د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام ته د کرکټ ملي لوبډلې بریالي کېدل او د جنوبي اسیا د قهرمان په توګه د فوټبال ملي لوبډلې ځلېدل په افغانستان کې د ملت جوړونې ښه وسیله کېدلای شي. افغان دولت که په لوبو پانګونه وکړي، افغانستان به په راتلونکي کې د ورزش مخکښ هېواد وي.
نړیوال جام سیالیو ته په بریالي کېدو افغان لوبډله اوس کولای شي د آی سي سي له فول ممبر شیپ یا دایمي غړو هېوادونو پاکستان، استرلیا، هندوستان، انګلستان او نیوزلینډ سره هم ولوبېږي، له دایمي غړو هېوادونو سره یوازې د کرکټ لومړۍ درجه ټیمونه لوبېدلی شي. افغانستان اوس په دویمه درجه هېوادونو کې ځای لري.
د کینیا کرکټ لوبډلې ته په ماتې ورکولو افغان کرکټ ملي لوبډلې د لومړي ځل لپاره نړیوالو اتلولیو ته لاره پیدا کړه، تر دې وړاندې یې یو ځل په شل اوریزو سیالیو کې دا چانس موندلی و.
د کرکټ د برخې شنونکي وایي، لوبې د افغان ملت جوړونې لپاره یوه اغېزناکه وسیله ده او په کار ده، چې دولت دې برخې ته لا زیاته پاملرنه وکړي.
افغان ژورنالیست او لیکوال همیم جلالزی وایي، افغان ورزش یوازینۍ هغه برخه ده، چې سمت، قوم، ژبه او سیاست پکې رول نه لري او ولس پرې راټولېږي :((په افغان ورزش د خلکو باور زیات شوی او لوبغاړو ته خلک زیات احترام لري. که په لوبو پانګونه وشي ملت پرې جوړېدلی او اقتصاد پرې قوي کېدلی شي. هر هېواد په یوه برخه کې یوه ځانګړنه لري، که په افغان ورزش هم پانګونه وشي، افغانستان به په راتلونکي کې د ورزش د برخې یو مخکښ هېواد وي.))
ښاغلی همیم په ورزش پانګونه د افغان اقتصاد لپاره مثبته بولي او په وینا یې، زیاته پاملرنه ددې سبب کېدای شي، چې افغانستان د خپلو ورزشي تجربو او لوبغاړو په بدل کې ښې پیسې ترلاسه کړي.
د ځینو برخو د متخصصینو په حیث یو شمېر هېوادونه د خپلو تجربو او تولیداتو په مقابل کې ډېرې پیسې ترلاسه کوي او د اقتصاد قوي کېدو لامل یې هم همدغه شان فکتورونه دي.
د بېلګې په توګه د فلمي تولیداتو له امله هندوستان قوي اقتصاد لري، کینیا نږدې ټولې نړۍ ته چای صادروي، جاپان او چین د برقي سامان الاتو په جوړونه کې لومړني هېوادونه دي، نیپیال په سیکورټي کمپنیو پانګونه کړې او د نړۍ د مهمو دفترونو ساتونکي نیپالیان دي، ناروې په دیپلوماتانو پانګونه کړې او د ملګرو ملتونو داسې هېڅ غونډه به نه وي، چې د ناروې دیپلوماتان دې پکې سرلاري نه وي. افغانستان هم کېدای شي په ورزش پانګونه وکړي، په نورې نړۍ د ورزشي تجربو د خرڅولو له لارې ښې پیسې ټولولی شي.
پردې سربېره که ملي سوداګر د ورزشي تولیداتو(لباس، توپ، بیټ او نورو اړینو توکو) لپاره کمپنۍ پرانېزي، نو افغان اقتصاد پرې پخپلو پښو درېدلای شي.
د ۲۰۱۵ کال په نړیوال جام سیالیو کې لوبېدو ته ۴۹۹ ورځې پاتې دي، خو د کرکټ د برخې پوهان وایي، قوي پلان جوړونه او ښه تمرین یوازیني دوه هغه عوامل دي، چې په اساس یې چانس شته چې افغانستان نړیوال کپ وګټي.
افغان کرکټ ټیم اوسمهال په ۱۵۰هېوادونو کې ۱۲ ځای لري او د ورزشي تجربو تاریخ یې ۱۲ کلن کېږي، خو پرون یې کینیا ته ماتي ورکړه، چې په کرکټ کې له سلو کالو زیاته تجربه لري.
د مالیې وزیر او د کرکټ بورډ غړي حضرت عمر زاخېلوال یک تلویزیون ته وویل، چې د کرکټ بورډ په بودجه کې به ۵۰ سلنه زیاتوالی راولي، څو ملي لوبډله د نړیوالو سیالیو لپاره لا ډېر چمتوالی ولري.
د کرکټ بورډ اجراییوي رییس ډاکتر نور محمد مراد وویل :((پدې وروستیو کې په کرکټ بورډ کې د عصري مدیریت رامنځته کول او د لوبغاړو فزیکي جوړښت ته زیاته پاملرنه ددې باعث شوې، چې ملي لوبډله له قوي ټیمونو سره هم په اسانۍ لوبه وکړای شي.))
د کرکټ ملي لوبډلې روزونکی کبیر خان وایي، دا پیل دی او له لویو ټیمونو سره د لوبېدو لپاره خپل تمرکز په پلان جوړونه او تمرین زیاتوي، څو د یو کال نور تمرین په نتیجه کې د ۲۰۱۵ کال نړیوال کپ په سیالیو کې هم افغان لوبډله ښه ځای ونیسي.