د فراه ولايت پنځه ولسوالۍ پشت رود، خاکسفيد، بالابلوک، بکوا او ګلستان د وسله والو طالبانو، غلو او ايراني څارګرو تر ګواښ لاندې دي.

په فراه کې اورپکي ټپيان د درملنې لپاره ايران ته لېږدول کېږي، د دوى ځينو کورونه هم په ايران کې دي. دوه مياشتې وړاندې د هغو لسو جنګياليو فاتحه په ايران کې واخستل شوه، چې په فراه کې و وژل شول.

ځايي خلک وايي، په فراه کې حرفوي غله او له دولتي نظامي چوکاټونو شړل شوي کسان د طالبانو په نامه جنګېږي او د دوى په خبره سيمه ييز پوليس يې ملاتړ کوي.

ځايي خلک او د ملي شورا غړي وايي، د فراه ولايت د پنځو ولسواليو امنيت له شپږو کلونو راهيسې خراب دى، خو پنځو نورو ولسواليو ته يې نوې نا امنۍ ورغځېدلې، چې دې چارې خلک سخت اندېښمن کړي دي.

د روان کال د وري مياشتې په ١٤مه د دولت وسله والو مخالفينو په دغه ولايت کې پر څارنوالۍ او محکمو بريدونه وکړل، چې ١٥٠ کسانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.

له هغه وروسته نا امنۍ ګڼو هغو ولسواليو ته هم وغځېدې، چې پخوا پکې امنيتي حالت تر يوې کچې د ډاډ وړ بلل کېده.

فراه ولايت لس ولسوالۍ لري، چې په ملي شورا کې ددې ولايت د استازو په خبره له ډلې يې پنځه ولسوالۍ د وسله والو طالبانو، زورواکو، غلو، ايراني او پاکستاني جاسوسانو تر سخت تهديد لاندې دي.

په مشرانو جرګه کې د فراه د خلکو استازى ګل احمد عظمي وايي، په دغه ولايت کې د امنيتي ځواکونو شمېر کم دى، نو ځکه اوس ورځ تر بلې نا امنۍ د ولايت تر مرکز پورې غځېږي :((تر ټولو جدي نا امني د فراه – هرات په لويه لاره ده، چې وخت نا وخت غله لارې نيسي، موټر شوکوي او وژنې کوي، خو وسله وال طالبان بيا بريدونه کوي، ماينونه خښوي، چې تر ټولو ډېر زيان ملکي وګړو ته اړوي.))
د فراه د خلکو استازي وايي، د دغه ولايت ډېرى ولسواليو ته طالبان او نور ورانکاره کسان له ايران او پاکستان څخه راځي، چې دوى بيا امنيتي مسوولين د هغوى پر وړاندې په بې تفاوتۍ تورنوي. دوى وايي، ايران نه غواړي، په فراه کې د بيا رغونې زېربنايي او دايمي پروژې پلې شي.

د مشرانو جرګې يوه بله غړې بلقيس روشن وايي، د دغه ولايت د لسو ولسواليو له ډلې پېنځه ولسوالۍ (انار دره، لاش جوين، شيب کوه، پرچمن او پشت کوه) د ښه امنيت درلودونکې وې، خو اوس تر ډېره په دغو ولسواليو کې هم ايراني وسله وال او ملکي څارګرو فعاليت پيل کړى دى. دوى وايي، ددې ترڅنګ په پنځو نا امنو ولسواليو: پشت رود، خاکسفيد، بالابلوک، بکوا او ګلستان کې بيا له شپږو کلونو امنيتي حالت د ډاډ وړ نه دی :((ايراني جاسوسان، وسله وال زورواکي، طالبان او غله په بېلابېلو نومونو خپلو فعاليتونو ته دوام ورکوي او ګډوډۍ رامنځته کوي.))

آغلې روشن زياتوي؛ په فراه کې په جګړه کې د وژل کېدونکو جنګياليو فاتحې په ايران کې اخستل کېږي، له هغمه ځايه ازادانه افغانستان ته را استول کېږي، تجهيزېږي او د جګړې کورډينات ورکول کېږي.

په سيمه کې يو ازاد خبريال چې نه غوښتل نوم يې واخستل شي، محور ته وويل، دوه مياشتې وړاندې د لسو هغو جنګياليو فاتحه په ايران کې واخستل شوه، چې د فراه په جګړه کې ووژل شول:((د دغو کسانو کورونه هم په ايران کې دي.))

دى وايي، په فراه، هرات، نيمروز کې چې کله جنګيالي ټپيان شوي، له کومې ستونزې پرته په ايران کې درملنه شوې او بېرته دغو ولايتونو ته د جګړې لپاره را استول شوي دي :((ښه بېلګه يې ذاکر ظالم وو، چې په فراه کې ټپي شو او د ايران په سيستان کې يې درملنه وشوه، اوس د پخوا په څېر د وسله والو جنګياليو قومانده پر غاړه لري.))

د فراه په دريو ولسواليو کې له دريو مياشتو راپدېخوا کابو ٦٨٠ سيمه ييز پوليس ځاى پر ځاى شوي، خو د ټول فراه ولايت لپاره د سيمه ييزو پوليسو تشکيل ١٤٠٠ ښودل شوى دى.

په ملي شورا کې د فراه استازي وايي، په يو شمېر سيمو کې محلي پوليس په نا اراميو او شوکو کې لاس لري او د خلکو په کورونو د غلا لپاره ننوځي: ((څو ورځې وړاندې دغو پوليسو په صحرايي محکمه کې يوه نجلۍ ووژله، چې دغه ډول کړنې حيرانوونکي او اندېښـنې را پاروونکې دي.))
د فراه ولايتي چارواکي هم مني، چې د دغه ولايت يوشمېر ولسوالۍ د وسله والو تر ګواښ لاندې دي او کله ناکله پکې ورانکاره کړنې تر سره کوي.

د امنيه قوماندانۍ د امنيت آمر ډګروال دل جان خاکرېزي وايي، د سيمه ييزو پوليسو له فعالېدو سره د فراه په هغو سيمو کې هم امنيت د ډاډ وړ کرځېدلى، چې پخوا پکې وسله والو پراخه فعاليتونه کول. دى په غلاوو او ناراميو کې د سيمه ييزو پوليسو لاس لرل ردوي او وايي، اوس هم په ځينو سيمو کې کله نا کله امنيتي ستونزې وي، خو په هغه کچه نه، چې د خلکو ژوند له کړاو سره مخ کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *