جوړه شوې او دغه نا امني په ټولو ولسواليو کې حاکمه ده: ((د کورنيو چارو وزارت خبر ورکړ، چې په فارياب کې يې نا امني صفر کړې، خو هېڅ داسې ولسوالي نشته، چې وسله وال دې پکې فعاليت ونلري او تر جدي ګواښ لاندې دې نه وي.))
په ولسي جرګه کې د فارياب د خلکو استازي وايي، ان ولايت ته نېږدې پرته ولسوالي سبزپوش هم تر جدي ګواښ لاندې ده او وسله وال پکې د ټولو پرمختیایي کارونو مخه نیسي.
د فارياب ولايتي مسوولين هم مني، چې د ياد ولايت په قيصار، غورماچ، پښتون کوټ، دولت اباد او المار ولسواليو کې د طالبانو نفوذ زور اخيستی. دوی وايي، په يادو سيمو کې د يلداش ډلې تر څنګ، نور ازبک، چيچینایي، پاکستاني او ايراني جنګيالي هم په جګړه بوخت دي.
د فارياب د والي وياند جاويد بېداد محور ته وويل، له فارياب څخه حلقوي سړک تېريږي، چې يو شمېر کړۍ يې د مخنیوي هڅې کوي. ده زياته کړه: ((موږ داسې راپورونه ترلاسه کړي، چې مياشت وړاندې ايراني جنګياليو په ياد ولايت کې په وسله والو طالبانو او وزګارو ځوانانو لس، لس زره افغانۍ ويشلې وې، څو ورانکاره کړنو او فعاليتونو ته زور ورکړي.))
دی وايي، د طالبانو تر څنګ ګڼ شمېر نامسووله وسله والې ډلې هم په ياد ولايت کې فعاليتونه کوي، چې د بې وسلې کولو پروګرام په مټ يې وسلې نه دي ټولې شوې او اوس اوس خپل ناقانونه کارونه تر سره کوي. دوی وايي، همدا اوس په فارياب کې داسې نامسوول وسله وال شته، چې سلګونه ميله وسلې يې خوندي کړې او د خپلو مافیايي ګټو لپاره وضع نا امنه کوي.
د ځايي چارواکو په وينا، وسله وال طالبان او نامسووله ډلې دواړه په فارياب کې د پروژو پر وړاندې خنډونه جوړوي او هڅې يې داوي، چې د پرمختيايي پروژو کارونو ته خنډ شي.