د لوګر په برکي برک ولسوالۍ کې د ۳۵۰۰ جرېبه دولتي ځمکې پر سر د مافيا، ځايي خلکو او کوچيانو ترمنځ جګړه روانه ده، له يوې اوونۍ راهيسې دغو ډلو د يوبل په مقابل کې مورچلونه نيولي او د يوې سترې قومي جګړې وېره شته.
ځايي خلک وايي، خاکې ډاګ او اړوند سيمه ۵۵۰۰ جرېبه ده، چې ۲۰۰۰ جرېبه له وړاندې د ځمکې د مافيا او زورواکو له لوري د نورو ولايتونو په خلکو پلورل شوې، خو په پاتې ۳۵۰۰ جرېبه اوس له دې امله لانجه ده، چې هر لوری يې خپل ملکيت بولي.
يوه سرچینه وايي، د کوچيانو او ستانکزيو يوشمېر قومي مشرانو ددې ځمکې د ګټلو لپاره د هرې کورنۍ پر سر ۱۰۰۰۰ کلدارې ټولې کړې او هر جرېب ځمکه ۱۰۰زره کلدارې پلورل کېږي.
د لوګر د برکي برک ولسوالۍ د خاکې دښتې د ۳۵۰۰ جرېبه دولتي ځمکې پر سر له يوې اوونۍ راهيسې د ځايي خلکو، مافيا او کوچيانو ترمنځ شخړه روانه ده. لومړني معلومات ښيي، تر اوسه پکې ۲۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او اوس هم ښکېل لوري يو بل ته په سنګرونو کې ناست دي.
ددې ځمکې پر سر له تېرو دريو کلونو راهيسې درې ځلې وسله والې نښتې شوې، چې وروستۍ نښته يې څلور ورځې د مخه وه، چې د ولايتي شورا د مشر حسيب الله ستانکزي په وينا په دې جګړه کې نهه کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان شوي دي.
ځايي خلک وايي، مافيا، ځايي خلک او کوچيان په سنګرونو کې ناست دي او د جګړې د پراخه کېدو جدي وېره شته.
د لوګر ولايت يوه قومي مشر حاجي عصمت خان محور ته وويل، څلور ورځې د مخه د خاکې ډاګ د اړوندو کليو په لوډسپيکرونو کې په کلیوالو غږ وشو، چې د ځمکې د ګټلو لپاره دې کور او يو کس را ووځي او خپله وسله دې راوباسي، هغه څوک چې په دې جګړه کې ونډه نه اخلي، په ځمکه کې بيا ونډه نه ورکول کېږي.
دی وايي، دا جګړه د ځمکې مافيا او هغو تش په نوم قومي مشرانو او ملکانو پيل کړې، چې د دې ځمکې له برکته يې ډېرې پيسې تر لاسه کړې او يا يې هم ځمکې خرڅې کړې دي.
د کوچيانو او ستانکزيو يوشمېر قومي مشرانو ددې ځمکې د ګټلو لپاره د هرې کورنۍ پر سر ۱۰۰۰۰ کلدارې ټولې کړې دي، چې ميليونونو ته رسيږي. په خاکه ډاګ کې هر جرېب سپينه ځمکه په ۱۰۰زره کلدارې پلورل شوې او هرجرېب ديوال شوې ځمکه بيا په ۲۰۰زره کلدارې پلورل شوې او پلورل کېږي، چې که يې هر لوری وبايلي، نو ټولې کړې پيسې به بېرته سپاري.
ځايي خلک وايي، د خاکې ډاګ او اړوند سيمه ۵۵۰۰ جرېبه ده، چې ۲۰۰۰ جرېبه له وړاندې د ځمکې د مافيا او زورواکو له لوري د نورو ولايتونو په خلکو پلورل شوې، خو په پاتې ۳۵۰۰ جرېبه ځمکه اوس له دې امله لانجه ده، چې هر لوری يې د خپل ملکيت دعوه کوي.
د خاکې ډاک په درېو برخو وېشل شوی وو، چې په برنۍ برخه کې به کيلوالو للمي کرل، لاندينۍ برخه د کليوالو باغونه او کرنيزې ځمکې وې او غرونه بيا د کوچيان وو، خو کله چې درې کاله د مخه کوچيان له هزاره جات را وشړل شول، نو د د پخواني ولسمشر کرزي په حکم دلته مېشت شول او ۳۰۰۰ جرېبه ځمکه ورکړل شوه.
د لوګر د ولايتي شورا مشر حسيب الله ستانکزی وايي، د پخواني ولسمشر په حکم کې چې کوچيانو ته يې ورکړی، ويل شوي، چې لومړی بايد ځمکه تصفيه شي او وروسته بيا کوچيانو ته ورکړل شي، خو کوچيان اوس د ټولې ځمکې دعوه کوي او د ټولې ځمکې د لاندې کولو په هڅه کې دي.
په لوګر کې د مدني ټولنو فعالين وايي، د ولس په نوم ځينې قومي سوداګرو ددې دښتې لسګونه جريبه ديوال کړې او خرڅه کړې دي. دوی وايي ولس ته يې د دوه دوه جريبه ځمکه ژمنه ځکه ورکړې، چې د دوی تر شاه ودريږي او له دولتي ځمکو يې عيني هغه جوړه کړي.
ځايي خلک وايي، د کوچيانو ځينې استازي په کوچيانو سوداګري کوي او له ولس سره يې دروي. د دوی په خبره کوچيان خپلو مشرانو په منګلو کې اخستي او جنګوي يې، کله چې ځمکه وګټل شي، نو د کوچيانو مشران به يې په خپلو کې ووېشي.
د برکي برک په ولسوالۍ کې د ګودام په نوم د ظاهرشاه د وخت يوه ستره ودانۍ ده، يو وخت به چې کله عامو خلکو پر خاکه للمي کرل، نو دولت ته به يې لسم من ورکاوه او په همدې ګودام کې به ساتل کېدل.
د مدني ټولنو فعالين او ځايي خلک وايي، محلي چارواکي نشي کولای، دغه ستونزه اواره کړي، نو پکار ده، چې د موضوع د څېړلو لپاره سيمې ته يو پلاوی واستول شي او موضوع له کوم ځنډ پر اواره کړي، کنه د جدي قومي جګړې وېره شته.
د لوګر د والي وياند دين محمد دروېش وايي، د خاکې ډاګ پر سر له تېرو ۱۳ کلونو لانجه ده او او سيمې ته له دې امله څوک نشي تلای، چې هورې امنيت نشته. دی وايي، کوچيانو ته په برکي برک ولسوالۍ کې د ټول هېواد په کچه زياته ځمکه ورکړل شوې او ځايي خلک غوښتنه کوي، چې دا بوج بايد په يوه ولسوالۍ را نه وړل شي.
دروېش زياتوي، د مافيا د موجوديت په تړاو ورسره اسناد نشته، خو کېدای شي، تر شاه ځينې لاسونه وي.